تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال جمشید خواجهیف سره په کتنه کې د ترانزیتي خنډونو پر لرې کولو او د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره د منځنۍ اسیا بازارونو ته پر لاسرسي ټینګار وکړ.
د اقصتادي معاونیت د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې غونډه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي، د ترانزیتي همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو پروژو د عملي کولو په اړه خبرې وکړې.
ملا عبدالغني برادر د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې د ترانزیتي خنډونو لرې کول، د ازبکستان له لارې د افغان ترانزیټي توکو د لېږد لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول، او د ګمرکي او ترانزیټي زیربناوو پراختیا د دواړو هېوادونو د همکاریو له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل.
هغه همداراز د ویزو د ورکړې د بهیر د اسانتیا، د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ او د ګډو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې باید د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، تازه او وچو مېوو، خوراکي توکو او معدني موادو د صادراتو لپاره د منځنۍ اسیا، روسیې او چین بازارونو ته مناسب شرایط برابر شي.
بل لور ته، د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجهیف اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان د کانونو په سکټور کې خپلې پانګونې زیاتې کړي. هغه وویل، ازبکستان به له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات هم زیات کړي.
د هغه په وینا، ازبکستان چمتو دی د افغانستان په شمال کې د حیرتان په سرحدي بندر کې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د «زینک» ډبرو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړي.
خواجهیف زیاته کړه، هغه پلاوی چې افغانستان ته ورسره راغلی، د ترانسپورت، انرژۍ، کرنې، بانکدارۍ، سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او د بشري ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې به له اړوندو افغان ادارو سره همکاري وکړي.
د ازبکستان ۳۰۰ کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.
افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې خپلې اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پراخې کړې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، د مزارشریف–هرات د رېللارې پروژه، او د ټرانسافغان رېلګاډي پروژه چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان او د عربي سمندر له بندرونو سره نښلوي، د دواړو هېوادونو د همکاریو له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.