د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد، د هغه د کورنۍ له غړو څخه د ۹ میلیونه یورو په بدل کې اخیستي دي. په دغو اسنادو کې د نوموړي د مشهورو ناولونو «پردی» (L’Étranger) او «لومړی انسان» (Le Premier Homme) په لاس کښل شوې اصلي نسخې هم شاملې دي. دا اسناد د کامو له مړینې ۶۶ کاله وروسته د فرانسې د ملي میراث برخه ګرځېدلي او د Bibliothèque nationale de France په زېرمو کې به وساتل شي.
پېرل شوې ټولګه د ناولونو او ډرامو مسودې، د یاداشت کتابچې، د تیاتر د لارښوونې لیکنې، شخصي لیکونه او ورځنۍ یادښتونه رانغاړي.
د فرانسې د کلتور وزیرې، کاترین پِگار Catherine Pégard، د فرانسې ملي کتابتون ته د دې ټولګې د سپارلو پر مهال ووبل چې دا د ادبي میراث په برخه کې د فرانسې د دولت تر ټولو مهمه پېرودنه ده.
د” البرت کامو “په کیسه کې د پوچوالي انعکاس/عبدالوکیل سوله مل
تر دې وړاندې، د فرانسې ملي کتابتون یوازې د کامو د مشهور ناول The Plague («طاعون») په لاس کښل شوې اصلي نسخه درلوده، چې په ۱۹۸۳ کال کې د هغه کورنۍ ور ډالۍ کړې وه. همداراز د کامو او فرانسوي شاعر رنې شاز René Char ترمنځ تبادله شوي لیکونه هم پکې ساتل کېدل.
نوي اثار په ۲۶۰ بکسونو یا کارتنونو دي او ټول هغه اسناد پکې شامل دي چې تر اوسه د کامو له مېرمنې او اولادونو سره پاتې وو.
تر ټولو زوړ سند
په دې ټولګه کې تر ټولو زوړ سند د ۱۹۳۵ کال دی، هغه مهال چې کامو یوازې شل کلن و. هغه د یادداشت په کتابچه کې لیکلي:
«هغه څه چې غواړم له رومانتیکو احساساتو پرته یې ووایم دا دي چې انسان کولای شي د هغې بېوزلۍ نوستالژي ولري چې له لاسه یې ورکړې ده. یعني د بېوزلۍ څو کلونه د انسان د حساسیت د جوړېدو لپاره بسنه کوي.»
دا لیکنه په «ژوپیتر» نومې کتابچه کې ثبت شوې، چې د وخت په تېرېدو زړه شوې، خوړینه شوې او اوس یې ساتنه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
د «پردي» ناول اصلي مسوده
د دې ټولګې تر ټولو په ارزښتناکو اسنادو کې د «پردي» ناول په لاس کښل شوې مسوده ده. کامو د ناول لومړنۍ او مشهوره جمله په ژېړ رنګه کاغذ او شین رنګ لیکلې وه:
«نن مې مور مړه شوه.»
پر دې مسودې د ۱۹۴۰ کال د مې میاشتې نېټه لیکل شوې ده.
د مقاومت غورځنګ جعلي تذکره
په دې اسنادو کې د کامو یوه جعلي تذکره هم شامله ده، چې د World War II په ترڅ کې د فرانسې د مقاومت په غورځنګ کې د هغه د فعالیت لپاره کارول کېده.
په دې کارت کې د کامو اصلي عکس لګېدلی، خو نوم یې «البر ماته» ثبت شوی او د زېږېدو ځای یې د الجزایر پر ځای د فرانسې یو ښار ښودل شوی دی.

د دغو اسنادو اهمیت
دا ټولګه ارزانه نه ده پېودل شوې. د ۹ میلیون یورو لګښت د فرانسې د لوکس توکو جوړوونکي شرکت ارامس Hermès او یوه فرانسوي بانک په غاړه اخیستی دی.
د فرانسې ملي کتابتون چارواکي وايي چې دولت په یوازې توګه د دې لګښت د برابرولو توان نه درلود او څو میاشتې وخت ولګېد څو خصوصي ملاتړي وموندل شي.
پوهان باور لري چې د کامو د اثارو ارزښت نن هم کم شوی نه دی. هغه د «پوچتیا» (Absurdism) مفکورې او د افراطي ایډیالوژیو د نقد له لارې د تاوتریخوالي پر ضد دریځ خپل کړی و او د فردي مسوولیت او انساني همغږۍ پر بنسټ یې انسانپالنه وړاندې کړې وه.
د څېړونکو په اند، نننۍ نړۍ چې لا هم له افراطیت او بېباورۍ سره مخامخ ده، د کامو اثار خلک د متوازن فکر، پوهاوي او مسوولیت منلو ته رابولي.
ټاکل شوې ده چې د دغو اسنادو یوه برخه د ۲۰۲۷ کال په مارچ میاشت کې، د کامو د نوبل جایزې د ترلاسه کولو د اویا کلنۍ په مناسبت په یوه ځانګړي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
د فرانسې ملي کتابتون مشر، ژیل پکو Gilles Pécout، ویلي چې ټول اسناد به ډیجیټلي شي، څو د انټرنېټ له لارې د نړۍ د خلکو لپاره هم د لاسرسي وړ وي.