تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د جرمني پولیسو ویلي، هغه شکمن چې د برلین د LGBT ټولنې د ویاړ (Pride) پر لاریون د برید تور پرې لګېدلی و، د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا، هغوی د عبدال بلوط پل وموند او بالاخره یې هغه د برلین په څنډه کې د شپانداو (Spandau) په شنه سیمه کې وموند.
پولیس وايي، شکمن پر پولیسو د چړې په څېر په یوې وسیلې د برید هڅه وکړه، چې وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، لومړني شواهد ښيي چې د دې برید انګېزه «اسلامپال ترورېزم» و.
عبدال بلوط تورن و چې د شنبې په ورځ یې په برلین کې پر خپل واګون موټر د ویاړ لاریون ګډونوال ووهل، وروسته یې پر خلکو د چړې برید هم وکړ، چې له امله یې یوه ښځه ووژل شوه او ۲۹ نور کسان ټپیان شول.
د چارواکو په وینا، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک بلل شوی دی.
راپورونه وايي، عبدال بلوط ۲۱ کلن و، لبناني الاصله و او په جرمني کې زېږېدلی و. هغه له دې وړاندې هم د جرمني پولیسو ته پېژندل شوی و او څو ځله نیول شوی و.
تر اوسه پولیسو د پېښې د څېړنو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د برید د انګېزې او نورو اړخونو په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.