۴۷مه برخه
په افغانستان کې د لوږې څونامي نه یوازې غلې شوې نه ده، بلکې د بېلابېلو دلایلو او عواملو له مخې نور هم ورځ تربلې مرگونې کېـږي. په نویو راپورونو کې راغلي دي چې: «افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي»
نور خبرونه هم دې ته ورته ډېرخواشینونکي دي، یوازې سرلیکونه یې چې ولیدل شي، په لږڅهپوه خلک پوهېـږي چې خبره څومره خرابه ده او د څومره خلکو ژوند او راتلونکې له خطرونو سره مخ دی. دا د څو همداسې ورستیوخبرونو سرلیکونه دي:
ــ بيبيسي پښتو:
له سختولارو او شګلنو دښتو او له خطرونوډکو لار څخه د تېریدو پرمهال له تلونکو ځوانانو څخه ژوند اخیستی،
ــ بيبيسي پښتو:
افغانستان کې بېوزلي: وچه ډوډۍ، لس بچیان ورسره د یوه بېوزلي پلار ژوند،
ــ تاند:
تقریباً پنځه «میلیونه افغان میندې او ماشومان د تغذیې مرستو ته اړتیا لري»،
ــ کټواز مهالنۍ:
په کندهار کې اته کلنه نجلۍ د لوږې له امله مړه شوې؛ یونیسف: ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي،
ــ تاند:
م.م: د بودجې کموالی په افغانستان کې د خوارځواکۍ د ملاتړ پروګرامونه له خطر سره مخامخوي،
ــ تاند:
اوچا: اړمنې افغان کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له سختو انتخابونو سره مخ دي،
ــ تاند:
افغانستان کې له ۲۲ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري،
ــ تاند:
افغانستان لپاره د بشري مرستو بودیجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې،
ــ بيبيسي پښتو:
ملګري ملتونه: د مرستو کمښت میلیونونه افغانان له خطر سره مخ کوي،
ــ تاند:
ډبلیو اف پي: په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخ دی
ــ تاند:
افغانستان کې له ۴.۷ میلیون زیات ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له امله بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري…
ترڅو به د لوږې د څونامي د بېلابېلو تاثیرتو او پایلو خبرونه راځي، موږ به وای وای او افسوس کوو او نور هېڅ؟ افغانان د رنگارنگبلاوو په منځ کې راگیر دی، د دې چاره باید وکړای شي.
د ملگروملتونو د خوړونړیوالې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې «… د سیمې بېثباتۍ، د سرحدونو بندېدو او اوږدې بدیلې ترانسپورتي لارې افغانستان ته د خوراکي مرستو رسول ډېر پېچلي کړي دي.»
د ایران ــ امریکا ــ اسرایل جگړې و ښوده چې که سوله هم وشي، د هورموز تنگي د بندیدو په وجه کرنیز اړین مواد هم بند و او د کال په پای کې د کرنیزو محصولاتو ضرر او کمی ډېر خلک له لوږې سره مخ کړي. ملگريملتونه وایي چې: د منځي ختیځ جگړې په میلیونونو کسان له لوږې سره مخکړي دي.
د داسې خنډونو د پېښېدلو په وجه مرستندویان نه شي کولای په زرگونو اړمنو افغانانو ته اړین خوراکي توکي ورسوي. جگړې، اقتصادي ستونزې، وچکالي، د اقلیم بدلون، بېکاري او د گڼشمیر کډوالو راستنېدنه د لوږي څونامي د قوي کېدو عمده لاملونه یادېدلای شي.
اوتومبایوا په خپلو تازه څرگندونو کې اشاره کړې ده چې په افغانستان کې څنگه څو ستونزې په یوځای د یوه لوی وژونکي توپان د رامنځته کولو مقدمات جوړوي:
«د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې افغانستان– د ښځو او لږکیو پر ضد د لا ژورو محدودیتونو، د مرستو د پرې کېدو، د اقتصادي ستونزو، اقلیمي ناورینونو او د کډوالو د ډلهییزو ستنېدنو له امله – چې میلیونونه خلک د لا زیاتې بېوزلۍ پر لور د ټېل وهي- له “ستر طوفان” یا “کامل کړکېچ” سره مخامخ دی.»
په کندو کې هېڅ نهلرو، خو د نفوسوشمېر مو مخ په بره روان دی. ملګري ملتونه وایي؛ د افغانستان نفوس به د ۲۰۲۶ تر پایه ۴۸ نیم میلیونو ته ورسېـږي
بله ستونزه دا ده چې د عاید، تعلیم او د ژوند منابع ټول تړلي دي او د هېواد نفوس په زیاتېدو دی. له گاونډیو او لرې هېوادونو څخه په ناڅاپي ډول د ډېرشمېر افغانانو بېرتهراتگ هم د خلکو پر اقتصادي ستونزو اغیز کړی دی.
د افغانستان ترټولو ښومسلمانو(؟) هېوادونو (ایران ــ پاکستان) په تېرو دوولسو میاشتو کې تر درې میلیونو ډېر افغانان د نړیوالو منل شوو قوانینو خلاف په زور افغانستان ته ستانه کړي دي. دې کار په افغانستان کې له پخوا شته اقتصادي او بشري بحران نور هم گړندی او ژور کړی دی.
اوس لیدل کېـږي چې د ملیونونو هېوادوالو بېرته راتگ د خوراکيتوکو پر بیو او د خلکو پر عوایدو منفي اغیز کړی دی؛ چې دا هم په افغانستان کې د لوږې څونامي د څپو د لامرگوني کېدو سره مرسته کړې ده.
پر افغانستان باندې د لوږې څونامي څپو داسې چمونه کړي چې اوس د څو روپیو په بدل کې ځوانان د مرگ غېـږې ته ځان سپاري. کور دننه مې د جنگیالیو گروپونو لیکو ته د بېکاره ځوانانو جذب اورېدلی و، خو اوس د افغان بیکاره ځوانانو له ډلو نه بهرنیو جگړو ته هم زموږ ځوانان لېـږل کېـږي. د زاویه نیوز په یوه نوي راپور کې داسې راغلي دي:
«ترلاسه شوي اسناد ښيي، چې په خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې سياحتي شرکتونو په لوړ قېمت روسيې ته د افغان ځوانانو د استولو لړۍ پيل کړې ده.
دغو ځوانانو ته د روسيې سياسي ويزې اخيستل کېږي او ورسره ليک ليکل کېږي، چې د روسي کمپنیو لخوا ورکول کېدونکی معاش به معرفي کېدونکو کسانو/ شرکتونو سره نيمايي کوي.
زاويه نيوز ته د رسېدلو اسنادو پر اساس، استول کېدونکي کسان ژمنه کوي چې د پيسو د سرچينو په اړه به څه نه وايي او د روسيې د حکومت لخوا د تشويق په نوم ورکول کېدونکې پيسې به هغو کسانو ته چې دوی دغو ويزو ته معرفي کوي، سپاري.
په يوه ليک کې واضح شوي، چې د روسيې حکومت دغو کسانو ته د مياشتې ۲۵۰ زره روبله معاش ورکوي.
په دې اقرار خط کې ليکل شوي، چې روسيې ته له رسېدو وروسته قراردادي شخص ته د کار د شرايطو، ځای او وخت د ټاکلو اختیار له روسي حکومت سره دی: «د شخص د غوښتلو پر مهال ورکول کېدونکي امتيازات د معرفي کوونکي حق دی.»
په مسکو کې يو افغان ځوان د نوم نه ښودو په شرط د دغې پروسې جزييات له زاويه نيوز سره شريک کړل او په وينا يې: «دغو افغان ځوانانو ته دوه نيمې مياشتې نظامي روزنه ورکول کېږي. له ۲۵۰ تر ۳۵۰ زرو روسي روبلو پورې معاش ورته ټاکل کېږي. دوه مياشتې وروسته يې روسيه له اوکراين سره د جګړې لپاره سرحدي سيمو ته استوي. قرارداد داسې دی، چې له شپږو يا تر دې زیاتو مياشتو جګړې وروسته بيا په مياشت کې د څلور ميليونه روبله معاش، کور او د کورنۍ غړو ته روسي د پاسپورټ ورکولو تعهد ورکول کېږي. خو له دې جګړې تر اوسه هېڅوک ژوندي بېرته ندي ستانه شوي او ژوندي ګرځېدل هېڅ امکان هم نلري.»
په خوست او ګڼو نورو ولايتونو کې اوس د سياسي چېنلونو له لارې سياحتي شرکتونو د دغو سياسي ويزو لينکونه پيدا کړي او بې روزګاره افغان ځوانان ورته جذبوي.»
دا هرڅه د لوږې له لاسه کېـږي چې د هېواد ځوانان مو بهر ته د کار موندلو په غرض پر داسې مرگونو لارو باندې سفرونه کوي چې رسک یې بېاندازې ډېر دی. ښه بېلگه یې د نیمروز شگلنو دښتو کې د گڼشمېر زلمیانو مړه کېدل دي.
د لوږېڅونامي د مقالو د لړۍ په ډېربرخو کې ما ویلي او لیکلې دي چې د لوږې څونامي مخنیوی د خیراتونو د ورکړې په وسیله نهشي کېدای، باید خلکو، په تېره ځوانانو ته د کار زمینه مساعده شي.
په افغانستان کې د لوږېڅوناميځپلو خلکو غوښتنه د خلکو په درد ـ دردمنشاعر ښاغلي عبدالوهاب باور داسې انځور کړې ده:
مئینان نـه دي چې یې یـار پسې زاره وچاوده
دا قام نهـر دی ددوئ کـار پسـې زاره وچـاوده
ستوري ترې نه غواړو بس غواړو ترې نظر د انسان
زمـوږه داسـې یـو سـرکـار پسې زاره وچـاوده
خلک مرغـیـو تـه غنم شـیندي چې وږې نشي
زمـا د وږي ولس جـوار پـسې زاره وچـاوده
دلته د هر یـو مسلکي پـر ځـای قـاري تعین شي
د دې وګـړو اهــل کـار پســې زاره وچــاوده
څوک چې د وېرې نه لایک نۀ کوي نو بلاک مې دې کړي
زمـا یـاغـي بـاغـي دلــدار پـســې زاره وچـاوده
دنیا دوزخ شـي خـود کشي شي ابـدي جهـنـم
بـاوره ځـکـه خـو یـې دار پسې زاره وچاوده