Homeخبرونهبرهم صالح: ۲۰۲۳ز کال راهیسې له ۶میلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته...

برهم صالح: ۲۰۲۳ز کال راهیسې له ۶میلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۷مه) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح  ویلي، چې د ۲۰۲۳ز کال راپدېخوا له شپږ میلیون ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دی.

هغه وایي د راغلو کډوالو راستنېدنه یوازې په بشري مرستو نه حلېږي، بلکې پراخ او پرله‌پسې ملاتړ ته اړتیا لري.

برهم صالح، چې اوسمهال د افغانستان پر سفر بوخت دی؛ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې ده او الکسانډر ډي کرو له راستنېدونکو، کوربه ټولنو، ښځو او نجونو سره ولیدل او د افغانستان د خلکو ستونزې او زغم ګوري.

هغه ویلي، چې د افغانستان د راتلونکي بیارغونه ثبات، د ټولو وګړو ګډون او د هېواد د ټولو ظرفیتونو کارونې ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ښځو او نجونو ته د فرصتونو برابرول نه یوازې د هغو بنسټیز حق دی، بلکې د ثبات، هوساینې، د بېوزلۍ د کمښت او د افراطیت د مخنیوي لپاره هم مهم رول لري.

د کډوالو عالي کمیشنر له نړیوالې ټولنې وغوښتل؛ د بشري مرستو ترڅنګ د راستنېدونکو د ملاتړ، د کار او عاید د فرصتونو، بنسټیزو خدمتونو او پرله‌پسې پراختیا په برخو کې هم پانګونه وکړي، چې راستنېدونکي وکولی شي خپل ژوند بېرته ورغوي او د افغانستان په راتلونکي ثبات کې ونډه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...