زما اکثره همځولي چې د سرطان د شپږویشتمې او د ثور د اوومې نېټې پېښې یې لیدلي دي، ګومان کوي چې که دغه پېښې نه وای، ژوند به یې بهتره و. په دغو حوادثو شاوخوا نیمه پیړۍ تېره شوې ده خو کابو هر کال چې ثور پیل شي او سرطان پای ته نژدې کېږي، په تصور کې هغو وختونو ته ستون شم او ډېرې بې فایدې خبرې په زړه کې راتېرې شي. په زړه کې وایم چې کاشکې داسې شوي وای، کاشکې هاسې شوي وای! په تېره شوې زمانه کې تغییر راوستل ناممکنه چاره ده، مګر د نن او سبا د ښه کېدو لپاره یو څه ورنه زده کول ممکن دي.
یوه ورځ مې د اسلم وطنجار د یوه ملګري خبرې اورېدې. ویل یې، د سرطان له کودتا او د شاهي نظام له ړنګېدو وروسته مې له وطنجاره پوښتنه وکړه چې که داوود خان هم سم نه چلېده، څه به کوې؟ ده ځواب راکړ:«که سم نه چلېده، د هغه په خلاف به هم راپاڅم!»
له دې خبرې څو کاله وروسته، د داوود خان د حکومت په نسکورېدو او د ثور په کودتا کې د وطنجار برخه تر بل هر منصبدار زیاته وه. هغه ټانک چې د کودتا په ورځ دی پکې سپور و او شمېره یې ۸۱۵ وه، د ثور انقلاب په یوه سیمبول بدل شو.
ما ته د کودتا کلمه وطنجار رایادوي.
هغه کسان چې د کودتاکوونکو په اړه مثبت نظر لري، ممکن ووایي: نیتونه یې سم وو خو حالات خراب شول. او مخالفان یې شاید ووایي: نیتونه یې کاږه وو، ځکه حالات خراب شول. دغه بحثونه هغه بحث ته ورته شي چې اول چرګه پیدا شوې ده که هګۍ؟
زما په ګومان که د کودتاکوونکو فکر او عمل ته د شلمې پیړۍ د لوی فیلسوف او سیاسي مفکر کارل پوپر د خورا مشهور کتاب (پرانیستې ټولنه او غلیمان یې) په رڼا کې وګورو، داسې پایلو ته به ورسېږو چې د نن او سبا لپاره به هم درسونه پکې وي.
پوپر وایي، د یو کس یا یوې ډلې دا رنګه نظر چې د حقیقت مالکیت صرف له دوی سره دی، استبدادي نظر دی او د خیر سبب نه ګرځي.
وطنجار یا بل کودتاکوونکي ځکه توره له تېکې راایستله چې خپل ذهن او د خپلو ملګرو ذهن په ټولنه کې د حقیقت مالک ورښکارېده. یعنې وطنجار ځان ته دا حق ورکاوه چې داوود خان یا بل واکمن نسکور کړي، ځکه ده او د ده ملګرو ته یې نسکورېدا سمه معلومېده. دوی ته دا شک نه پیدا کېده چې د حقیقت او عدالت په پېژندلو کې شاید اشتباه وکړي.
انسان جایزالخطا دی. موږ هر یو که انصاف ولرو او خپل تېر ژوند ته وګورو، داسې ډېرې پرېکړې به ومومو چې په هغو اوس پښېمانه یوو. نو ایا د هیڅ پرېکړې جراات به نه کوو،ځکه چې انسان خطا کولای شي؟ نه. منظور بل شی دی.
زموږ پریکړې او فکرونه هغه وخت ټولنې ته په جدي خطر بدلېدای شي چې نور د هغو منلو ته مجبور وبولو. په شخصي ژوند کې که مثلا زه په دې باور یم چې مڼه تر ټولو خوندوره مېوه ده یا چشتیه تر ټولو غوره صوفیانه طریقه ده، دا د مشکل سبب نه ګرځي. مشکل هاله پیدا کېږي چې نور هم د خپل نظر پیروي ته مجبور کړم او بل مجبورول د قدرت په زور کېږي. زما یا زما د ملګرو فیصلې معمولاً هغه وخت ټولنې ته په جدي خطر بدلېدلای شي چې خلک مجبور وګڼو چې زموږ غوندې فکر وکړي او زموږ فیصلې ومني.
پوپر چې د حقیقت مالکیت خطرناک ګڼي، منظور یې تر ډېره حده له قدرت سره تړلی حقیقت دی. د ده په نظر داسې چلن د شر باعث ګرځي چې یو کس یا یوه ډله راشي او ووایي، مونږ پوهېږو، مونږ له حقیقته خبر یوو، نو له مونږ سره د مخالفت اجازه نشته.
پوپر د اطریش اوسېدونکی و. دی مخکې تر دې چې د هیتلر او فاشیستو استبداد اطریش لاندې کړي، نیوزیلند ته لاړ او هورې د استبداد د ماهیت په اړه د خپل شهکار کتاب (پرانیستې ټولنه او د هغې دښمنان، The Open Society and Its Enemies) په لیکلو بوخت شو.
د سیاسي فلسفې یو بنسټګر، افلاطون، کابو دوه نیم زره کاله پخوا په دې خبره ډېر فکر کړی و چې د واکمن ځانګړنې باید کومې وي؟ پوپر بل څه وویل. دی لیکي چې په سیاست کې اصلي سوال دا نه دی چې څوک دې واکمن شي؟ اصلي سوال دا دی چې سیاسي بنسټونه په څه ډول جوړ کړو چې که بد یا نالایقه کسان هم قدرت ترلاسه کړي خو چې ډېر ضرر ونه رسولی شي. کله چې پوپر دا خبره کوله، جرمني د هیتلر او شوروي د ستالین په منګولو کې وو. هیتلر او ستالین د میلیونونو کسانو ژوند ورتباه کاوه، مګر هغه وخت د شوروي او جرمني په نظامونو کې داسې سیاسي بنسټونه نه وو چې د دغو په ځان کې ورکو او په خپل نظر میینو واکمنو د تباه کوونکو فیصلو مخه ورباندې ډب شي او د شیطان له خره یې راکوز کړي.
پوپر وایي، د ولسواکي امتیاز دا نه دی چې تر ټولو منلي کسان قدرت ته رسوي، بلکې امتیاز یې دا دی چې تر ټولو نامنلي او بد کسان پکې بې خشونته له قدرته لرې کېدلای شي. زموږ کودتاکوونکو قدرت ته د رسېدو لپاره فکر کړی و خو په دې یې فکر نه و کړی چې له قدرته د راکوزولو بې خشونته لارې به کومې وي؟
زموږ په وطن او شاوخوا ملکونو کې په تاریخي لحاظ د واکمن د بدلېدو لپاره بس دا یو رواجي اصل موجود و چې له پاچا وروسته یې زوی د تخت مستحق دی خو څرنګه چې په واقعي معنا سیاسي فلسفه راسره نه وه نو د واک لېږد منطقي او بې خطره نسخه مو نه لرله او په نتیجه کې ډېر ځله د واکمن بدلېدل د قتلونو او تباهیو سبب وګرځېدل. اورنګزیب چې وفات شو، زامن یې، اعظم او معظم، د تخت د نیولو په سر په خپلو کې سره وجنګېدل او د رحمان بابا په قول:
شاه اعظم، معظم وګوره چې یې خسا کړ
په خونونو واړه ملک د هندوستان
دا حال زموږ په سیمه کې عام و او « پاچا ګردشي» منفي کلمه وه. د خلیفه هارون الرشید له وفاته وروسته د هغه زامنو، امین او مامون، د تخت د ګټلو لپاره ډېرې وینې وبهولې او د سلطان محمود غزنوي زامنو، محمد او مسعود هم د تخت د صاحبي کولو لپاره جګړه سره وکړه. چې د لویو او مدبرو واکمنو له وفاته وروسته د واک لېږد دغه حال و، د نورو اکثرو واکمنو قصه خو لا ګډه وډه وه. موږ چې د قدرت د تر لاسه کولو لپاره د یو کور په منځ کې نه سره جوړېدو او منلې قاعده مو ورته نه لرله، د واک لېږد له واضح قاعدې پرته مو د یوه ګوند او ټول ملت په منځ کې د قدرت د انتقال مسالې ته ولې تشویش نه کاوه؟
عدالت عامه غوښتنه ده خو ډېر ځله د عدالت په لاره کې ډېرې بې عدالتۍ شوې دي. د پوپر په نظر، کار معمولا هغه وخت خرابېږي چې یو څوک ځان او خپل همفکران د عدالت او حقیقت وروستي قاضیان وبولي او دا هېر کړي چې د ټولنې چارې شراکت غواړي او د ټولنې د غړیو له ازاد بحثه پرته عدالت او حقیقت ته نژدې کېږو نه، بلکې لرې کېږو. د پوپر په نظر حقیقت او عدالت باید د خبرو اترو له لارې ولټوو، نه د یو چا د حکم له لارې. څرنګه چې د هیچا پر تندي نه دي لیکلي چې د حقیقت او عدالت وروستۍ نسخه ورسره ده، نو که یې نسبتا بهتره نسخه لټوو، هغه به د مختلفو او متفاوتو کسانو د ازاد بحث په نتیجه کې وي.
د اسلم وطنجار په باره کې مې په څو رپورټونو کې ولوستل چې په مهاجرت کې یې د ژوند وروستي کلونه له مالي ستونزو مالامال و. له ده سره د قدرت په مهال د خپلو جېبونو د ډکولو غم نه و. پلویان یې ویلای شي چې د ده نیت سم و، ځکه خو د خپل جېب په غم کې نه و، او مخالفان یې ویلای شي چې که یې نیت سم وای، دومره ډېره بربادي به نه پېښېده. دا هم ویلای شو چې یوازې په ښه نیت وطنونه نه جوړېږي.
د سرطان دېرشمه، ۱۴۰۵