Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: طالبانو تېره یوه ورځ کې ۲۷ ملکیانو ته مرګ...

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېره یوه ورځ کې ۲۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( شنبه، د حمل ۱۴ ) کورنیو چارو وزارت وايي، وسلوالو طالبانو د خپل تاوتریخوالي پر دوام تېره یوه ورځ کې ۲۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېره ورځ د وسله والو طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ تنه ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه ( د حمل ۱۴) رسنیو ته په استول شوي غږیږ پیغام کې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم او ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

هغه ویلي: “دغه پېښې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي په منجان، د تخار د خواجه غار ولسوالي په قشلاق کندهاري سیمه، د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالي په صیاد سیمه، په جلال اباد ښار، په حصارک ولسوالي او د خوست ولایت د صبري ولسوالي په نهار کلي کې رامنځته شوې دي.”

ارین دغه راز زیاته کړی چې وسله وال طالبان هره ورځ د ماینونو ځای پر ځای کولو سره د ملکي خلکو ژوند اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه هم د بلخ مرکز مزارشریف کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...