تاند (یکشنبه د اسد/زمري ۴مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني په «برلین» ښار کې یو کس یوه ډله «هجنسبازان» په موټر وهلي دي.
په راپور کې راغلي چې،د دې پېښې په پایله کې ۱۶ کسان ټپيان او یو مړ شوی دی.
د رویټرز په راپور کې د ځايي چارواکو په حواله راغلي چې دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې دا ډله «همجنسبازان» په یو ځای کې راټول وو او د یوهکس له لوري په موټر وهل کېږي.په ټپیانو کې د ډېرو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د پولیسو په وینا، د دغه کس د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.
جرمني یو له هغو هېوادونو دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې پکې وسلهوال بریدونه، هدفي وژنې او دا ډول ترافیکي پېښې زیاتې شوي.
د یادولو ده چې څه موده وړاندې په امریکا کې هم یو کس د خلکو پر ګڼهګوڼه کې موټر ور وستی او لسګونه کسان یې مړه او ټپيان کړي وو.