Homeخبرونهپاکستان کې د تېرکال په پرتله د «اوړو» بیه ۷۴ سلنه لوړه...

پاکستان کې د تېرکال په پرتله د «اوړو» بیه ۷۴ سلنه لوړه شوې

تاند (یکشنبه د اسد/زمري ۴مه) د پاکستان د احصایې ادارې ویلي چې د تېر کال په پرتله د اوړو بیه ۴۷٫۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې په پاکستان کې سږ کال د اوړو د بیو د لوړېدو لامل ۹٫۶۶ انفلاسیون ښودل شوی دی.

راپورونه کاږي چې، په پاکستان د برېښنا، اوبلن ګاز، سون او خوراکي توکو بیې ځکه لوړې شوې چې هلته ورځني لګښتونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو بیا د بیو د کنټرول ډاډ څرګند کړی دی.

پاکستاني کارپوهانو هلته د توکو د بیو پر لوړېدو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې که حکومت په دې برخه کې سملاسي اقدام ونه کړي، پاکستاني وګړي به له سختې لوږې او بې‌سارې بېوزلۍ سره مخ شي.

پاکستان نه یوازې له بېوزلۍ او لوږې سره مخ ده، ترڅنګ یې د ناامنۍ څپه هم پکې ورځ نه بلې ته په پراخېدو ده او هره ورځ ترې د چاودنو او وسله والو نښتو راپورونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...