Homeخبرونهبلخي: افغانستان د پولیو ضدمبارزه کې پرمختګ کولی شي

بلخي: افغانستان د پولیو ضدمبارزه کې پرمختګ کولی شي

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۷مه) د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسې، حنان بلخي، پر اېکس لیکلي چې افغانستان ته یې د پولیو د څارنې بورډ د پلاوي په مشرۍ د سفر پر مهال له طالب چارواکو، روغتیايي کارکوونکو، د ملګرو ملتونو ادارو او شریکانو سره کتلي دي.

هغې ویلي، د هر ماشوم واکسین ته لاسرسی باید د عادي واکسیناسیون، د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د دوام او د یو پیاوړي او با ثباته روغتیايي سیسټم له جوړولو سره یو ځای پر مخ ولاړ شي.

حنان بلخي ټینګار کړی چې، سره له شته ننګونو، د افغان لوري ژمنتیا هیله‌بښونکې ده.

نوموړې وایي،په دغو روانو ګډو هڅو به افغانستان د پولیو له ناروغۍ پاک راتلونکی ولري.

دا په داسې حال کې ده چې، افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې، لاهم د پولیو له ناوړه ناروغۍ رنځېږي.

تازه د هلمند په لښکرګاه ښار او نهر سراج، موسی کلا، واشېر، نادعلي/ مارجه ولسوالیو او د کندهار په مرکز کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...