تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۲ مه) د ترکمنستان چارواکو د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند (ټاپي) د ګازو نللیکې د پروژې د پرمختګ چارې وارزولې او د تېلو او طبیعي ګازو د تولید د پراختیا لپاره یې خپل راتلونکي لومړیتوبونه هم مشخص کړل.
د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، دا موضوع د اګست په درېیمه د ترکمنستان د تېلو دولتي شرکت ترکمننېبیت (Turkmennebit) له لوري د هېواد د نفتو او ګازو د سکتور د حکومتي غونډې په پای کې په خپره شوې خبرپاڼه کې یاده شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د لومړیو اوو میاشتو په ترڅ کې د تېلو او ګازو د سکتور په برخه کې شوي اجراات وارزول شول. په غونډه کې د ترکمننېبیت، ترکمنګاز، ترکمنجیولوجي او ټاپي پایپلاین شرکت (TAPI Pipeline Company Ltd.) مسوولانو، او همداراز د اړوندو ادارو او شرکتونو مشرانو خپل راپورونه وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د غونډې مهم تمرکز د سرحدآباد – هرات د ټاپي نللیکې د اصلي برخې پر جوړولو و، څو دا پروژه له نړیوالو معیارونو سره سمه بشپړه شي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د ټاپي شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده او ټاکل شوې ده چې د روان ۲۰۲۶ تر پایه پورې تر هرات ښاره پورې ورسول شي.
ګډونوالو د انرژۍ د سکتور د لا پراختیا پر لومړیتوبونو هم خبرې وکړې، چې پکې د نوو هایدروکاربوني زېرمو د موندلو لپاره د جیولوجیکي سروې او برمهکارۍ پراخول، د تېلو او طبیعي ګازو د تولید زیاتول او د استخراج شوو سرچینو د کیفیت ښه کول شامل وو.
ټاپي نللیکه شاوخوا ۱،۸۰۰ کیلومتره نللیکه ده، چې هر کال به تر ۳۳ میلیارده مکعب مترو پورې طبیعي ګاز د ترکمنستان د ګلکینیش له سترې ګازي زېرمې څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي.
عشقآباد دا پروژه د خپلو ګازو د صادراتو د متنوع کولو او د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره له مهمو ستراتیژیکو لارو څخه ګڼي.
د ټاپي پروژې د ګازو اصلي سرچینه د ګلکینیش ګازي ډګر دی، چې د نړۍ له سترو ګازي زېرمو څخه شمېرل کېږي او اټکل کېږي چې له ۲۷ ټریلیون مکعب مترو څخه ډېر ګاز ولري.
د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې ترکمنګاز او د چین CNPC شرکت د ګلکینیش د پراختیا څلورم پړاو پیل کړ. په دې پروژه کې د نویو تولیدي تاسیساتو جوړول او د څاګانو کیندل شامل دي، چې له مخې به یې هر کال تر ۱۰ میلیارده مکعب مترو پورې اضافي سوداګریز طبیعي ګاز تولید شي.
د جون میاشتې په پیل کې د هاروارډ پوهنتون د کینیډي ښوونځي بلفر مرکز په خپل تحلیلي راپور کې ویلي و چې د ټاپي پروژه یو ځل بیا د سیمهییزې انرژۍ د بحثونو مهمه برخه ګرځېدلې او د ترکمنستان د ګازو سرچینې د جنوبي اسیا له بازارونو سره د نښلولو لپاره د انرژۍ د لېږد یو منظم میکانېزم بلل کېږي.