تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۲ مه) د خیبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ یو شمېر سوداګرو، مزدورانو، د ټرانسپورټ چلوونکو او سیاسي فعالانو د یکشنبې په ورځ د تورخم د لارې د تړل کېدو پر ضد احتجاجي غونډه وکړه او له پاکستاني حکومت څخه یې د دې مهمې سوداګریزې لارې د ژر پرانیستې غوښتنه وکړه.
اعتراض کوونکو وویل، د تورخم بندېدا نه یوازې دا چې د پاکستان ادعا شوې امنیتي موخې نه دي پوره کړې، بلکې د سرحدي سیمو اقتصادي وضعیت یې سخت زیانمن کړی، بېکاري یې زیاته کړې او د ناامنۍ د پراخېدو سبب شوې ده.
د دوی په وینا، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتو له امله نژدې لس میاشتې کېږي چې د تورخم دروازه د سوداګرۍ او عادي مسافرو پر مخ تړلې ده. په دې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز فعالیتونه او د خلکو تګ راتګ په ټپه درېدلی دی.
اوس یوازې هغه افغان کډوال چې له پاکستانه ایستل کېږي، د تورخم له لارې د تګ اجازه لري، خو سوداګر، باروړونکي موټر او نور مسافر لا هم د دې لارې د کارولو اجازه نه لري.
ځايي رسنیو د اعتراض کوونکو له قوله راپور ورکړی چې د سوداګرۍ درېدلو د سرحدي سیمو اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي او زرګونه موټرچلوونکي، کارګران، دوکانداران او د کوچنیو کاروبارونو خاوندان یې بې روزګاره کړي دي.
اعتراض کوونکو زیاته کړه، د تورخم دوامداره بندېدا د خیبرپښتونخوا د صنعتونو پر فعالیتونو هم منفي اغېز کړی او پاکستان یې د ګمرکي عوایدو له میلیاردونو روپیو بېبرخې کړی دی. د هغوی په وینا، د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سره د پاکستان سوداګري هم په ټپه درېدلې ده.
د احتجاج ګډونوالو له پاکستاني حکومت وغوښتل چې د تورخم په اړه خپله تګلاره بدله کړي، ټولې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي، د خلکو تګ راتګ او سوداګري عادي حالت ته راولي او د سرحدي سیمو د خلکو د ژوند او اقتصاد د ښه کېدو لپاره بېړني عملي ګامونه پورته کړي.
معترضانو خبرداری ورکړ، که د تورخم دروازه ژر پرانېستل نه شي، نو دوی به د پاکستان–افغانستان لویه لار وتړي او تر هغه به پرلت ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې ومنل شي.