تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۲ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي، په افغانستان کې د وروستیو سختو بارانونو له امله راوتلو ناڅاپي سېلونو لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه، ۱۲۹ نور ټپیان کړي او څلور تنه لا هم ورک دي.
د ملګروملتو دې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي، دغو سېلونو په نورستان، ننګرهار، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې مرګژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د راپور له مخې، یوازې په نورستان او لغمان ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کورنۍ د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د خپلو روغتیايي شریکانو په همغږۍ یې درې ګرځنده روغتیايي ډلې اغېزمنو سیمو ته استولې دي، څو سېلځپلو خلکو ته بېړني روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
وروستیو سېلونو تر ټولو زیات زیانونه نورستان ولایت ته واړول. په دې ولایت کې وروستیو پېښو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، لسګونه کورونه، کرنیزې ځمکې، سړکونه، پلونه او عامه تاسیسات ویجاړ شول او ګڼې کورنۍ یې له خپلو مېنو بېځایه شوې. تر دې وروسته د طالبانو د حکومت او یو شمېر خصوصي بنسټونو له لوري د زیانمنو شویو کورنیو د مرستې او ارزونې لړۍ پیل کړې.