تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د پاکستان أوخ نن وویل، په بلوچستان کې د تېرو څلورو ورځو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ په نښتو کې ۴۲ امنیتي ځواکونه او ۵۴ وسلهوال وژل شوي دي. نوموړي همداراز ادعا وکړه چې افغان طالبان وسلهوالو د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.
په بلوچستان کې اکثره بریدونه د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډله، د بلوچستان د ازادۍ پوځ کوي چې له ډېرو کلونو راهیسي د خپلواک بلوچستان لپاره هلې ځلې کوي.
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چوهدري، په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېرو څلورو ورځو کې په بلوچستان او کراچۍ کې درې ستر بریدونه شوي دي. د هغه په وینا، د کراچۍ پر رینجر ځواکونو د برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر غاړه دی.
هغه ادعا وکړه چې په دې برید کې څلور بریدګر ښکېل وو، چې درې تنه یې د افغانستان اتباع وو.
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې هم افغان طالبان د پاکستان د وسلهوالو مخالفو ډلو په ملاتړ تورن کړي، خو طالبانو دا ادعاوې په ځلونو رد کړې دي.
د احمد شریف چوهدري په وینا، لومړنی برید د شنبې په ماښام، د سرطان په ۱۳مه، د بلوچستان په «ببرائي» سیمه کې شوی و. هغه ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان غړو پر ځایي خلکو برید کړی و، چې په ورپسې نښته کې څلور وسلهوال ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، دوهم برید د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۱۵مه، د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د پولیسو پر یوې پوستې وشو. پوځ ویلي چې په دې برید کې ۹ پاکستاني پولیس او ۱۵ وسلهوال وژل شوي دي.
چوهدري زیاته کړه، بریدګرو د شاتګ پر مهال ۱۸ سیمهییز پولیس یرغمل کړل او وروسته له هغې چې د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شول، ټول یرغمل شوي پولیس یې ووژل. د هغه په وینا، په ورپسې عملیاتو کې ۲۷ پولیس او ۲۶ وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند وویل، درېیم برید د چهارشنبې په ورځ، د سرطان په ۱۷مه، د بلوچستان د بیلا بندر په سیمه کې وشو، چې د ده په وینا، د بلوچ ازادۍ پوځ (BLA) غړو د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ. نوموړي وویل، په دې پېښه کې ۱۱ پاکستاني سرتېري او ۱۴ وسلهوال وژل شوي دي.
چوهدري همداراز ادعا وکړه چې په کراچۍ، بلوچستان او نورو سیمو کې وروستي بریدونه جلا جلا پېښې نه دي، بلکې د یوې همغږې شبکې او ګډې قوماندې برخه دي.
هغه د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د پالیسۍ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې وسلهوالې ډلې د دې پالیسۍ مخالفت ځکه کوي، چې د دوی د ملاتړ شبکې به ورسره کمزورې شي.
د پاکستان د پوځ ویندوی د هغو چاودنو یادونه ونه کړه چې په وروستیو دوو ورځو کې د بلوچستان په څو سیمو کې شوي او پاکستان رسنیو یې راپورونه خپاره کړي دي.
په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسي چاودنې، وسله والې نښتې، ډله ییز جنسي تېري او منظم جنایتونه دوام لري او داسي ښکاري چې لمن یې د پاکستان ټولو سیمو ته خپره شوې ده.
په وروستیو څو ورو کې په پنجاب کې د یوې بهرنۍ ښځې په شمول پر څو ښځو د ډله ییزو جنسي تېریو راپورونه ورکړل شوي دي.