Homeخبرونهپه سکاټلنډ کې افغان کډوال د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د جنسي...

په سکاټلنډ کې افغان کډوال د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم بندي شو

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د سکاټلنډ د مرکز ادنبرا یوې محکمې یو ۳۵ کلن افغان وګړی، عبدالنبی‌زاده، پر یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د جنسي تېري د جرم په خاطر مجرم پېژندلی او د بند سزا یې ورته ټاکلې ده.

د اډینبرا لوړې محکمې ته ویل شوي چې پېښه د ۲۰۲۱ کال د نوومبر په ۱۳مه هغه مهال شوې، کله چې عبدالنبی‌زاده، چې د ټکسي چلوونکي په توګه یې کار کاوه، خپله مسافره د هغې کور ته د رسولو پر ځای د ښار د «جوپا» سیمې یوې ګوښه سیمې ته بوتله.

د محکمې د اسنادو له مخې، تورن لومړی له نجلۍ د هغې موبایل واخیست، هغه یې د خپلې خوښې خلاف هلته وساتله، ورسره یې زورزیاتی وکړ او وروسته یې پرې جنسي تېری وکړ.

قرباني محکمې ته ویلي چې څو ځله یې له تورن څخه غوښتنه وکړه چې خپل عمل ودروي، خو هغه د هغې غوښتنو ته پام ونه کړ.

څارنوالۍ محکمې ته ویلي چې له پېښې وروسته نجلۍ له ټکسي څخه وتښتېده، په نژدې ځای کې په بوټو کې پټه شوه او وروسته یې د خپلې کورنۍ یوه غړي ته د پېښې خبر ورکړ.

عبدالنبی‌زاده ټول تورونه رد کړل. ادعا یې وکړه چې له افغانستان څخه تر وتلو مخکې یې د امریکا، ډنمارک او بریتانیا له پوځونو سره د ترجمان په توګه کار کړی او په ۲۰۱۶ کال کې بریتانیا ته کډه شوی و. نوموړي محکمې ته ویلي چې د امریکا، بریتانیا او ډنمارک ترمنځ یې د بریتانیا د انتخاب پرېکړه کړې وه.

هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې خیاط و او په فارسي، دري، پښتو، اردو او انګلیسي ژبو خبرې کولی شي او په عربي هم پوهېږي.

خو د محکمې منصفه پلاوي د هغه دفاع ونه منله او د جنسي تېري په تور یې په متفقه توګه مجرم وپېژاند.

قاضي جان موریس ویلي چې که څه هم عبدالنبی‌زاده مخکې جرمي سابقه نه لري، خو د سزا تر اعلان مخکې به د هغه د شخصي وضعیت په اړه راپور چمتو شي. قاضي همداراز پرېکړه کړې چې د نوموړي نوم به د بریتانیا د جنسي مجرمانو په رسمي نوملړ کې هم شامل شي.

د مدافع وکیل په وینا، موکل یې پوهېده چې د جرم د ثابتېدو په صورت کې به یوازینۍ ممکنه سزا د بند سزا وي.

د عبدالنبی‌زاده د سزا وروستۍ پرېکړه ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میاشتې په محاکمه کې اعلان شي.

په وروستیو څلورو کلونو کې په بریتانیا کې د افغانانو له لوري د جنسي تېري ګڼې پېښې شوي او له دې کبله په برتیانیا کې افغانانو ته له پناه ورکولو سره د خلکو مخالفت ډېر زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...