Homeخبرونهپاکستان: د انګور اډې په سیمه کې مو پر افغان طالبانو د...

پاکستان: د انګور اډې په سیمه کې مو پر افغان طالبانو د بریدونو ځواب ورکړی

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) د پاکستان پوځ ادعا کړې چې افغان امنیتي ځواکونو د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د پاکستان پر پوځي پوستو بې‌دلیله ډزې کړې دي، چې په ځواب کې یې د پاکستان پوځ بریدونه کړي دي.

پاکستاني رسنیو ته پوځي سرچینو ویلي، افغان ځواکونو په افغانستان کې له سرحدي پوستو د پاکستان د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي.

سرچینو ویلي، پاکستاني امنیتي ځواکونو په ځواب کې سمدستي عملیات پیل کړي او د توپونو په ګډون یې په سپکو او درنو وسلو د افغان طالبانو څو سرحدي پوستې، د هاوانونو ځایونه او دفاعي تاسیسات په نښه کړي دي.

د پاکستاني سرچینو په ادعا، د پاکستاني ځواکونو سختو ځوابي بریدونو افغان طالبان اړ کړي چې خپلې پوستې پرېږدي او وتښتي.

سرچینو زیاته کړې چې پاکستاني امنیتي ځواکونه لا هم د سرحدي سیمو بشپړ کنټرول لري او د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې چمتو دي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې افغان لوري څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کلتوري رغونه او پرمختیا | رحمت ځواکمن

کلتور د یوې ټولنې د هویت، تاریخي حافظې، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند مهم بنسټ دی. خو کلتور یوه ثابته او نه بدلېدونکې پدیده...