تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) هندي تلوېزیون او فلمونو مشهورې اداکارې اپارا مهتا له خپل مېړه څخه د جلا کېدو په اړه د خبرو پر مهال ویلي، چې مېړه یې یو ځل ورته ویلي و: «ته تر ټولو بدرنګه ښځه یې چې ما په خپل ژوند کې لیدلې ده.» د هغې په وینا، همدا خبرې د دوی د واده د پای سبب شوې.
اپارا مهتا، چې د مشهور هندي سریال «کیونکې ساس بهي کبي بهو تهي» له لارې شهرت ګټلی، په یوه تازه مرکه کې له خپل جلا شوي مېړه، اداکار درشن جاړي والا، سره د اړیکو په اړه وویل چې دوی له شلو کلونو څخه زیات وخت کېږي جلا ژوند کوي.
هغې وویل چې د یوه هنري پروګرام لپاره امریکا ته تللې وه او د واده د کلیزې په مناسبت یې خپل مېړه ته زنګ وواهه. درشن ورته وویل چې له هغې سره یوه مهمه خبره لري.
د اپارا په وینا، هغه د شپې درې بجې هند ته راورسېده او د سهار شاوخوا پنځه بجې کور ته ولاړه. هلته درشن ورته وویل چې نور نه غواړي دې اړیکې ته دوام ورکړي.
اپارا وایي، درشن ورته وویل:
«زما د مینې احساس درته ختم شوی دی. نور دې نه خوښوم، او ته تر ټولو بدرنګه ښځه یې چې ما په خپل ژوند کې لیدلې ده.»
هغې زیاته کړه چې د هماغې ورځې سهار اووه بجې یې د فلمبردارۍ (شوټینګ) وخت و، نو سیده کار ته ولاړه. د اوږده سفر له امله یې په ټوله لاره کې خوب ورغی. ماسپښین چې یې بېرته ذهن ارام شو، له ځان سره یې وویل: «درشن څه ویلي و؟ ښايي جدي نه و.»
خو له هغې وروسته درشن کور پرېښود او ولاړ. اپارا وایي: «هغه تللی دی، خو د دې کور دروازې به تل د هغه لپاره پرانیستې وي. هر وخت چې وغواړي، بېرته راتلای شي. خو زه دا هم پوهېږم چې ښايي هېڅکله بېرته را نه شي. زه په بشپړ باور وایم چې نه به هغه زما په څېر څوک پیدا کړي او نه به زه د هغه په څېر څوک ومومم.»