پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودفاعل او ويناوال | اجمل ښکلى

فاعل او ويناوال | اجمل ښکلى

فاعل د يوه عمل ترسروونکي ته وايي؛ خو په ژبه کې داسې توک هم شته، چې په ايښي(مبتدا) کې راځي؛ خو د عمل ترسروونکى نه وي. دوديز ګرامر چې له فاعل پرته بل څه nه پېژندل، دې ته يې هم فاعل ووايه، چې فعل ورته منسوب شوى وي؛ خو په دويم تعريف کې فاعل او فعل دواړه له خپل اصله انحراف کوي. د دواړو حالتونو لپاره بېلګه راوړو:

بريالى راځي.

بريالى ډاکټر دى.

په دويمه بېلګه کې (دى) فاعل ګڼل کېږي، چې (بريالي) ته منسوب دى؛ خو موږ پوهېږو، چې فعل هغه پېښه ده، چې يو زماني جريان(duration) راواخلي، هغه چې موږ يې مطلق فعل ګڼو، هم د مهال څه نا څه جريان راخلي. (دى) سره له دې چې د (و) پر خلاف حال ته اشاره کوي؛ خو جريان پکې نه وينو، فلهذا د فاعل او فعل په دويم تعريف له سره فکر پکار دى، ځکه چې پخوانو د فاعل او فعل له ظرفه بهر نشو درک کولاى.

د لومړۍ بېلګې فعل د وسمهال او راتلونکې ترمنځ واقع کېدونکى دى؛ خو لا ترسره شوى نه دى. تشريحي ژبپوهنه د دې جملې مانا د خواناستۍ محور د توکيو(بريالى، راځي) په افقي اړيکه کې مومي او وايي، چې دا بېلګه يوه بهرني (پېښېدونکي) واقعيت ته نېغ په نېغه اشاره کوي. په بهر کې د بريالي په نامه يو کس دى، چې د راتګ عمل به ترسروي. که دا وهم منو، چې د (بريالي) په نامه يو شخص شته؛ خو که دا عمل ترسره نه کړي بيا؟ له دې نه دا پايله اخلو، چې د دې جملې مانا په موجوده بڼه نيمګړې ده او دا نيمګړتيا هله پوره کېداى شي، چې يو بل ژبني توک ته اشاره ونه وکړو او هغه توک ويناوال(enunciator) دى. دا جمله د يوه ګړني يا ليکني متن برخه ده. دا متن يو ويناوال لري، دا ويناول خبرلوڅ(speaker) نه دى، بلکې د متن د مثلث يوه ٖضلعه ده. وينا درې ضلعې لري، چې يوه يې ويناوال دى، بله يې ويناو او درېيمه يې اورېدونکى دى، چې بېرته د ځواب له لارې د ويناوال له ضلعې سره نښلي.

د دې جملې په اړه نورې پوښتنې؛ بريالى ولى راځي؟ پر ويناوال يې د راتګ څه اغېز دى؟ ښايي، د بريالي راتګ د ويناوال لپاره د خوښۍ يا غم خبر وي؛ خو دا پوښتنې هله ځوابولاى شو، چې دا جمله په يوه ډيالوګ يا ليکني متن کې راغلې وي او نازنځيري واحدونه او د ويناوال حالت هم پکې ووينو.

په دويمه بېلګه کې ويناوال د “ډاکټر” په مټ “بريالى” راپېژني، چې د وينا(enunciation) په تيورۍ کې ورته identification وايي.

د وينا په تيورۍ کې ويناوال يوازې ژبه نه فعالوي، بلکې مفاهيم هم توليدوي، چې په دې توګه ويناوال د وينا مرکزي ټکى دى، چې بې له ده د متن پر مانا بشپړ نشو پوهېداى. ويناوال په پاراډايم کې مفاهيم انتخابوي او بيا يې په سينتاګم کې ترتيبوي، چې د وينا(بيان) په ژبپوهنه کې ورته واقع کول(locating) وايي.

د ويناوال واقع کول د رياضي د x2 غوندې ( خو رياضي کې دا مجهول څو ارزښته لري؛ خو په ژپبپوهنه کې) درې ارزښته(Values) لري، چې يو ته تشخيص(identification)، دويم ته توپير(differentiation) او درېيم ته پرېکون(disconnection) وايي.

په دويم ډول کې ويناوال د ځان او جملې د مفهوم ترمنځ توپير پيدا کوي. پاس په لومړۍ بېلګه کې وينو، چې ويناوال د “راځي” په مټ “احمد” واقع کړى.

په درېيم ډول کې ويناوال پېښه له ځانه پرې کوي او په يوه بل چا پورې يې تړي. مثلا: وايي:

وايي، چې بريالى راځي.

“وايي” راته وايي، چې ويناوال په بل چا استناد کوي؛ خو په دې استناد کې هم لکه د دوو نورو ډولونو غوندې ويناوال مرکزي ټکى دى. د پرېکون(disconnection) نورې لارې چارټاکي(Model) دي.

يوه بله بېلګه وګورئ:

شاه محمود ناروغ برېښي.

د دوديزې تشريحي ژبپوهنې له مخې(شاه محمود) فاعل او (برېښېدل) فعل دى؛ خو دلته هم وينو، چې شاه محمود کوم عمل نه دى ترسره کړى، چې موږ يې د دې عمل عامل وبولو، ځکه نو متوجه کېږو، چې له فاعل پرته يو بل څوک دى، چې خبرې کوي او مفاهيم توليدوي او هغه ويناوال دى، چې د (برېښېدل) عمل يې ترسره کړى. يعنې (شاه محمود) ورته ناروغ برېښېدلى. ښايي شاه محمود  ناروغ نه وي. يا له ناروغ نه د ويناوال برداشت د اورېدونکي له برداشت سره توپير ولري، چې دا غوټې په سيمانتيک(ماناپوهيز) او پراګماتيک(عملي) چاپېريال کې درک کولاى شو.

ويناوال له يوې خوا د “ناروغ” په واقع کولو  “شاه محمود” راپېژني[identification] او له بلې خوا د ”برېښېدل” په واقع کولو هڅه کوي، چې له پېښې سره پرېکون وکړي، ځکه چې اصلا ناروغ نه دى، بلکې ناروغ برېښي. دا د واقع کولو(locating) څلور ارزښت دى، چې د لومړيو درو له ګډولې(اختلاطه) پيدا کېږي.

برېښېدل چې دلته د اصلي فعل په توګه راغلى، په اصل کې چارټاکى(Model) دى، چې په لاندې بېلګه کې يې روښانه ليداى شئ:

داسې برېښي، چې شاه محمود ناروغ دى.

د چارټاکو ځانګړنه دا ده، چې د ويناوال او پېښې ترمنځ پرېکون راولي.

په پاسنيو جملو کې مو د فاعل او ويناوال ترمنځ په اسانه کرښه راښکله، ځکه چې د دوديز ګرامر پر بنسټ د جملې فاعل درېيمګړى دى او د پېښې په اړه راته خبرې يو بل څوک کوي، چې هغه ويناوال دى او دا مو هم وويل، چې دا ويناوال دى، چې ژبنى ډايلوګ توليدوي او فاعل او فعل په يوه جمله  کې واقع کوي؛ خو که دا ويناوال پخپله ګرامري فاعل هم وي، يعنې که د (زه) ضمير راشي، بيا يې څنګه بېلولاى شو؟

د بيان ژبپوهنه په هر حال د ويناوال او فاعل ترمنځ توپير کوي. ژاک لکان چې د سوسور تيوري يې د فرويډ پر لاشعور تطبيق کړه، د ګرامري (زه) او ويناوال ترمنځ توپير کوي. د نوموړي په اند، ويناوال چې د کوم (زه) په اړه غږېږي، د ده له شخصيت سره څرګند توپير لري. مثلا:

زه دروغ وايم.

د ژاک لکان په اند، له ګرامري(زه) نه پوهېږو، چې سړى دروغ وايي؛ خو دلته يو بل (زه) دى، چې دروغ نه وايي. يعنې رښتيا وايي او رښتيا يې دا دي، چي دروغ وايي. د نوموړي په اند، دلته دوه (زه) دي، چې يو ګرامري او بل ايګو(زه) ده، چې په مکالمه کې د ويناوال د لاشعوري هيلو استازه کوي.

د ژاک لکان په اند، لاشعور يو منظم ژبنى نظام لري، چې د ويناوال د وينا په درزونو کې  راته بوڅ بوڅ کېږي، چې يوه وسيله يې د (زه) ضمير هم دى، چې په دوديزه تشريحي ژبپوهنه کې سره له چې د کوم نوم ځايناستى نه دى، خو د لومړي کس ضمير ګڼل کېږي.

کله چې يو کس ووايي، چې “مړ شوم”. هغه ګنې رښتيا هم مري؟ د دوديزې ژبپوهنې له مخې بايد ومري، ځکه چې د يوه فعل فاعل واقع شوى؛ خو دا د ګرامري(زه) په مرسته د يوه ويناوال خبره ده، چې اصلا نه مري، بلکې د خپل درد يا غم شدت ته اشاره کول غواړي او له دې نه پوهېږو، چې په ژبني عمل کې د ويناوال نقش څومره مهم دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب