یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته په روژې میاشت کې...

د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته په روژې میاشت کې ترسره کېږي

تاند(شنبه، د حمل ۱۴) د افغان سولې په اړه د ترکیې برخلیک ټاکونکې غونډې ته په بېلا بېلو کچو د چمتوالي خبره کېږي، خو لا هم د وخت، اجنډا او د ګډونوالو د شمېر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

خو تاند ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د ترکیې ناسته به د اپریل په ۱۶مه پیل شي چې لس ورځې به دوام وکړي.

په معلوماتو کې ویل شوې چې د ترکیې په ناسته کې به د بحث مهمه موضوع افغان سوله او اوربند ته د طالبانو غاړه ایښودل وي.

په معلوماتو کې وړاندې راغلي چې په دغه ناسته کې به له پاکستان څخه ژمنه اخیستل کېږي چې په طالبانو به فشار راوړي او د سولې لپاره به ریښتینی ګام پورته کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ له امنیتي ناستې وروسته خپلې اونیزې خبري ناست ته وویل چې په دې اړه له امریکايي، طالب او ترکیي پلاوو سره خبرې روانې دي.

محب زیاتوي، کله چې بحثونه وروستي شول امریکايي پلاوی به کابل ته راشي او له ولسمشر محمد اشرف غني سره به یې شریک کړي.

هممهاله د افغانستان ۷ سیاسي ګوندونو، حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اسلامي وحدت، د خلکو د اسلامي وحدت، ملي جنبش، ملي اسلامي محاذ او افغان ملت د ترکیې ناسته مهمه بولي او وايي، د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي، چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لامل شي.

دوی اندېښنه څرګنده کړې، که دا تاریخي فرصت له لاسه ووت د افغانستان روانه جګړه به سیمې او نړۍ ته ناوړه پایلې ولري نو لازمه ده، چې د سیمې هېوادونه او نړیوال یې ملاتړ وکړي.

د یادونې ده چې نن د ملي مصالحې عالي شورا غړي وايي ټاکل شوې چې نن، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د طرحې په هکله لیدلوري د دې شورا پنځلس کسیزې کمېټې ته وسپاري.

د مصالحې عالي شورا غړی عبیدالله سیلم وايي چې د یونس قانوني په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا پنځلس مشرتابه غړي به د دغو لیدلوریو له ارزولو وروسته، د امریکا د طرحې په هکله خپل لیدلوری یادې شورا ته وسپاري او د دې شورا له هوکړې وروسته، به دا طرحه د حکومت له خوا د ترکیې په غونډه کې مطرح شي.

تمه ده چې تر راروانو څو اوونیو پورې، افغان حکومت، سیاسي مشران او طالبان د ترکیې په جوړېدونکې غونډه کې چې پایله یې د افغانستان لپاره مهمه بلل کېږي، ګډون وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې په دغې پنځلس کسیزې کمېټې کې به د دې شورا پر نور غړو سربېره، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او عطامحمد نور هم حضور ولري.

په ورته وخت کې ولسشمر محمد اشرف غني نن شنبه د امریکا متحدو ایالتونو شارژدافیر، د ناټو ملکي استازي او د یوناما د سرپرست په ګډون د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو او د بین المللي بنسټونو ځینو استازو سره کتلي.

دارګ په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر غني په دغه کتنه کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري د تشریح ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالو همکارانو او سیمې هیوادونو وروستیو هڅو د ترکیې په کوربتوب ناسته جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب