Homeخبرونهکرکټ بورډ: د شاپورځدران مړی به د کابل په نادرخان غونډۍ کې...

کرکټ بورډ: د شاپورځدران مړی به د کابل په نادرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۷مه) افغان کرکټ بورډ تازه رسنیو ته ویلي، په پام کې ده چې د کرکټ د پخواني ملي لوبغاړي، شاپور ځدراڼ جنازه سبا (پنجشنبه) سهار ۱۰ بجې په عیدګاه جومات کې ادا شي.

کرېکټ بورډ زیاته کړې چې، د جنازې له ادا کېدو وروسته به هغه د کابل په نادرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

تازه د مرحوم شاپور ځدراڼ ورور غمي ځدران ویلي چې، نن مازیګر به یې د ورور مړی د کابل په وخت شاوخوا ۴نیمې بجې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته راولېږدول شي.

کرکټ بورډ د شاپور ځدران کورنۍ سره د خواخوږۍ په پآر په خوست کې د کرکټ روانې شپږیزې سیالۍ دوه ورځې وځنډولې.

نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه به د شپږیزې سیالۍ نه وي او وروسته به بیا پيل شي.

شاپور ځدران چې، له څه مودې راهیسې د ناروغۍ پر بستر پروت وو او هند کې تر درملنې لاندې وو، وړمه شپه ومړ.

د هغه مړینه په کور د ننه او د باندې کرکټ پالونکي اغېزمن کړي او دوی پرې سخته خواشینې ښودلې ده.

ګڼو د شاپور ځدراڼ مړینه د افغان کرکټ لپاره لویه ضایع بللې ده.

په کور د ننه  د ملي لوبغاړو ترڅنګ د ګڼو هیوادونو د کرکټ ملي لوبغاړو د شاپور ځدران پر مړینه خواشینې ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...