Homeخبرونهټرمپ: له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی، ایران امریکا د اوربند...

ټرمپ: له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی، ایران امریکا د اوربند په سرعړولو تورنه کړه

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (چهارشنبې په ورځ د سرطان ۱۷مه) په ترکیه کې وویل چې د وروستیو پوځي بریدونو له تبادلې وروسته له ایران سره د اوربند او تفاهم هوکړه پای ته رسېدلې او دی نور له تهران سره تعامل ته لېوالتیا نه لري.

د این بي سي نیوز د راپور له مخې، ټرمپ د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره تر لیدو مخکې، چې د ناټو د غونډې په څنډه کې ترسره کېده، د خبریالانو دې پوښتنې ته چې ایا له وروستیو بریدونو وروسته له ایران سره اوربند او تفاهم پای ته رسېدلی، وویل: «زما په اند دا هوکړه نوره نه شته.»

د امریکا ولسمشر د ایران پر چارواکو لفظي برید هم وکړ او هغوی یې «شریر او بد خلک» وبلل.

ټرمپ زیاته کړه چې له امریکايي مذاکره کوونکو سره به خبرې وکړي، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له تهران سره به خبرې اترې بېرته پیل شي، وویل دا موضوع ورته هېڅ اهمیت نه لري او له هغو سره خبرې یې «د وخت ضایع کول» وبلل. هغه همداراز ایراني چارواکي په دروغ ویلو تورن کړل.

نوموړي خبریالانو ته وویل: «هغوی (امریکايي مذاکره کوونکي) کولی شي خبرې وکړي، خو زما په اند یوازې خپل وخت ضایع کوي.»

ټرمپ د امریکا د تېرې شپې د بریدونو په اړه وویل چې امریکايي ځواکونو په ایران کې ټاکلي هدفونه «په ډېر ځواک» په نښه کړي دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه د هغو توغندويي بریدونو په غبرګون کې وشول چې د بېړیو لور شوي وو، او د بریدونو شدت «له ۲۰ تر ۱۲۰ برابره» زیات و.

ده د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو ته په اشارې وویل: «موږ ورته وویل چې لاړ شئ او د ماتم مراسم ترسره کړئ، خو هغوی پرون د دې پر ځای پر کښتیو د توغندیو ویشتل پیل کړل.»

د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران له لوري په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو تر بریدونو وروسته، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په ایران کې «له ۸۰ څخه زیات» هدفونه په نښه کړل.

ویل کېږي چې سپاه پاسداران هم په غبرګون کې پر کویت او بحرین نوي بریدونه پیل کړي دي.

ایران وايي، امریکا د اوربند او هوکړې سرغړونه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت امریکا د جګړې د درولو د تفاهم‌لیک په سرغړونه تورنه کړه او ویې ویل چې پر ایران د امریکا د بریدونو تکرار، د ایران د تېلو د پلور د جواز لغوه کول، د هرمز تنګي په اړه د تفاهم له مادو سرغړونه او په لبنان کې د پوځي بریدونو دوام، د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم‌لیک مهمې او اساسي برخې بې‌اغېزې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۱۷مه) په خپره کړې اعلامیه کې د امریکا اقدامات «پوځي تېری» بللي او ویلي یې دي چې دا کار د ملګرو ملتونو د منشور او د تفاهم‌لیک د پوځي عملیاتو د بندولو له مادې سره په ټکر کې دی.

د راپورونو له مخې، د چهارشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې امریکايي ځواکونو د ایران د جنوبي سواحلو د څارنې او کنټرول پر څو مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...