چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+ماشوم/اجمل پسرلی

ماشوم/اجمل پسرلی

د ونې پر ډډ مې رغوی وګرژیده. پښې مې یوځای پورته کش کړې، لاسونه مې څانګې ته ورورغځول. ډډ غږ شو:

«خوږیږې»

«پام کوم، لاس نیسم»

اوف یې کړل. ما له ویرې یوې نرۍ څانګې ته لاس ورواچاوه، ټک یې شو څانګه ماته شوه. که مې پښه نه وای ایښې رالویدم. زړه مې دربیده، چیغه یې کړه:

«نه مې درته ویل…..»

«خو دا دی ځان مې تکیه کړ»

د غاښونو د چیچلو کرپا وه… زه پسې پورته شوم. څانګه کږه شوه. زور مې د څنګ پرڅانګه واچاوه، پسې وختم. د ونې په سر کې دوې څانګې  وې، لکه لیندۍ. نازکې وې. په هاغه سر کې یې سپین کاغذباد بند و، تپان یې سور و. که ختلم څانګه کږیده. لاس مې وراوږد کړ کاغذباد مې له میزانه راکش کړ د څانګو ترمنځ مې که لاس نه وای ایښی، خدای شته څرنګه به لویدلی وم. د څانګو ترمنځ مې لاس د ځالي منځ ته ورننوت خلي یې پاش پاش شول. د ګدي پران یوه خوا هم څیري شوه.

 ورو ورو مې کاغذ باد له څانګو راتیر کړ. د ونې له ډډه مې لاندې ټوپ کړل.

شمال د پرې کاغذ باد کاغذ ورپاوه، پورته د ونې د سر دوې څانګې باد ته  وزنګیدې. د مرغۍ چغا شوه. ساه مې ډوبه ډوبه شوه:

«دا ځاله د دې مرغۍ وه؟!»

د غاښونو خرپا شوه، هغه ډډ خیالي غږ مې په غوږو کې تاو راتاو شو:

« نه مې درته ویل…نه مې درته ویل…»

شمال مې کاغذ باد له لاسه کش کړ، د څیري ځای کرپه کرپه کرپا شوه چې ورته کتل مې د سریښ کیدو نه و.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب