Homeخبرونهپه یونان کې د برتانیايي ښځې د وژنې قضیه؛ افغان شکمن د...

په یونان کې د برتانیايي ښځې د وژنې قضیه؛ افغان شکمن د پولیسو د غولولو لپاره ځان «جهادي» ښودلی و

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د یونان د جنايي پېښو ځانګړې څانګې پلټونکو ویلي، هغه ۲۶ کلن افغان چې د برتانیايي وګړې الیزابت جون راس د وژنې په تور نیول شوی، له پېښې وروسته د قرباني له موبایل ټېلفون څخه جعلي پیغامونه استولي او ځان یې د یوه «جهادي» په توګه معرفي کړی، څو د پولیسو پلټنې په ناسم لوري بوځي.

د پلټنو له مخې، الیزابت جون راس د جولای په ۱۶مه له خپل استوګنځي څخه ورکه شوې وه. څو ورځې وروسته یې مړی د آتن د کیپسیلي په سیمه کې په یوه بکس کې وموندل شو. د امنیتي کامرو ویډیوګانې ښيي چې مشکوک د شپې مهال دغه بکس ورسره وړی او وروسته یې په یوه لرې سیمه کې پرېیښی و.

پولیس وايي، تورن په لومړیو کې ادعا کړې وه چې ښځه یې په اپارتمان کې مړه موندلې او یوازې یې د هغې مړی پټ کړی، خو د پلټنو له پرمختګ وروسته یې ومنله چې د مړي په لېږد او پټولو کې یې لاس درلود. چارواکو دا هم ویلي چې هغه له پېښې وروسته د قرباني له بانکي کارت څخه څو ځله پیسې ایستلې دي.

د یوناني رسنیو د راپورونو له مخې، شکمن ادعا کړې چې الیزابت جون راس یې ځکه وژلې چې ګواکې هغې غوښتل د ده ملګرې عیسویت ته راوبولي. خو د پولیسو په وینا، دا یوازې د تورن ادعا ده او تر اوسه د دې خبرې د ثابتولو لپاره کوم کره شواهد نه دي موندل شوي، له همدې امله د قتل اصلي انګېزه لا هم تر پلټنې لاندې ده.

د عدلي طب لومړنی راپور ښيي چې د مړینې احتمالي لامل د ساه بندېدل دي، خو د توکسیکولوژۍ او نورو لابراتواري معایناتو وروستۍ پایلې لا نه دي بشپړې شوې.

د یونان څارنوالۍ د مشکوک قاتل پر ضد د قصدي قتل، د مړي د پټولو، د غلا او د پلټنو د ګډوډولو په ګډون څو تورونه ثبت کړي او نوموړی به ډېر ژر محکمې ته وړاندې شي.

د پلټنو له مخې، شکمن د وژل شوې ښځې له ملفون څخه په استفادې د مقتولې ملګرو او حتي ځان ته د جعلي پیغامونو په لېږلو هڅه کړې وه چې ځان د یوه جهادي په توګه معرفي کړي، څو پولیس تېر باسي او له اصلي حقیقت څخه یې پام واړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...