Homeخبرونهتېرو ۱۵ ورځو کې طبعي پېښو ۳۴ کسان مړه او ۱۹ ژوبل...

تېرو ۱۵ ورځو کې طبعي پېښو ۳۴ کسان مړه او ۱۹ ژوبل کړي

تاند (یکشنبه د اسد/زمري ۴مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې مرستیال ویاند تاج‌محمد همت ویلي چې، د چنګاښ له ۱۹مې راهیسې، طبعي پېښو په ځانګړي ډول سېلابونو په ټول افغانستان کې ۳۴ کسان مړه کړي او ۲۹ نور یې ټپیان دي.

همت زیاته کړې چې، دا سېلابونه په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، بدخشان، لغمان او نورستان ولایتونو کې راغلي دي.

د هغه په ​​وینا، سېلابونو کورونو، زیربناوو او کرنې سکتور ته پراخ زیانونه اړولي دي.

د مالوماتو پر بنسټ، ۲۶۶ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۸۱۷ نور کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

همدارنګه، ۱۳۷ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۳۱ نور دوکانونه زیانمن شوي دي.

همت زیاته کړه چې د دې پېښو په پایله کې، ۲۲۲ د اوبو څاګانې او ۲۸ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي، ۲۶۶ څاروي مړه شوي او د ۷۲۳۳ جریبه کرنیزې ځمکه باندې ولاړ فصلونه او ۷۴۱۰ ونې له منځته تللې دي.

د یادې ادارې د مرستیال ویاند په وینا، دې پېښو د ۳۹ موټرو د ویجاړېدو، ۲۳۲ کورنۍ بې ځایه کېدو او په ټولیزه توګه څلور زره او ۴۶ کورنۍ اغېزمنې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...