Homeخبرونهد شاپور ځدراڼ جنازه له هند څخه کابل ته راورسېده

د شاپور ځدراڼ جنازه له هند څخه کابل ته راورسېده

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۷مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري او پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ جنازه نن «چهارشنبه، چنګاښ ۱۷مه» مازدیګر څلور بجې له هنده کابل ته راورسېده.

د کرکټ د ملي لوبډلې ګڼ شمېر اوسني او پخواني لوبغاړي په کابل هوايي ډګر کې د شاپور ځدراڼ جنازې ته په تمه وو.

ټاکل شوې د نوموړي جنازه سبا لس بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا او وروسته په «مرنجان» تپه کې خاورو ته وسپارل شي.

باید وویل شي چې شاپور ځدراڼ له تېرو څو میاشتو راهیسې د هند په یوه روغتون کې بستر و او تېره شپه یې د ورپېښې ناروغې له امله ساه ورکړه.

د شاپور په مړینې د کرکټ د نړېوالې شورا مشر جې شاه په ګډون بېلابېلو نړیوالو لوبغاړو خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

ټولو شاپور ځدران د افغانستان د کرکټ لپاره یوه لویه ضایع بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله | زمری محقق

دواړه غارونه د نړۍ له مشهورو تاریخي غارونوله جملې څخه دي، خو د جوړېدو، تاریخي ارزښت او کارونې له پلوه ډېر توپیر سره لري.  :Shamsher...