Homeخبرونهحنان بلخي: افغانستان کې له ۲۲ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته...

حنان بلخي: افغانستان کې له ۲۲ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۷مه) د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسه «حنان بلخي» وایي چې، د بودجې د کمښت له امله د سږ کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي.

بلخي زیاته کړې چې،لا هم په افغانستان کې ۱۴٫۴ میلیون خلک روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

نوموړې په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړ دي او د روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې باید نړیوال ملاتړ زیات شي.

حنان بلخي اندېښنه څرګنده کړې چې اوسمهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې افغانستان ته د سفر پرمهال د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره ناستې هم کړې او د نړیوالو مرستو ډاډ یې ورکړی دی.

د یادونې ده چې تر دې مخکې یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بېوزلۍ پر زیاتېدو او بشري وضعیت د خرابېدو له امله اندېښنه ښودلې وه.

افغانستان کې د بېوزلۍ ستر لاملونه وروستي سیاسي بدلونونه، بې‌روزګاري او نور مسایل بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...