Homeخبرونهبلاول بوټو د پاکستان د فدرالي حکومت پر ضد د سیاسي هلوځلو...

بلاول بوټو د پاکستان د فدرالي حکومت پر ضد د سیاسي هلوځلو اعلان وکړ

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فدرالي حکومت پر ضد په ټول هېواد کې د سیاسي تحریک د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې د مسلم لیګ (ن) د حکومت د واکمنۍ «معکوس شمېر» پیل شوی دی.

بلاول بوټو پرون د ازاد کشمیر په یوه ولسي غونډه کې د وینا پر مهال وویل، د مسلم لیګ (ن) مشران دې په دقت واوري، ځکه پیپلز ګوند اوس سیاسي ډګر ته راوتلی دی. هغه اعلان وکړ چې ډېر ژر به پونچ سیمې ته سفر وکړي او له ګوندي فعالانو یې وغوښتل چې راتلونکو سیاسي فعالیتونو ته چمتووالی ونیسي.

هغه همداراز د باغ ولسوالۍ په سیمه کې د یوې بلې ولسي غونډې د جوړېدو خبر هم ورکړ.

د پیپلز ګوند مشر د ازاد کشمیر د وروستیو انتخاباتو پر شفافیت نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې ټاکنې له درغلیو ډکې وې. د هغه په وینا، له دې سره سره خلکو د پیپلز ګوند نهه نوماندان بریالي کړي دي.

بلاول بوټو ادعا وکړه چې په میرپور او مظفرآباد کې له پیپلز ګوند څخه اخیستل شوې څوکۍ به بېرته ترلاسه کړي. هغه له خپلو پلویانو وغوښتل چې د اګست په څلورمه باذل نقوي او جاوېد ایوب په مظفرآباد کې بریالي کړي او د مسلم لیګ (ن) د ادعا شوې دسیسې مخه ونیسي. هغه زیاته کړه چې د اګست په لسمه به په پونچ او باغ کې هم ولسي غونډه وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان ځینې سیاستوال د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) پر اختلافانو شک کوي خو ځینې کتونکي بیا وايي چې دا اختلاف د پوځ په غوښتنه دی او پوځ غواړي چې په خپله سیاسي واک هم ترلاسه کړي.

خو بلاول بوټو وویل، پیپلز ګوند هېڅکله له مبارزې نه شاته کېږي، میدان نه پرېږدي او ګوندي فعالان باید راتلونکو سیاسي مبارزو ته بشپړ چمتو وي.

له بلې خوا، د سند ایالت اعلي وزیر شرجیل میمن هم د ازاد کشمیر د ټاکنو په تړاو پر مسلم لیګ (ن)، د پاکستان د ټاکنو کمېسیون او فدرالي حکومت سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې د پیپلز ګوند د ماتولو لپاره د دغو ادارو ترمنځ همغږي شوې وه.

شرجیل میمن په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، پیپلز ګوند به د کشمیري ولس د حقونو لپاره خپلې سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي او هېڅکله به سیاسي ډګر پرېنږدي.

هغه ادعا وکړه چې د ټاکنو کمېسیون هم د ټاکنو په بهیر کې د یوه سیاسي ګوند په څېر چلند کړی او د ټاکنو د ځنډ او نورو ستونزو لپاره یې بېلابېلې پلمې وړاندې کړې.

نوموړي دا هم وویل چې د مسلم لیګ (ن) نوماندانو درغلۍ کړې، جعلي رایې کارول شوې او پیپلز ګوند په دې اړه رسمي شکایتونه هم ثبت کړي دي.

شرجیل میمن ادعا وکړه چې د ۲۰۲۴ کال د عمومي ټاکنو په څېر، دا ځل هم د مسلم لیګ (ن) په ګټه اقدامات شوي دي. هغه وویل، پیپلز ګوند د ټاکنیزو درغلیو اسناد لري او د دوی یو شمېر پلویان او د رایې ورکولو استازي هم د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

هغه د مسلم لیګ (ن) د مشرانو پر وروستۍ خبري غونډه هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې د هغوی په خبرو کې د پښېمانۍ هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

شرجیل میمن په پای کې ادعا وکړه چې د ۲۰۲۴ کال له ټاکنو وروسته که څه هم پیپلز ګوند ته په فدرالي حکومت کې د وزارتونو او د صدراعظمۍ د نوبتي فورمول وړاندیز شوی و، خو ګوند یې رد کړی دی. د هغه په وینا، د فدرالي حکومت د پای «معکوس شمېر» پیل شوی دی.

د بلاول بوټو او د پیپلز ګوند د نورو مشرانو د انتقادونو په ځواب کې د مسلم لیګ (ن) غړي او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي چې  مخالفان د پاکستاني کشمیر په انتخاباتو کې د مسلم لیګ بری او خپله ماتې هضمولی نه شي نتو بې اساه ادعاوې کوي.

راپورونه وايي چې په کشمیر کې د احتجاجونو له کبله ډېر لږ خلک د رایو ورکولو لپاره انتخاباتي مرکزونو ته حاضر شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...