Homeخبرونهاروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو...

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړل

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) اروپايي ټولنې اغاخان بنسټ (AKF) ته د ۱۰ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې، څو په افغانستان کې د ۱۳.۵ میلیون یورو په ارزښت د «انعطاف، ټولشموله پراختیا، ودې او اقتصادي پیاوړتیا» (BRIDGE) نوښت پلی کړي. د دې نوښت پاتې ۳.۵ میلیون یورو به اغاخان بنسټ برابر کړي.

دا درې کلن پروګرام به په افغانستان کې په ۱۰ ولایتونو کې د بې‌ځایه شویو خلکو د بیا مېشتېدو او اوږدمهاله اقتصادي پیاوړتیا، ټولنیز ثبات، یووالي او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

د ۳۶ میاشتو په موده کې به له دې پروګرام څخه په مستقیم ډول ۸۳،۱۹۷ کسان او په غیرمستقیم ډول ۵۸۲،۳۷۹ کسان ګټه واخلي. په دې پروګرام کې به پر ځوانانو، ښځو، زیانګالو کوربه ټولنو، راستنېدونکو او کورنیو بې‌ځایه شویو کسانو ځانګړی تمرکز وشي.

د کرنې او اقلیمي بدلون پر وړاندې چمتووالی

د پروګرام یوه مهمه برخه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کرنې د مقاومت پیاوړتیا ده. په دې برخه کې به ۳۵،۹۰۰ کسانو ته د اقلیم له شرایطو سره برابره او د ځمکې د بیا رغونې پر بنسټ د کرنې په برخه کې مستقیمه ګټه ورسېږي.

پروګرام به بزګرانو ته کرنیزې وسیلې، توکي او نوې ټکنالوژۍ برابرې کړي او د کرنیزو محصولاتو د پیاوړو او دوامدارو بازارموندنې لارو او د طبیعي سرچینو د سم مدیریت لپاره به هم کار وکړي.

اقتصادي وده او د کار فرصتونه

د BRIDGE نوښت له لارې به ۲۴ زره کسان د کار، سوداګرۍ او کوچنیو او منځنیو کاروبارونو په برخو کې له فرصتونو برخمن شي، په ځانګړي ډول هغه کاروبارونه چې د ښځو او راستنېدونکو له خوا پرمخ وړل کېږي.

پروګرام به مالي سرچینو ته د خلکو لاسرسی او له بازارونو سره د کاروبارونو اړیکې پیاوړې کړي، څو اقتصادي مقاومت زیات، ځوانانو ته د کار او سوداګرۍ فرصتونه برابر او د ناقانونه کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو اقتصادي او ټولنیز لاملونه کم شي.

همداراز به د ټولنې پر بنسټ د سپما ډلو پراختیا ته زمینه برابره شي، څو خلک سپما زیاته کړي او په خپله ټولنه کې مالي سرچینو ته ښه لاسرسی ولري، چې له امله به یې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو ونډه هم پراخه شي.

ټولنیز یووالی او بیا مېشتېدنه

د پروګرام بله برخه به د ټولنیز یووالي، د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو د دوامدارې بیا مېشتېدنې، د ټولنې د ګډون او د سیمه‌ییزې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ځانګړې شي.

په دې برخه کې به شاوخوا ۲۳،۳۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول ګټه ورسېږي.

د اروپايي ټولنې څرګندونې

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي د همکاریو مشر ایریک بیوم وویل چې دا هوکړه به د افغانانو د معیشت ملاتړ وکړي او د کډوالۍ او جبري بې‌ځایه کېدو د اصلي لاملونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروګرام له لارې به د افغانستان د ټولنو اقتصادي ثبات او مقاومت پیاوړی شي، څو خلک وکولای شي دوامدار معیشت رامنځته او له راتلونکو ستونزو سره مقابله وکړي.

بیوم وویل چې دا همکاري د افغان ولس لپاره د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله ژمنتیا څرګندونه کوي او اروپايي ټولنه به د افغانستان له خلکو سره د یوه لا پیاوړي او دوامدار راتلونکي په جوړولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د اغاخان بنسټ څرګندونې

د اغاخان بنسټ اجرائیوي مشر او د اغاخان پراختیايي شبکې د افغانستان د همغږۍ مشر ډاکټر نجم‌الدین نجم وویل، د اروپايي ټولنې او اغاخان پراختیايي شبکې د اوږدمهاله همکارۍ پر بنسټ د دې نوي نوښت پیل د افغانستان په برخه کې د دواړو لورو د ګډې همکارۍ یو بل مهم ګام دی.

هغه وویل، دغه پروژه د زیانګالو ټولنو د ټولنیز او اقتصادي ثبات، دوامدار معیشت او په ټول افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د دواړو لورو ګډه ژمنتیا څرګندوي.

نجم‌الدین نجم د اروپايي ټولنې له مالي ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې اغاخان بنسټ ویاړي چې د دې مهمې هڅې برخه ده او د خپلې همکارې ادارې AKCS په ملتیا به د سیمه‌ییزو اقتصادونو د پیاوړتیا، د پیاوړو ټولنو د جوړولو او په افغانستان کې د دوامدارې اقتصادي بیا رغونې لپاره کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...