جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودډاکټره که ښځینه ډاکټره

ډاکټره که ښځینه ډاکټره

 ||  غزا نور  
ښځینه ډاکټره، ښځینه ښوونکې، ښځینه خبریاله
چې ډاکټره شوه، ښوونکې شوه، خبریاله شوه، نو ښځینه ته څه اړتیا ده؟.
دا چې انګرېزي کې female journalist, female doctor یا پارسي کې داکتر زن یا معلم زن لیکي.
جوړښت یې داسې دی چې ښوونکې او ډاکټرې کلیمې نه لري، یواځې معلم یا ډاکټر لفظ لري.
موږ چې د ښوونکي لپاره ښوونکې، د ډاکټر لپاره ډاکټره، د خبریال لپاره خبریاله او ورته کلیمې لرو، اړتیا نشته چې تر خبریالې، ډاکټرې یا ورته بل ښځینه نوم مخکې ښځینه کلیمه ولیکو.
پښتو کې بنسټ دا دی چې هر نارینه نوم په اصلي توری پای ته رسېدلی وي، د ښځینه نوم جوړولو لپاره (ه) ور زیاتېږي.
لکه ډاکټر ډاکټره، محصل محصله، خبریال خبریاله.
د ژبپوهنې له مخې کوم ښځینه نوم چې په (ه) پای مومي جمع یې په (ې) جوړېږي.
خبریاله خبریالې، ډاکټره ډاکټرې
ځینې ملګري د خبریاله یا خبریالې جمع د (ې) په ځای په (انې) سره کوي، خو د پښتو ژبپوهنې له مخې دا تېروتنه ده، ځکه کله چې اوښتپېر ته اوړي، بیا یې له نارینه جمع سره توپیر نه کېږي.
د ساري په ډول دا جملې
درې خبریالانې د بې پرې خبریالۍ جایزه ګټي
درې خبریالان د بې پرې خبریالۍ مډال ګټي
که دا جملې اوښتپېر یا تېر مهال کې وي، بیا خبریالانو راځي، چې په هغه حالت موږ فکر کوو، خبریالان دي، نه خبریالانې.
درې خبریالانو د بې پرې خبریالۍ جایزه وګټله.
درې خبریالانو د بې پرې خبریالۍ مډال وګاټه
پورته دواړه جملې موږ ته دا رسوي چې مډال ګټونکي نارینه دي.
ځکه پکار ده چې خبریاله په اوږده (ې) جمع کړو بیا اوښتپېر کې ورته نمیګړتیا یا ګونګتیا نه پېښېږي.
جمله به داسې راځې:
درې خبریالو د بې پرې خبریالۍ جایزه وګټله.
له خبریالو پوهېږو چې موخه مو ښځې دي، نه نارینه.

لاندې جدول کې څو بېلګې دي چې نورې ورته ښځینه کلیمې هم داسې جوړېدی شي.

نارینه    

ښځینه

ښځینه    جمع

ښځینه اوښتپېر

خبریال

خبریاله

خبریالې

خبریالو

ډاکټر

ډاکټره

ډاکټرې

ډاکټرو

نرس

نرسه

نرسې

نرسو

رنځپال

رنځپاله

رنځپالې

رنځپالو

2 COMMENTS

  1. د توضیحاتو څخه مو ډېره مننه البته د ې د محتوا سره مو موافق نه یم
    رشتیا دا یوه پوښتنه می هېره شوه که تاسی یا کوم بل ګران دا لاندی اسم تشریح کاندی
    مذکر خر
    مؤنث خره
    مذکر جمع خره
    مؤنث جمع خرې
    د خرو یخ کیږی مانا د ډېرو خرو یخ کیږی
    که ټولی خرې وی او یخ ئې وسی نو په هغه صورت کی څه ډول باید ووایو یا ولیکو؟

  2. زما په نظر باید خر په (خره) جمع) نه کړو. په محاوره کې صحیح ده خو د دې لپاره چې د ژبې قاعده مو اسانه کړې وي ښه ده \چې خر د جمع په حالت کې خرونه ووایو
    د ډاکتر او ډاکترې په اړه زما په نظر که چیرې له ډاکترې سره نوم یا یو بل صفت راځي بیا ضرور نه ده چې مونث (ډاکتره) یې ولیکو. لکه ډاکتر صاحبه جمیله
    یا ډاکتر جمیله
    خو که ډاکتره صاحبه وایو، ما ته یې تلفظ دروند ښکاري
    سمسور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب