Homeخبرونهمجاهد: تېر کال مو دښمن ضد ۶۰۲ عملیاتونه ترسره کړي

مجاهد: تېر کال مو دښمن ضد ۶۰۲ عملیاتونه ترسره کړي

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د حکومت د رسنیو هندارې پروګرام کې وویل، د دښمن پېچلي پلانونه یې شنډ کړي، د هغوی پټنځایونه او خطرناکې شبکې یې له منځه وړې دي.

مجاهد زیاته کړه چې، د فرضي کرښې او رسمي پولو له طریقه افغانستان په ۱۹ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو کې له ۶ هېوادونو سره وصل دی، چې په وینا یې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره سرحدي ځواکونه له وسایلو، تجهیزاتو او امکاناتو سره په ټاکل شــویو سیمو کې ځای پر ځای شــوي او هر ډول ګواښونو د مخنیوي لپاره چمتو دي.

مجاهد د کډوالو د ځای پر ځای کولو او انتقال ترڅنګ هغوی ته دفاع وزارت په جوړو شویو روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمات او زرګونو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او د میلیونونو افغانیو نقدي مرستې هم کړې دي.

د نوموړي په وینا د دفاع وزارت تر چتر لاندې په همدې موده کې زده کړه ایزو نهادونو ته د ۲۰ زره ۷۵۱ منسوبینو د جذب او ۱۹ زره ۷۵۳ نور منسوبین بیا فارغ شوي دي.

مجاهد د مخدره موادو او د امنیت ټېنګښت برخو کې د دفاع وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، تېر هجري قمري کال یې (۲۸۵۸) ميله سپکې او درنې وسلې زرګونه مرمۍ، نظامي وسایل او تجهیزات نیولي دي.

هغه وایي، چې دفاع وزار دغه راز د مخدره موادو او نورو بېلا بېلو قضیو په تور د ۸۰۴ قاچقبرانو د نیولو تر څنګ زرګونه کیلوګرامه بېلا بېل نشه‌یي مواد نیولي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، د زندانیانو د اصلاح لپاره یې مهم اقدامات ترسره کړي او تېر ۱۴۴۷ ه. ق کال له درې زرو زیات بندیانو په مختلفو دیني علومو کې د فراغت سندونه تر لاسه کړي دي.

مجاهد وویل، تېرکال د هېواد په ټولو زندانونو کې ۱۵ زره کسان زندانیان وو او په وینا یې زرګونه زندانیانو ته عصري، لیک لوست او دیني زده‌کړې ورکړل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...