Homeخبرونهملابرادر: د نویو پراختیایي پروژو ترڅنګ د پخوانیو نیمګړو پروژو پیلولو ته...

ملابرادر: د نویو پراختیایي پروژو ترڅنګ د پخوانیو نیمګړو پروژو پیلولو ته هم ژمن یو

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي،دوی د هېوادوالو د هوسا ژوند لپاره د نویو پراختیايي پروژو د رامنځته کولو ترڅنګ د هغو پخوانیو پروژو د بیا پیلولو هڅې هم کوي چې، له کلونو راهیسې پاتې دي.

نوموړي وویل، د نویو پروژو تر څنګ د پخوانیو نیمګړو هغو چارو بشپړولو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو بهیر هم چټک شوی دی.

د ملا برادر په وینا، د سولې په نوم د استوګنې هغه پروژه چې له ۱۲ کلونو راهیسې پاتې وه، چارې یې اوس په چټکۍ سره روانې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، په کابل ښار کې د استوګنې په برخه کې د اوبو، برېښنا او نورو اساسي اړتیاوو د ستونزو د حل لپاره هڅې چټکې شوې دي، څو د هېوادوالو د هوسا ژوند لپاره لا ډېرې مناسبې پروژې رامنځته شي.

نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو هم وغوښتل چې پانګونه وکړي.

هغه ډاډ ورکړ چې حکومت به پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې لازم فرصتونه برابر کړي او د هغوی د پانګونې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...