تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه/ د لغمان د اقتصاد ریاست مسوولان وایي، د دې ولایت په مرکز مهترلام، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ۹۵۸ کورنیو ته د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې ده.
د یاد ریاست د انکشافي چارو امر خلیل الرحمن صدیقي د طالبانو اړوند باختر اژانس ته ویلي چې، دغه کارونه د “سرف افغانستان” مؤسسې له لوري په تېرو څلورو کلونو کې برابر شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې، د ۳۵۸ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت ۹۵۸ کورنیو ته د دوکاندارۍ، خیاطۍ، سلمانۍ، کراکري، مالدارۍ، کرنې، چرګانو روزنې، د شاتو مچو د روزنې او نورو برخو کې د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې ده.
د نوموړي په وینا، هرې کورنۍ ته د اړتیا له مخې اړین توکي ورکړل شوي او اوس یې کاروبارونه پیل کړي دي.
په ورته مهال د علیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکي، پاینده ګل، چې دوه کاله وړاندې د خپل کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه ورته وزې ورکړل شوې وې، وایي چې د پخوا په پرتله یې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.
هغه وایي، دوه وزې یې اوس په اتو وزو بدلې شوې دي او هیله لري چې په راتلونکې کې یې مالداري نوره هم پراخه شي.
بلخوا، احمدنبي چې یو کال وړاندې یې د دوکاندارۍ په برخه کې کاروبار پیل کړی، وایي چې اوس یې د دوکان سوداګري دوه برابره شوې او له همدې عاید څخه د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه هم برابروي.
نوموړی کوچني کاروبارونه د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم بولي او له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي، څو په کور دننه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.