Homeخبرونهد ایراني کارپوهانو ادعا: په افغانستان کې د کوکنارو مخه نیول شوې،...

د ایراني کارپوهانو ادعا: په افغانستان کې د کوکنارو مخه نیول شوې، خو د میتامفیتامین تولید زیات شوی

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د ایران د «مخدره موادو او منظمو جرمونو په برخه کې د ایران د امن کولو د دوهم کلني کنفرانس» ګډونوالو ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مخدره موادو د تولید بڼه بدله شوې او دا بدلون یوازې کورنۍ موضوع نه، بلکې د سیمې او نړیوال امنیت له معادلو سره تړاو لري.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د کنفرانس په وینا، طالبانو د کوکنارو د کرکیلې د کمولو له لارې هڅه کړې چې خپل نړیوال انځور ښه کړي، خو په ورته وخت کې د شیشې (میتامفیتامین) د تولید زیاتوالی نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.

د «کودراس» (CUDRAS) څېړنیز مرکز د دویم کلني کنفرانس ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغانستان د نړیوالو امنیتي بدلونونو په یوه مهم محور بدل شوی او د طالبانو د مخدره موادو تګلاره یوازې د نشه‌یي توکو د کنټرول موضوع نه، بلکې سیاسي او ستراتیژیک اړخونه هم لري.

د کنفرانس د علمي چارو مرستیال، ډاکټر منصور براتي، وویل چې د طالبانو د مشر له فتوا وروسته د سپوږمکۍ تصویرونه او د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) او نورو څېړنیزو بنسټونو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کر او د تریاکو د تولید کچه د پام وړ راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، دا اقدام د مخدره موادو پر ضد د بنسټیزې مبارزې په معنا نه، بلکې یوه محاسبه شوې سیاسي پرېکړه وه. نوموړي وویل طالبان په دې کار سره څو موخې تعقیبوي؛ د نړیوال مشروعیت ترلاسه کول، د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو ښه کول، د نړیوال رسمیت پر لور ګام اخیستل او د نړیوالو مالي مرستو جلبول.

خو د کنفرانس ګډونوالو وویل چې د کوکنارو د کر د کمېدو ترڅنګ په افغانستان کې د میتامفیتامین یا شیشې د تولید کچه لوړه شوې ده.

دوی استدلال وکړ چې طالبان یا د دې پدیدې د مخنیوي لپاره جدي اراده نه لري او یا هم نه غواړي د دې نوي بازار له سترو مالي عوایدو تېر شي.

د کنفرانس یوه بله مهمه موضوع دا وه چې د شیشې د تولید لپاره کارېدونکي کیمیاوي مواد له کومه راځي.

کارپوهانو وویل، د میتامفیتامین د تولید لپاره لازم صنعتي کیمیاوي مواد تر ډېره له اروپايي هېوادونو څخه سیمې ته لېږدول کېږي، خو د دوی په وینا، نړیوال تمرکز یوازې د سیمې پر هېوادونو کېږي او د دغو موادو د اصلي سرچینو په اړه لږ بحث کېږي.

د کنفرانس یوه ویناوال، ډاکټر نوذر شفیعي، د افغانستان وضعیت «یو امنیتي پارادوکس» وباله او ویې ویل چې افغانستان د نړیوالو امنیتي معادلو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

هغه د میتامفیتامین د تولید د ادعاوو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل چې د دې کچې تولید پراخو اسانتیاوو او زیربناوو ته اړتیا لري، خو د ده په وینا د دغو امکاناتو په اړه کافي شواهد نه دي وړاندې شوي.

د کنفرانس وروستۍ پایله دا وه چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کر د کمېدو له امله افغانستان په نړیوالو راپورونو کې تر یوه حده له پخواني فشار څخه وتلی، خو د ایراني کارپوهانو په باور، د شیشې د تولید د زیاتېدو له امله نوی امنیتي بحث رامنځته شوی دی.

دوی ادعا وکړه چې په ځینو وروستیو نړیوالو راپورونو کې داسې انګېرنې مطرح شوي چې ګواکې د شیشې د تولید ځینې مرکزونه د افغانستان له خاورې د ایران سرحدي سیمو ته لېږدول شوي دي. د کنفرانس ګډونوالو دا ډول ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دا به د ایران پر ضد د نوي نړیوال فشار د رامنځته کولو لپاره وکارول شي.

ګډونوالو په پای کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د مخدره موادو په وضعیت کې وروستي بدلونونه یوازې جنايي یا ټولنیزه مسئله نه، بلکې د سیمې د امنیتي او سیاسي معادلو یوه مهمه برخه ده او باید د همدې لیدلوري له مخې وارزول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...