تاند(یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د طالبانو د رئیسالوزراء د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانستان دا ظرفیت لري چې د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د ډیټا (معلوماتو) د لېږد په یوه مهم دهلېز بدل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
ملا برادر دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وکړې.
هغه وویل، د اوسنۍ نړۍ له اړتیاوو سره سم د مخابراتو او ټکنالوژۍ د سکټور پراختیا د حکومت مسوولیت دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د شته امکاناتو په کارولو سره افغانستان په تدریجي ډول د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیالۍ جوګه کړي.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه کې هم مهمې لاسته راوړنې ثبت شوې دي.
برادر زیاته کړه، که د ټکنالوژۍ په زیربناوو کې پانګونه زیاته شي، افغانستان به وکولای شي د سیمې هېوادونه د ډیټا د لېږد له لارې سره ونښلوي او له دې لارې به اقتصادي او سوداګریز فرصتونه هم پراخ شي.
په همدې مراسمو کې د رئیسالوزراء د اداري چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ډیجیټلي حکومتولۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټولې دولتي ادارې باید خپل خدمات د ډیجیټلي سیستمونو له لارې وړاندې کړي.
هغه وویل، د ادارو ترمنځ د ډیجیټلي اړیکو رامنځته کېدل به نه یوازې د خدماتو د وړاندې کولو بهیر چټک کړي، بلکې خلکو ته به هم اسانتیاوې برابرې کړي او اداري چارې به لا اغېزمنې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم اعلان وکړ چې حکومت د صادراتو د پروسو د اسانه کولو او ډیجیټلي کولو لپاره ځانګړی پروګرام تر کار لاندې لري.
د هغه په وینا، د صادراتو د مدیریت لپاره نوی سیسټم او د دولتي ادارو د سیستمونو د یوځای کولو پروژه بشپړېدو ته نژدې شوې او ډېر ژر به عملي شي، چې له امله به یې د سوداګرو اداري ستونزې کمې او چارې به چټکې شي.
په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالاحد فاضلي وویل، وزارت یې ژمن دی چې د هېواد په ټولو ولایتونو، په ځانګړې توګه هغو لرې پرتو سیمو کې چې تر اوسه له مخابراتي خدمتونو بېبرخې وې، د مخابراتو او انټرنېټ خدمتونه پراخ کړي.
هغه وویل، د وزارت هڅه دا ده چې د مخابراتي خدمتونو پوښښ پراخ او د خلکو لپاره د ډیجیټلي خدمتونو لاسرسی اسانه کړي.
بل لور ته، د مخابراتي شرکتونو استازو هم د ټکنالوژۍ په سکټور کې د لا ډېرو پانګونو او د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړولو ژمنه وکړه.
د افغان بې سیم مخابراتي شرکت (AWCC) اجرائیه رئیس عليالله سروري وویل، شرکت یې د مخابراتي سکټور په پراختیا کې پانګونې ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د خدمتونو کیفیت نور هم ښه کړي.
هغه وویل، اوس د هېواد ډېری لرې پرتې سیمې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راغلي او شرکت به له حکومت سره په همغږۍ د خدمتونو د لا پراختیا او کیفیت د لوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دغه نندارتون د حکومتي چارواکو، مخابراتي او ټکنالوژۍ شرکتونو او د دې سکټور د متخصصانو په ګډون په کابل کې جوړ شوی و.
د نندارتون په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له یو شمېر دولتي ادارو سره د تفاهم څو یادښتونه هم لاسلیک کړل. د چارواکو په وینا، د دغو هوکړهلیکونو موخه د ډیجیټلي خدمتونو پراخول، د دولتي ادارو ترمنځ د معلوماتي سیستمونو همغږي او خلکو ته د عامه خدمتونو د وړاندې کولو بهیر اسانه کول دي.