یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونآیا لیکوالو د سواتۍ ملالې حق په ځای کړ؟

آیا لیکوالو د سواتۍ ملالې حق په ځای کړ؟

سړي لور کابلي ته ورکړې وه. یو وخت یې لمسۍ د بابا د کلي د لېدو شوق وکړ، هغه په خرې سپره د منډه یېر د څنګه له لارې روانه کړه. نجلې له نیکه پوښتنه وکړه،«بابا، دا لک لک چي است؟» نیکه یې ځواب ورکړ،«بچۍ ، اي لمنځې ځنغوري است !»  بیا یې نورې ونې او کاڼي وروښودل، «بچۍ دا تورې تیږې تورې دي، سپینو ته بکر وايي+ دا کوزې ونې بوټي دي، دې برو ته نښتر وايی.

دا کانه په ما هم شوې ده. لا هم شعر کې مماڼه، ګورګورې  یادوم خو لېدلې مې نه دي. اوس هم بېغمه وایم، ښوه به لرګی نشي، پلانکی به سړی نشي، خو خدا که مې ښوه په سترګو هعم لېدلې وي. ځینې شاعران لا هم  ګودراو مازیګر، د لونګو لو، د منګي شنه غاړه، سپینه لمن ستایي. پروسږ مې پوهنتون کې حوصله ورته تنګه شوه. یه خویندو وروڼو! اوس څوک په منګي کې له ګودره اوبه نه راوړي، په  نل کې راځي، یا په پلاستیکي بوتلو کې. د جلالا اوبه مکروبي دي چې که څوک یې را هم وړي خامخا به یې وېشوي.اوس خال خال مور پۍ اولاد ته بښي، پوډری بېبی لاک او سري لاک دي چې د مور له تي نه نه، بلکه د پلاستیکي چوک نه یې څښي. نو د غوا خوښه چې وربښي یې که نه. که خوشال بابا خپل وخت کې له وطندارانو دا سې ګیله کوله چې:

 زه یې چا لره وهم قدر یې چا زه      په اور وسېزه دا تورې فلمو نه

 که یې اوس لیکلی نو ویلي به یې وو(البته زما په بېسوادې نه بلکه په خپلې استادې) :

 زه یې چا له ډکوم، آنلاین یې چا زده، مات ډېليټ کړه کلاشنېکوف، کمپیوټرونه

دا لیکنه لا بشپړه نه ده چې دلته امریکا کې د تورکوني اوباما او سپین برلاسي غوښْتونکي، مېټ رامني ترمینح وروستۍ مناظره وشوه. رامني د موجوده حکومت پر ضد دا خبره هم وکړه چې د جنګي بېړیو شمېر یې، چې پخوا تر درو سوو زیات و، دوه سوه اتیا ته را کم کړی. اوباما دا غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ چې ته لا هم له سمڅو نه یې راوتلی. اوس هم د زغرې، تورې او پهلوانۍ په چرت کې یې. هغه کښتۍ چې ته یې یادوې نورې  له موده لوېدلي.اوس الوتکه وړونکې بېړۍ او اوبتلونه جوړ شوي چې په اتومي طافت چلېږي، لېزر یې لارښودنه کوي، اتومات په دښمن ورخلاصېږي. دا بېړۍ چې ته یې یادوې، ساحلونو یا  خاصو موزیمونو کې ساتل کېږي چې خلک یې نندارې ته ورشي. مانا هغه جنګي سامان چې ته یې لافې وهې باد یووړل.

هغه بحث، د سروې له قراره اوباما په کاکه ګۍ یووړ او شک یې مه ګڼه که په همدې خبرې بیا انتخاب شي.

همدا څو اونۍ  دمخه د سواتۍ ملالې ویر په درز کې روان و، لیکوالو د شعرونو او مقالو کمی نه دی کړی، خو بېدو د یوسفزۍ ملالې شعرته هماغه خوند ورکوي لکه د مېوندې ملالې ساندې ته. په نورو مې لاس بر نه دی خو خپلو همزولو لیکوالو ته لا یو څه ویلی شم چې یکنواخته او په پرنګي اصطلاح سټریو ټایپ لیکنې بس کړﺉ ، که یې چل نه درځي نو مه یې ښوروﺉ او که درځي نو بسم الله، هنر ترې ساز کړﺉ چې

لوستونکی د دې ملالې او هرې بلې ترمینځ فرق وکړای شي. اوس خو دواړه ملا لېانې، او میمونه خور او بله او بله هره یوه ځانله شخصیت نه لري بلکه په ښځو باندې د زور زیاتي سولېدلی سمبول ترې جوړ شوی. پوهاند مجروح به ویل، دا د جهاد د وخت شعرونه به ډېر ژر د نغري او چرګۍ د تاودولو کاغذونه شي. هماغسې هم شو. مجروح به لا خاورې نه وې چې جهادي ترانې اېرې شوې.

یو وخت مې مور ته ویل چې د ښاپیریو کیسې را ته وکړي، هغې خدای بښلې کټ کټ وخندل، زویه په میکروریانو کې پيري او ښاپېرۍ څه بلا غواړي؟

خوشال بابا خپل هنر د خپل عصر سره عیار کړی و، دا موږ ملا ماتي ولې لاهم په هماغو پخوانو شخوند وهو؟ بس ملا له ده، ملاله ده ملاله، میمونه ده میمونه ده. آیا زموږ هنر هم لکه زموږ کالبوت داسې لنډ عمر لري؟ د مجروح ځانځاني ښامار لا ژوندی دی خو زموږ د سواتۍ ملالې نظم ایله یوه هفته ژوند وکړای شي.


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د اکتوبر په ۲۵ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب