شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم له پاکستان څخه افغانانو ته د ډېرو تحصیلي بورسونو غوښتنه...

شېخ نديم له پاکستان څخه افغانانو ته د ډېرو تحصیلي بورسونو غوښتنه وکړه

تاند:( سې شنبه، د دلوې څلورمه)‏ د طالبانو د رژيم د لوړو زده کړو وزير شېخ ندا محمد ندیم په کابل کې د پاکستان د سفارت له سرپرست سیف الله خان څخه غوښتي، چې د افغانانو لپاره په خپل هېواد کې د ډېرو تحصیلي بورسونو زمينه برابره کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې شېخ نديم د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د علمي او تحقيقي همکاریو په زیاتیدو هم ټینګار کړی.

ويل شوي، چې په لیدنه کې پاکستاني لوري له شېخ نديم څخه په افغانستان کې د پاکستان د ښځينه محصلينو د ستونزو د حل غوښتنه هم کړې، چې هغه د همکارۍ ډاډ ورکړی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې سلګونه پاکستانیانو د افغانستان په یو شمېر خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې کولې، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته په خاصه توګه ښځينه هغه ېې د افغان نجونو په شان د زده کړو له حقه محرومې شوې دي.

طالبان د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د منع کولو له امله په نړیواله کچه توندو غبرګونونو او فشارونو سره مخامخ دي.

7 COMMENTS

  1. تف لعنت ستا په وجدان تف لعنت ستا په جهاد تف لعنت ستا په اسلام شیخ الدجاله د پنجاب غلامه.ورلیږه چړیان سي هلته په لوطي مدرسو کې د لواطت زده کړې وکي 😡🤮🐖

  2. ته د دې مرتد پاکستان نه څه غواړې؟
    بې احساسه ناافغانه، نالایقه !
    د خپل هیواد پوهنتونونه او پوهنیزې ادارې دې تړلي دي، او د یو مرتد ګاونډي نه د علمي همکاریو او بورسونو غوښتنه کوې، اې ستا په دې ټیټ ضمیر دې د اسمانه شړک راولویږي.
    ملایعقوب دې ورسره د ډیورنډ په کرښه جنګیږي، قرباني ورکوي، او ته ورسره همکاري غواړې !! اې رذیله بې ناموسه !!

  3. سه بی منطقه انسان دی خپل هیواد کی یی بندوی دبل هیواد کی برسونه غواری! نور کارونه بد نه دی خو یو سو کارونه مو مطلق د اسلام خلاف روان دی. د دندو گمارنه، د زنانه و تعلیم او کار، د بیت المال غلط استعمال، خپل سره تعامل د ملت سره لکه خپل سره محکمی، اقتصادی کمزوری، د جهان د قانع کولو لپاره تکره دیپلوماتانو نه شتون البته په رسمی چوکات کی، د پوهنتون د استادانو بی احترامی، دوهم دریم ودونو او……
    پر زان یی بد مه گنی تدبر!!!!

  4. په دري ژبه کې وایی چې :
    کبوتر با کبوتر ، باز با باز
    کند هم جنس باهم پرواز
    اوپه پښتو کې وایی : مرغۍ هغه له یوبل سره کښیني چې بڼکې یې یو شان وي .
    د ټالبانو یهودی ډوله ملا او د پنجاب یهودي ډوله حکمرانان د افغانستان په هکله په کړنلارو کې سره ورته دي .
    په افغانستان کې د کوم شي کمښت دی چې ملا نډیم افغانان پنجابیانو ته اړکوي ؟ دلته پوهنتونونه نشته ، دلته استادان نشته او که د کوم بل شي کمښت احساسوې ؟
    هغه چې وایی : خود کش بیګانه پرور . همدا ملا نډیم دی. څوک چې د ملي ګټو او افغانیت په مفهوم ونه پوهیږي ، له هغه به د افغانستان خلک څه ګټه وکړی .
    معاش او ډوډۍ د مظلومو افغانانو له بیت الماله خورې ، پسکۍ او هګۍ پنجاب ته اچوې . لعنت دې وي په دې بېسواده پنجابي جاسوس .

  5. زه به يي در لنډه کړم دا وزير ساب افغان زده کونکي پنجاب ته ځکه ليږي چي د ای. اس. ای له کورسونون ورسته د نديم ښانته کوپري يي ور ومينځي. کله چي بيرته را ستانه شي بيا به د ملا وزير ساب ملاتړ او همکاران ډير شي اوس خو وزيرساب د افغانستان په پوهنيزه ايدارو کي څوک نه لري چي د پنجابيانو پلانونه ورباندي پلي کړي

  6. ځکه یی پوهنتونونه ملا باقی او ندیم ونړول او متخصصین یی وشړل چي لوړ تعلیمات په پنجاب کی
    ترسره شی او افغانستان به یواځي مدرسو کی طالبان روزی ؛داسی معلومیږی لکه قرانکریم چي وایی
    و ما تخفی صدورهم اکبر۰۰۰۰ نور پټ شیان هم ډیر دی،ورو ورو افشاء کیږی ۰
    دا او د کانونو لیلام دا څرګندوی چي ندیم او نور د مدرسو دکانداران د کُچلاک جایدادونه په ټول افغانستان نه ورکوی ؛خلاصه دا چي د کور عاقل خاوند په تاریخ د انسانیت کی دومره ظالمانه ،جاهلانه عقدوی برخورد او تصرف ندی کړی ، ندیم او دی ته ورته استخباراتی ملیشی همدومره ظرفیت لری؛ ورانول، کار امد خلکو شړل،تحقیر،تعذیب ،وژل ،د متخصصینو ځای اشغالول ،امانات نآاهلو ته سپارل ،یواځی طالبی ملیشه مستحق پیژندل او نور ملت هیرول نه بلکی
    تدریجی مرګ ته سوقول ۰
    دا ټول هغه کارونه دی چي استحمار شوی یی خدمت بولی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب