Home+خودمحوري اوپر خپل شخصیت چورلیدل ناروغي ده که د ناسمو اخلاقو او...

خودمحوري اوپر خپل شخصیت چورلیدل ناروغي ده که د ناسمو اخلاقو او روزنې پایله؟

ډاکټر عیسی ستانکزی
د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲مه

په ارواپوهنه کې یوه اصطلاح ده چې په انګلیسي کې یې Self-focus بولي، په پښتو کې ښايي ورته ځان‌محوري نوم مناسب وي. یعنې هغه کسان چې یوازې پر ځان راڅرخي او په هر ډول بحث کې ځان، خپلې تجربې، خپل احساسات او خپل کارونه ورته مهم وي. دغه حالت په افغانانو، په تېره بیا په لوېدیځو هېوادونو کې مېشتو افغانانو کې، ډېر لیدل کېږي، چې له بده مرغه اصلي علتونه یې ډېر ځله نه معلومېږي.

له بده مرغه کله ناکله پر دغو کسانو د خودخواهۍ او ځان‌منمۍ ټاپه هم لګېږي، خو دا لازماً ځان‌غوښتنه او خودخواهي نه ده. هر انسان تر یوه حده خودخواهي لري، خو چې کله دغه چاره افراطي شي، نو د ارواپوهانو له نظره باید ورته پام وشي او له دغه کس سره مرسته وشي چې دغه کړۍ ماته کړي، ځکه ډېر ځله دا د ډیپرېشن او نورو ذهني ناروغیو پایله وي، چې د چلند په بدلولو سره یې درملنه کېدای شي.

څو مثالونه ممکن خبره روښانه کړي:

زه په یوه مجلس کې مخاطب ته وایم چې اوس د افغانانو وضعیت ډېر خراب دی؛ اقتصادي ستونزې، تعلیم، په کلیو کې حالات وګوره، او بیا مې د خپل کلي مثال ورکړ چې دا یو عمومي حالت دی، خو مقابل لوری وايي:

ما ډېره هڅه وکړه چې یو سیستم رامنځته کړم او په کلي کې دغه ستونزه ختمه کړم، خو ونه شوه، چا پرې نه ښودم.

بل مثال:

همدغه کس سره په بحث کې د ماشومانو د روزنې عمومي خبرې وې، دی وايي:

زه بیخي بل ډول چلند کوم له خپلو ماشومانو سره، دوی ته ډسپلین ورزده کوم او باید زما خبره واوري.

یا دا چې:

یوه مېرمن راغله او بلې ته وايي:

نن سخته نهیلې شوم… ډاکټر ته ورغلم او راته یې وویل چې د سینې سرطان لرې.

خورلڼه یې وايي:

اف، دا څه وايي؟

مېرمن:

خو له نېکه مرغه ډاکټر راته وویل چې په لومړي پړاو کې دی او علاج یې کېږي.

خورلڼه:

زما انا هم د سینې سرطان درلود او ډېره موده وشوه چې ما هم مموګرافي نه ده کړې، وارخطا دې کړم.

مېرمن:

زما د معالجې په هکله اوس ډاکټر وايي…

خورلڼه:

په خبرو کې ورلوېږي… زه باید همدا اوس ډاکټر ته وخت واخلم.

مېرمن غلې شوه.

دې مېرمنې په داسې یوه حالت کې دوست او ملګری غوښت، خو بل لوری یوازې د ځان فکر کوي. له همدې امله دغه کسان ورو ورو خپل ملګري له لاسه ورکوي او د ډیپرېشن دغه معیوبه کړۍ بیا بیا تکرارېږي.

بل مثال:

په یوه مجلس کې د افغانانو تر منځ په سیاسي بحث خبرې کېږي.

لومړی کس:

زموږ افغانان د خبرو اصولو ته پام نه کوي، په بحثونو کې خبره تر جنګونو رسېږي.

دویم کس:

زما بحث به دې نه وي اورېدلی؟ والله، زه خو ډېر زیات متوجه یم، دا باید هر کس زده کړي، ما په هر بحث کې ډېر زغم ښودلی دی.

لومړی کس:

په ټول کې، په ټولنیزو رسنیو کې دغه ستونزه ډېره ده.

دویم کس:

زه خو چې هر پوسټ کوم او یا هره خبره کوم، دغه کار ته پام کوم.

دغه ستونزه په کور دننه افغانانو په پرتله په بهر مېشتو کې زیاته ده. ارواپوهان په دې هکله یو عمده دلیل ډیپرېشن او ویره بولي.

تر یوه حده، ډېر ځله انسان د ځان مثالونه ورکوي، او دا طبیعي چاره هم ده چې خلک ځان مشهور کړي او یا پام ځانته جلب کړي، خو کله چې په لومړیو شیبو کې هر څه د ځان لور ته متوجه شول او مقابل لوری هېڅ نه اورې، نو ستونزه باید جدي وګڼل شي. دا بیا طبیعي چاره نه ده.

البته دغه کوچنۍ لیکنه د دغې پراخې ستونزې د پېژندلو لپاره کفایت نه کوي، ځکه چې د انسان شخصیت، روان، چلند، د ماغزو جوړښت، چاپېریال او کورنۍ ټول پر دغو مسئلو اغېز کوي.

د مثال په توګه، په ډېرو کورنیو کې، خصوصاً په افغاني فرهنګ کې، غالباً مشر اولادونه دغه ستونزه ممکن پیدا کړي، ځکه چې هغه ته له ماشومتوبه ډېره پاملرنه شوې وي. ډېری دغه کسان د توجه د جلبولو یو ډول افراطي انګېزه لري؛ که لږ هم له پامه وغورځول شي، ځانته یې توهین او بې‌قدري ښکاري.

لکه چې وویل شول، دا لوی بحث دی، په تېره بیا په لوېدیځ کې چې ځان‌ځاني ډېره ده او خلک په رفاه کې اوسي، نو نورو ته پاملرنه کمیږي.

فروید، چې تر اوسه پورې هم په ارواپوهنه کې پلویان لري، وايي چې هر انسان له یو ډول فردي نارسیسزم سره زېږي او دا چاره طبیعي بولي، ځکه چې انسان د بقا لپاره دغې غریزې ته اړتیا لري. البته د دې ځان‌منمۍ یوه برخه نورو ته په پاملرنه کې هم ده.

د مثال په توګه، که یوه ماشوم ته وګورئ، له دې چې مور او پلار ته اړ دی، نو خپلې ډېرې غوښتنې پرېږدي، خو چې د مور او پلار تر څنګ وي. حتی ډېر ځله نورو ته پاملرنه هم په حقیقت کې د ځان لپاره کوو؛ مثلاً که له یو چا سره مرسته کوو، د دې لپاره چې خدای پر موږ رحم وکړي.

په هر حال، یو شي ته باید پام وکړو چې نارسیسزم له دې حالت سره توپیر لري.

خودمحوره کسان هر څه ځانته اړوي او د پام جلبولو، ملاتړ او د ځان د تایید لپاره یوازې خپله خبره کوي. ډېری ارواپوهان یې علت په ډیپرېشن کې ویني.

کله چې سړی په ډیپرېشن اخته شي، لومړی پر ځان خپل باور له لاسه ورکوي، فکر کوي څوک یې نه ویني او ځانته ورته بېکاره کس معلومېږي، او داسې ښکاري چې په ټولنه کې منزوي دی. له بده مرغه دغه کسان په خپل چلند سره برعکس نتیجه اخلي، او دغه ملګري، د دې پر ځای چې دی درک او تایید کړي، ترې فاصله اخلي، او سړی نور هم منزوي او یوازې کېږي.

د ۱۹۷۰مو کلونو یوه نظریه هم دغه حالت ډیپرېشن بولي، ځکه چې په ډیپرېشن اخته کسان ډېر تایید او ملاتړ ته اړتیا لري، پر ځان یې باور کم وي، او ځکه خو هڅه کوي په هر څه کې ځان مطرح کړي او په لاشعوري توګه غواړي توجه جلب کړي، خو هر ځل کیسه بیا برعکس نتیجه ورکړي.

په دې څېړنه کې جیمز کانیون باور درلود چې هغه کسان چې په ډیپرېشن اخته وي، تل یو ډول بیړه او علاقه لري چې خپلې شخصي ستونزې په یو اړخیزه توګه بیان کړي. دغه کسان خودخواه او ځان‌غوښتونکي نه دي، بلکې ډیپرېشن یې نه پرېږدي چې د نورو ستونزې واوري، او ټول فکر او ذکر یې دا وي چې خپل ځان مطرح کړي.

په ډیپرېشن اخته کسان نهیلي، پر ځان بې‌باوره، خپه او یو ډول ویره لري. دغه چاره ډېر ځله د دوی د وس خبره هم نه وي او بیا بیا د خپلو ستونزو خبره کوي، یا هڅه کوي ملاتړ او ملګري پیدا کړي او ورته وښيي چې دی تر نورو غوره دی.

ډیپرېشن او په خپلو فکرونو کې ډوبو کسانو ته نړۍ ډېره محدوده ښکاري. د دوی ذهن په خپلو ستونزو او د ډیپرېشن په عوارضو کې دومره ډوب شي چې د نورو د لیدلو او اورېدو لپاره ورسره انرژي او ظرفیت نه پیدا کېږي.

له بده مرغه زموږ په هېواد کې د دغو ناروغانو لپاره هېڅ تشخیص او درملنه نشته، او دغه راز په ټولنه کې هم خلک ورته د خودخواه او ځان‌غوښتونکي په سترګه ګوري. ځکه چې د دوی دغه معیوبه کړۍ نوره هم پر ځان راتاوېږي او لا پسې سختېږي.

البته دغه کړۍ ماتېدلی شي. که تاسو دغسې یوه ستونزه لرئ، نو دغه کړۍ ماتولی شئ او په خپله خپل علاج کولی شئ.

یوازې پام وکړئ چې له نورو سره په خبرو کې څومره د ځان په هکله غږېدلي یاست، بیا دغه وخت له نورو بحث وړ موضوعاتو او یا د مقابل لوري په هکله د خبرو له وخت سره پرتله کړئ. که تاسو ډېر وخت اخیستی وي، نو بل ځل پام وکړئ. که څه هم سخت کار دی، خو شونی دی.

پام وکړئ چې ایا تاسو پوښتنه هم کوئ او مقابل لوري ته وخت ورکوئ چې خپل ځواب ووايي او خپل احساسات بیان کړي؟ دغه چاره اسانه نه ده، خو شونې ده او یوازې یوه موده لږ اضافي توجه او پاملرنه غواړي.

خصوصاً هغه کسان په دې ستونزه اخته کېږي چې خپل مقام او موقعیت یې له لاسه ورکړی وي، او یا ګوري چې په ټولنه کې هغسې شامل نه دي لکه نور.

تر ټولو مهمه خبره دلته تولید دی. هغه کسان چې یو څه تولیدوي او ټولنې ته یو څه ورکوي، دغه ستونزه یې کمه وي. تاسو به لږ لیکوالان او شاعران لیدلي وي چې دغه حالت ولري. البته په لیکوالانو کې نارسیسزم شته، چې دا بله کیسه ده.

که فکر کوئ چې دغه ستونزه لرئ، خو تاسو یې نه شئ قابو کولی، نو له ارواپوه سره خبرې وکړئ. په دې کې هېڅ د شرم خبره نه ده. که دغه ستونزه مو په یوه ملګري او یا د کورنۍ په غړي کې ولیده، مرسته ورسره وکړئ او ورپه زړه یې کړئ چې څنګه چلند وکړي.

د ډیپرېشن بحث او درملنه بېله موضوع ده چې دلته یې نه شم سپړلی، خو دغه ناسم کړچار، چې ډېر ځله له مجبورۍ وي، په پام او د چلند په بدلون سره له منځه تللی شي.

دا د انسان طبیعي او اساسي غوښتنه ده چې ولیدل شي، واورېدل شي او وهڅول شي. که یو څوک په دې برخه کې کمی ولري، که په هر عمر وي، ورو ورو په ځان‌محورۍ اخته کېږي، او ډېر ځله دغه حالت بېرته د ډیپرېشن سبب کېږي.

البته که دغه چاره شخصیتي ځانګړنه هم وي، په پاملرنې سره اصلاح کېدای شي. ځینې وخت خبره د روزنې وي، ځکه دغسې یو کس نه وي زده کړي چې څنګه ډیالوګ او دوه اړخیزې خبرې وکړي. اورېدل، پوښتنه کول او نورو ته د خبرو وخت ورکول د ډیالوګ برخه ده.

نارسیست کسان ډېر مغرور بلل کېږي، خو ځان‌محوره کسان داسې نه وي. دوی رحم او عاطفه هم د یوې وسیلې په توګه کاروي، څو دوی ته ډېر پام وشي.

البته دا امکان هم شته چې په یو کس کې دواړه حالتونه موجود وي.

په هر حال، په دغه لنډ مطلب کې ټولې مسئلې نه شم بیانولی، خو نتیجه به دا واخلو چې موږ ټول باید پام وکړو، له ټولنیز پلوه دغه مسئلې زده کړو او خپلو ماشومانو ته یې هم وروښیو. او هغه کسان چې دغه ستونزه لري، لطفاً لارښوونه ورته وکړئ او د یوه ناروغ په سترګه ورته وګورئ.

تر ټولو مهمه دا چې که د ډیپرېشن له امله وي، ممکن ځان او شاوخوا کسانو ته هم ستونزې پیدا کړي.

درنښت او روغه سټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...