تاند (دوشنبه، د زمري/اسد 5 مه) د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان اوس هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو سخت بشري ناورین پکې روان دی. د دې وضعیت اصلي عوامل پراخه بېوزلي، د خوړو ناامني، کمزوري عامه خدمتونه او روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی بلل شوي دي.
د راپور له مخې، د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او د بشري او پراختیايي فعالیتونو محدودېدو له امله میلیونونه افغانان لا هم په نړیوالو بشري مرستو تکیه کوي.
د مرستو کمښت به د خوارځواکۍ بحران لا پسې ژور کړي
اوچا خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د بودجې دوامدار کمښت ښايي مرستندویې ادارې اړې کړي چې د تغذیې د پروګرامونو پوښښ نور هم راکم کړي، چې له امله به یې زرګونه اړمنې کورنۍ پر وخت مرستې ترلاسه نه کړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا وضعیت په ځانګړي ډول د افغانستان په لرې پرتو او محرومو سیمو کې د اندېښنې وړ دی، ځکه هلته روغتیايي او بشري خدمتونو ته لاسرسی لا دمخه هم محدود دی. د دغو پروګرامونو کمزوري کېدل به د ماشومانو او میندو په منځ کې د مخنیوي وړ ناروغیو او مړینو خطر نور هم لوړ کړي.
ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې دي
اوچا تر دې وړاندې هم په خپل وروستي راپور کې ویلي و چې په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۰.۷ میلیونو څخه زیاتې افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري. د ادارې په وینا، د ښځو پر تګ راتګ، زده کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د دوی لاسرسی اساسي خدمتونو ته کم کړی او د هغوی د خوندیتوب خطرونه یې زیات کړي دي.
د میندو د مړینې لوړه کچه
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه پکې تر ټولو لوړه ده. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې د هر ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو په بدل کې شاوخوا ۶۳۸ میندې د امیندوارۍ او زېږون اړوندو ستونزو له امله مړې شوې دي.
اوچا وايي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د بودجې کمېدا، د درملو محدود لاسرسی او د بیړنیو ولادي خدمتونو نیمګړتیاوې، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مخنیوي وړ مړینې زیاتوي.
د نجونو د زده کړو محدودیتونه د روغتیا راتلونکی ګواښي
اوچا خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه به د افغانستان د روغتیايي سکټور راتلونکی هم اغېزمن کړي، ځکه د دغو محدودیتونو له امله به په راتلونکو کلونو کې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو شمېر کم شي.
د یونیسف د اټکل له مخې، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو څخه زیاتې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي، چې دا به د روغتیا او پوهنې پر سکټورونو اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.