Homeخبرونهجلفار فارما یوځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

جلفار فارما یوځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

تاند ( دوشنبه د زمري ـ اسد ۱۲مه) د متحده عربي اماراتو د درمل جوړونې شرکت جلفار فارما (PJSC) افغانستان کې د درملو له یوه کورني شرکت سره د همکارۍ او درملو د وېش تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه تړون ارزښت ۸۷ میلیونه امریکایي ډالر ښودل شوی دی.

د تړون له مخې، دواړه شرکتونه به افغانستان کې د طالبانو د حکومت او نافذه ملي او نړیوالو قوانینو په پام‌ کې نیولو سره په کور دننه درمل او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

جلفار فارما په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته د درملو صادرات پیل او په ۲۰۱۸ کال کې یې خپل فعالیت درولی و.

دغه شرکت به اوس د درملو له یاد کورني شرکت سره د نوي تړون له مخې یو ځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.

دا تړون په داسې حال کې شوی چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه – ورکړه ختمه شوې او هېواد د باکیفیته درملو له اړتیا سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...