Homeخبرونهد انسان د عمر وروستۍ حد څومره دی؟ ساینسپوهان څه وايي؟

د انسان د عمر وروستۍ حد څومره دی؟ ساینسپوهان څه وايي؟

تاند () تازه علمي څېړنې ښيي چې که په راتلونکي کې طب وتوانېږي د زړښت ټول اصلي عوامل او نښې په بشپړه ډول تداوي او له منځه یوسي، بیا هم د انسان عمر یو وروستی او نه بدلېدونکی بیولوژیکي حد لري.

ساینسپوهانو د جنیټیکي بدلونونو (DNA) د نمونو له څېړنې وروسته ویلي چې، حتی که د زړښت نور ټول عوامل هم له منځه ولاړ شي، د انسان بدن به د ژوند د دوام لپاره له یو ثابت او مشخص لوړ حد ولري.

دا جنیټیکي زیانونه د زړښت له هغو تر ټولو سختو عواملو څخه دي چې درملنه یا جنیټیکي اصلاح یې خورا ستونزمنه ګڼل کېږي.

د تلپاتې ژوند خوب او بیولوژیکي حقیقت

په دې څېړنه کې، چې پایلې یې په NPJ Aging علمي مجله کې خپرې شوي، څېړونکو یوه فرضي او مثالي سناریو جوړه کړه. په دې سناریو کې داسې انګېرل شوي چې د زړښت نور پېژندل شوي عوامل، لکه:

مزمن التهاب،
د مایټوکانډریا د فعالیت خرابوالی،
او د زړو حجرو راټولېدل،

ټول په بشپړه توګه د درملنې او بېرته رغېدو وړ وي.

د ماډل جوړولو پایلو وښودله چې د بدن بېلابېل غړي د جنیټیکي بدلونونو له امله رامنځته کېدونکو زیانونو ته یو شان غبرګون نه ښيي.

په ځانګړي ډول، دماغ او زړه تر ټولو ډېر زیانمنېږي، ځکه چې د دغو غړو مهمې حجرې له زېږون وروسته ډېرې کمې وېشل کېږي او نژدې نه بدلېږي.

برعکس، ځیګر د بیا رغېدو لوړه وړتیا لري او په دوامداره توګه زړې حجرې له نوو حجرو سره بدلوي.

کله چې څېړونکو د بدن د بېلابېلو غړو فعالیتونه په یوه ګډ ماډل کې سره یوځای کړل، پایله یې دا وه چې که انسان یوازې د جنیټیکي بدلونونو له امله زړېږي او د زړښت نور ټول عوامل له منځه یوړل شي، نو د انسان منځنی عمر به د ۱۴۶ او ۱۹۴ کلونو ترمنځ وي.

دا شمېر د نن ورځې د انسان د منځني عمر (شاوخوا ۷۹ کاله) کابو دوه برابره دی.

څېړونکو په خپله مقاله کې لیکلي:

«زموږ پایلې ښيي چې که د زړښت ټولې نښې، پرته له سوماتیکو جنیټیکي بدلونونو، له منځه یوړل شي، د انسان منځنی عمر به له ۱۴۶ څخه تر ۱۹۴ کلونو پورې ورسېږي. دا دوه برابره زیاتوالی څرګندوي چې د زړښت نور عوامل هم د جنیټیکي جبدلونونو په اندازه د عمر په محدودولو کې مهم رول لري.»

د زړښت د یوې جامع نظریې پر لور

سره له دې چې پایلې ډېرې په زړه پورې دي، ساینسپوهان ټینګار کوي چې دا څېړنه نظري او محاسبوي ماډل دی، نه یوه کلینیکي یا عملي ازموینه. ځکه د دې ماډل پایلې د بدن د غړو ترمنځ د پېچلو اړیکو پر بنسټ ولاړې دي.

د دې څېړنې اصلي موخه دا ده چې وښيي، که په راتلونکي کې طب د زړښت نور ټول عوامل هم کنټرول کړي، د DNA جوړښتي بدلونونه به لا هم د انسان د عمر د اوږدېدو تر ټولو ستر بیولوژیکي خنډ پاتې وي.

دا ماډل د زړښت د بهیر د دقیقې او علمي څېړنې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او ښايي په راتلونکي کې د زړښت د یوې هر اړخیزې او دقیقې علمي نظریې د رامنځته کېدو لپاره لاره هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...