عبدالوحید وحيد
له لاندي ليکنې څخه د ليکوال موخه يوازې خپل ولس ته په زغرده دغه پيغام رسول دي چې د نظامونو د نسکوريدو په نتيجه کې ترلاسه شويو تجربو راته وښودل چې که څه هم نظامونو خورا زياتې ستونځې او نيمګړتياوې درلودې، خو د زور له لارې د نظامونو نسکوريدو هم هېواد او ولس ته زيانونه رسولي دي. د سمون او بدلون لپاره د نظام په وړاندي جګړه نه، بلکې سوله ييزو مبارزو ته د دوام ورکولو هوډ يوازنۍ حل لاره ده.
په بدخشان کې روان تاوتریخوالي ته یوازې د یوې سيمه ييزې امنیتي ستونځې په توګه کتل ښه ليدلورى او د ستونځو حل لاره نه ده. دغه زياتيدونکى بحران د افغانستان د کورنيو نيمګړتياو، د طبیعي سرچینو د مدیریتي تشو، د پرديو جیوپولیټیکي رقابتونو، په ځانګړې ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د رامنځته شوي وضعیت په چوکاټ کې د تحلیل وړ دي. هر هغه تحلیل چې دغه بحران یوازې کورنى یا یوازې بهرنیو عواملو ته منسوب کړي، د ستونځو بشپړ انځور نه، بلکې د واقعیتونو یوه برخه راسپړي
په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې له یوه نوي ستراتیژیک تقابل سره مخ شوې دي. د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې امنیتي کړکېچونه، د ترانزیټي محدودیتونو زیاتوالی، د افغان کډوالو جبري ایستل، او د متقابلو امنیتي تورونو تسلسل د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورى کچه لوړه کړې ده. په داسې چاپېریال کې، هغه سیمې چې لوړ جیوپولیټیک او اقتصادي ارزښت لري، د فشار، نفوذ او رقابت د احتمالي ډګر ګرزيدو بڼه خپلوي. بدخشان هم د همدغې جيوپوليتيک معادلې یوه مهمه برخه ده.
بدخشان د افغانستان له هغو سیمو څخه دی چې له پاکستان، تاجکستان او چین سره نښلېدونکې ستراتیژیکه جغرافیه لري، د سرو زرو، لاجوردو او نورو قیمتي کانونو پراخې زېرمې پکې پرتې دي، او تر ټولو مهمه دا ده چې د سيمې له اقتصادي دهلېزونو سره د نښلېدو وړتیا لري. په نړیوال سیاست کې هره سیمه چې د طبیعي شتمنیو، ترانزیټي موقعیت او امنیتي ارزښت ځانګړتیاوې ولري، په طبیعي ډول د سیمهییزو سیالیو په محاسباتو کې مهم ځای خپلوي.
له بلې خوا، د بدخشان ستونځه یوازې له بهرنیو لاسوهنو څخه هم سرچينه نه اخلي، بلکې په کور د ننه نيمګړتياوې، د خلکو د مشارکت ستونځه، د کانونو په مدیریت کې د شفافیت موضوع، د عدالت احساس او داسې نور د امنیت د ترينګلتيا اساسي عناصر دي. که د خلکو او نظام ترمنځ واټن شتون ونلري، بهرني استخباراتي شبکې د نفوذ لپاره مناسب فرصتونه نشي ترلاسه کولاى. له همدې امله، کورنۍ کمزورتياوې او بهرنی فشار د يوه او بل بديل نه بلکې یو بل بشپړوي.
به افغانستان کې د پاکستان تيرو نيابتي تګلارو ته په کتو او له دغه هېواد سره د روانو اختلافاتو په رڼا کې ويلاى شو چې د بدخشان په ناامنيو کې د اسلامآباد د رول په اړه پوښتنې مطرح کېږي. پاکستان لا هم افغانستان د خپل نفوذي ايکو سيستم یوه مهمه برخه ګڼي او په ښکاره ډول امنیتي اندېښنې ددغې تګلارې د توجيه کولو لپاره بانه ګرزوي. کره سرچينو ته د ليکوال لخوا د لاسرسي د نشتون پربنسټ تحلیل ایجابوي چې پرديو ته د ګوتې له نيولو سربيره په خپلو نيمګړتياو باندې هم تمرکز او پانګونه وشي.
البته د بدخشان د وروستیو پېښو تحلیل باید د افغانستان او پاکستان د اړیکو له تاریخي او ستراتیژیک چوکاټ څخه جلا ونه ارزول شي. د تېرو پنځو لسیزو تجربه ښيي چې پاکستان د افغانستان په امنیتي او سیاسي معادلو کې د نفوذ موندلو لپاره په پرلهپسې توګه له بېلابېلو مستقیمو او غیرمستقیمو وسیلو څخه کار اخیستی دی. دا یوازې یوه سیاسي ادعا نه، بلکې د ګڼو نړیوالو څېړنو، د پخوانیو پاکستاني چارواکو د څرګندونو او د سیمې د تحولاتو له لارې مستنده شوې موضوع ده.
له همدې امله، د بدخشان په څېر ستراتیژیکو سیمو کې هره امنیتي پېښه باید د همدغه تاریخي شاليد په رڼا کې وارزول شي. د استخباراتي نيرنګونو بڼه دا نه ايجابوي چې د عملیاتو په پايله کې ښکاره او مستقیم شواهد پرېږدي. برعکس، د دغو عملیاتو بریالیتوب تر ډېره په همدې پورې تړلی وي چې د طراح اصلي هویت پټ پاتې شي او دهويت د پټولو لپاره تاوتريخوالي د کورنيو اختلافاتو، سيمه ييزو محروميتونو یا هم خپلواک امنیتي پاڅون په توګه توجیه شي. له همدې امله، د کره شواهدو نشتوالی په خپله د بهرنۍ لاسوهنې د نشتوالي دلیل نه ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول کله چې د یوه دولت د چلن تاریخي شاليد ، ستراتیژیکه انګېزه، د نفوذ ظرفیت او د ورته عملیاتو پخوانۍ بېلګې موجودې وي.
اصلي پوښتنه دا نه ده چې څوک جګړه کوي؟ اصلي پوښتنه دا ده چې څوک د افغانستان له نا امنه کولو څخه ګټه ترلاسه کوي؟ د معاصر جیوپولیټیک وضعیت ښيي چې ډېر وخت پردي استخباراتي ادارې په خپله بحران نه رامنځته کوي، بلکې له موجودو تشو او نيمګړتياو څخه د خپلو امنیتي، سیاسي او اقتصادي اهدافو لپاره استفاده کوي. له همدې امله، د بدخشان په څېر ستراتیژیکو سیمو کې د وروستيو نا امنيو ارزونه باید د سیمهییزو ګټو او رقابتونو په پراخ چوکاټ کې ترسره شي.
که کابل غواړي چې د هر ډول بهرني نفوذ احتمال راکم کړي، یوازې عسکري ګامونه پورته کول بسنه نه کوي. اوږمهاله امنیت هغه وخت رامنځته کېږي چې له امنیتي اقداماتو سره هممهاله په مديريت او له ولس سره په چلن کې بدلونونه رامنځته شي، قانون او د قانون عادلانه تطبیق، د طبیعي سرچینو شفاف مدیریت، اقتصادي فرصتونه او د محلي خلکو باور هم پیاوړی شي. هر څومره چې په کور د ننه ملاتړ او ملي یووالی زیات وي، په هماغه اندازه د بهرنیو استخباراتي او سیاسي لاسوهنو لپاره فرصتونه محدودېږي.
لنډه دا چې بدخشان د افغانستان او پاکستان د تقابل مستقیمه جبهه نه، بلکې په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق د نيابتي جګړو د تګلارې انعکاس دى. مهمه خبره دا ده چې په هېواد کې سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونځو، بيکاري، په سيمه کې پرتو رقابتونو او حساسيتونو په افغانستان کې د امنيت تالا ترغه کولو لپاره پرديو استخباراتي خورا زيات فرصتونه رامنځته کړي دي. د پاکستان د لاسوهنو په وړاندي د اړينو ګامونو له پورته کولو سربېره باید په کورنيو نيمګړتياو باندي هم تمرکز او پانګونه وشي.
البته ځمکنى واقعيت دادى چې افغان ځواکونه په عنعنوي جګړه کې د هېواد د جغرافيايي پولو هر کونج او هرې نقطې ته د رسيدو او امنیت رامنځته کولو وړتیا لري خو په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو پرديو ته د امنیتي ننګونو راپورته کولو لپاره فرصتونه هم کم نه دي. تر هغو چې د سیمه کې د نیابتي رقابتونو امکانات شتون لري ، د بدخشان او نورو ستراتیژیکو سیمو امنیت به د سیمهییزو رقابتونو له اغېزو څخه خوندي نه وي. د افغانستان ثبات نه یوازې د امنیتي عملياتو ، بلکې د اړينو اصلاحاتو، ملي يووالي په برخه د یوه نوې بدلون غوښتنه کوي.