Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت د «ډي‌اېن‌ای» چټکې پېژندنې سیستم فعال کړ

کورنیو چارو وزارت د «ډي‌اېن‌ای» چټکې پېژندنې سیستم فعال کړ

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت دکورنیو چارو وزارت د جنايي تخنیک ریاست د بیولوژیکي لابراتوار او ډي‌اېن‌ای په مدیریت کې د لومړي ځل لپاره د ډي‌اېن‌ای چټکې پېژندنې سیسټم فعال کړ.

د دغه سیسټم د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د حکومت لوړو پوړو چارواکو ګډون درلود.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ډي‌اېن‌ای چټکې پېژندنې سیسټم به د جرمونو په کشف کې د دقت په لوړولو، د مجرمینو په پېژندنه، د بې‌ګناه کسانو پر ملاتړ او عدلي او قضايي بنسټونو ته د علمي او باوري شواهدو پر وړاندې کولو د هېواد د تخنیکي وړتیاوو په لوړولو او د عدالت د خوندیتابه بهیر پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د دغه سیسټم فعالېدل د جنايي څېړنو د بهیر د عصري کولو او د جرمونو پر وړاندې په مبارزه کې د نوې ټکنالوژۍ د کارونې پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

کارپوهان وایي، که دا سیستم په رښتیا د نړیوالو معیارونو، شفافیت او قانوني څار لاندې وکارول شي، د جرمونو په کشف او د بې‌ګناه خلکو په خوندي کولو کې ګټور تمامېدلی شي.

دوی ټینګار کوي چې، د خلکو د شخصي معلوماتو ساتنه، د ډي‌اېن‌ای د معلوماتو محرمیت او د ناوړه استفادې مخنیوی هم باید جدي تضمین شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...