تاند (دوشنبه، د زمريږ اسد ۷ مه) د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو عمومي رئیس مرتضی ذاکریان ویلي، ایران د داسې یوې ګډې آزادې سوداګریزې او صنعتي سیمې د جوړېدو طرحه تعقیبوي چې ایران، افغانستان او چین به پکې ګډون ولري.
ذاکریان د یکشنبې په ورځ د جنوبي خراسان د پانګونې د فرصتونو د ارزونې په غونډه کې، چې د چین د اقتصادي پلاوي په حضور کې جوړه شوې وه، وویل چې د درېیو هېوادونو جغرافیایي، اقتصادي او ترانزیتي ظرفیتونو ته په کتو د دې طرحې اداري بهیر روان دی.
د هغه په وینا، دا وړاندیز لومړی ځل د تېر کال د قوس په میاشت کې د جنوبي خراسان والي د ایران ولسمشر ته وړاندې کړی و او هدف یې د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د چینایي پانګهوالو، په مټ د اقتصادي همکاریو پراختیا ده.
ذاکریان وویل، د دې طرحې له مخې ایران کولای شي لازمې زیربناوې، بشري ځواک او صنعتي وړتیاوې برابرې کړي، چین به د پانګونې، مالي تمویل او ټکنالوژۍ د لېږد په برخو کې ونډه واخلي، او افغانستان به له خپلو کاني زېرمو، د نادرو معدني عناصرو له زیرمو او ترانزیتي موقعیت څخه ګټه پورته کړي.
هغه سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو ته په اشارې وویل، د ایران، افغانستان او چین ترمنځ مسیر کولای شي د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د یوه «خوندي، بدیل او دوامدار مسیر» په توګه وکارول شي.
په همدې غونډه کې د جنوبي خراسان د والي د اقتصادي چارو مرستیال مجتبی شریعتیفر هم وویل، دا طرحه له چینایي پلاوي سره شریکه شوې او د چینایي لوري له مثبت هرکلي سره مخامخ شوې ده.
د هغه په وینا، ټاکل شوې چې دا وړاندیز د چین د سفارت او د دغه هېواد د حکومت له لارې تعقیب شي، او د چین د سفیر د راتلونکي سفر پر مهال به جنوبي خراسان ته د همکاریو څو تفاهملیکونه هم لاسلیک شي.
دا وړاندیز په داسې حال کې مطرح کېږي چې چین په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د کانونو په سکټور کې، په افغانستان کې خپلې اقتصادي پانګونې زیاتې کړې دي. له بلې خوا، ایران هم هڅه کوي له افغانستان سره د خپلې پولې له موقعیت څخه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د جذب لپاره ګټه واخلي.
د راپور له مخې، د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د سرحدي او سیاسي ترینګلتیاوو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له کمېدو وروسته، ایران د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز شریک ګرځېدلی دی.