تاند (یکشنبه د اسد/زمري ۴مه) د هند د دفاع وزیر راجنات سنګ د یکشنبې په ورځ د پاکستان په اړه توندې څرګندونې وکړې.
هغه د کارګیل جګړې د بریا د اووه ویشتمې کلیزې په مراسمو کې د دې جګړې قربانیانو ته د درناوي پر مهال وویل:«زموږ دریځ بشپړ روښانه دی. له پاکستان سره هېڅ ډول خبرې نه کېږي. که خبرې هم وشي، یوازې او یوازې به د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اړه وي، چې د هند یوه برخه ده او پاکستان یې په ناقانونه توګه نیولې ده».
راجنات سنګ د تېر کال د «سندور عملیاتو» یادونه وکړه او خبرداری یې ورکړ، که پاکستان هر ډول نوې لارې او بهانې وګوري، هند به ورته «سخت او د هماغې ستراتیژۍ له مخې» ځواب ورکړي.
د هند دفاع وزیر پاکستان تورن کړ چې «تروریزم یې د دولتي پالیسۍ په توګه بنسټیز کړی دی» او په وینا یې په داسې حال کې چې، هند د نوښت او ټکنالوژۍ له لارې پرمختګ کوي، پاکستان لا هم د تروریزم، افراطیت او نفوذ د پراخولو هڅې کوي.
هغه د دواړو هېوادونو د پرمختګ پرتلنه داسې وکړه: «هند نړۍ ته سافټویر ورکوي، خو پاکستان د ترهګرو پټې ډلې؛ هند د معلوماتو مرکزونه جوړوي، خو پاکستان د افراطیت مرکزونه؛ هند نړۍ د UPI له لارې نښلوي، خو پاکستان د تروریزم د تمویل شبکې؛ هند د نوښتګرو شرکتونو (سټارټاپونو) چاپېریال رامنځته کوي، خو پاکستان د تروریزم چاپېریال».
راجنات سنګ ټینګار وکړ چې هند به نور د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو ترمنځ توپیر ونه کړي.
هغه د کارګیل جګړې بریا یوازې پوځي نه، بلکې د هند لپاره ډیپلوماتیکه بریا هم وبلله او ویې ویل چې دې جګړې د هندي سرتېرو «زړورتیا، هوډ او قرباني» نړۍ ته وښوده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د هند او پاکستان اړیکې لا هم د کشمیر، تروریزم او سرحدي کړکېچونو له امله ترینګلې دي.