دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزد کرکو ، کږنو او انګېرنو منطقي اړخ

د کرکو ، کږنو او انګېرنو منطقي اړخ

  ليکوال: پوهنيار ميوند بختيار

 د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد

لنډيز 

کرکې، کږنې او انګېرنې د فولکلور يوه مهمه او تقريبا هېره شوې برخه ده، چې تر اوسه پورې د نړۍ په ډېری ولسونو کې شته ده. د يوويشتمې پېړۍ انسان که هر څومره پرمختګ هم کړی دی، خو د دوی په جمعي لاشعور کې لا د زرګونو کلونو مخکې پېښې، تخيلات، توهمات او خرافات موجود  دي. د کرکو، کږنو او انګېرنو د پيدايښت تاريخ اساطيري دور ته رسېږي، هغه وخت چې انسان لا پر طبيعت لاسبری شوی نه و، هغه وخت ته چې پر انساني ذهن اساطيرو واکمني چلوله. کرکې د ځينو پېښو، خبرو او کارونو په اړه د انسان باطني غبرګون او د انسان د باطني ناخوښۍ انعکاس دی. کږنې هم د ځينو پېښو او کارونو د پايلو په اړه د انسان منفي رايه ده يا د ځينو پېښو او کارونو په اړه د انسان بدبيني موږ ته راښيي. انګېرنې د ځينو طبيعي پېښو او بدلونونو د لاملونو په اړه د عوامو عقيده ده يا داسې انګېرل، چې د د غو پېښو، بدلونونو او تحولاتو لامل دا شی يا هغه شی دی، همدغه عقيده انګېرنه بولي. کرکې، کږنې او انګېرنې د بشر د تجربو، وېرو، توهماتو او تخيلاتو  پايله ده، چې وروسته بيا ځينو ولسونو خپل فولکلور ته مذهبي رنګ ورکړی دی، موږ که د پښتنو د دې فولکلوريک ژانر نمونې وګورو، ځينې يې مذهبي رنګ لري، ځينې يې د طبيعي پېښو په اړه لرغونې اساطيري عقيدې دي، چې اوس د انګېرنو په شکل راپاتې دي، ځينې يې له خطرونو څخه د ځان او کورنۍ د خوندي ساتلو په اړه لارښوونې دي او ځينې يې بيا د حيواناتو، خزنده ګانو او مرغانو په اړه د بشر د پخواني تفکر پاتې شونې دي. کرکې کږنې او او انګېرنې له لرغونو زمانو څخه سينه په سينه د يوې عقيدې په شکل له يوه نسل څخه بل نسل ته په ميراث راپاتې دي. ځينې کرکې، کږنې او انګېرنې د مور، پلار، کورنۍ او… ټولنې له خوا د ماشوم په ناځانخبري ضمير کې ور ثبتږي، چې د ژوند تر پايه پورې ورسره ملې وي. د نړۍ په ډېری ولسونو کې تر اوسه پورې همدا کرکې، کږنې او انګېرنې شته دي، چې نژدې بېلګه يې پښتني او هندي ټولنې دي. د هندوانو پر ژوند باندې هم کرکو، کږنو او انګېرنو خپل سيوری غوړولی دی، د دوی ډېری هنري فلمونه او سريالونه زموږ د ادعا ثبوت کېدای شي. کرکې، کږنې او انګېرنې زياتره عقيدوي بڼه لري، د همدې  ژانر منطقي اړخ او ارزښت له اسطورې، ارواپوهنې، اکسيالوژي، ټولنپوهنې او وګړپوهنې سره په اړيکه کې جوتېدای شي. انګېرنې ډېر ډولونه لري، چې ځينې مهم يې دادي: مذهبي انګېرنې، د حيواناتو په باب انګېرنې، د مرغانو په باب انګېرنې، د خزنده ګانو په باب انګېرنې، په طبعيت کې د شته پديدو په باب انګېرنې او نورې رنګارنګ انګېرنې.

آر وييونه: فولکور، کرکې، کږنې او انګېرنې    

سريزه

فولکلور د عوامو د عقيدو، توهماتو، تخيلاتو، د عوامو د پوهې او… باورونو هينداره ده چې هر ولس پکې خپله ماضي او حال ليدلی شي. کرکې، کږنې او انګېرنې چې د پښتو فوکلور په زړه پورې لرغونې نمونې دي، چې د بشر له پيدايښت سره به ممکن هممهاله زېږېدلې وي. کرکې، کږنې او انګېرنې د نړۍ په ډېری اولسونو کې موجودې دي او د پښتنو په سيمو کې خو دا فولکوريک توکي په پېخر پيدا کېږي. ځکه تراوسه لا ډېری کلي او بانډې د سواد له نعمت څخه محروم او له ښاريو څخه لرې دي. دا کرکې، کږنې انګېرنې ښايي د پښتنو له سايکالوژي او عمومي ذهنيت سره په ارتباط کې وڅېړل شي، چې په پښتونپېژنده او د پښتني پرګنو د عمومي سايکالوژۍ د معلومولو په برخه کې به يو نوی باب وي.

په دې حاضره ليکنه کې مې (مشت نمونهء خروار) کرکې، کږنې او انګېرنې راټولې کړي دي، څه له کتابونو او ډېری مې له اولس څخه راغونډې کړې دي. دې ته په پام سره چې د فولکلور راټولول د يوه ملت د کلتور په پېژندنه کې مهم رول لوبوي، همدغه فولکور دی، چې ځينو ټولنيزو پوهنو ته خام مواد برابروي.

د کرکو، کږنو او انګېرنو په باب علمي، اکاډيمکه او هر اړخيزه څېړنه د دې وړې ليکنې له حوصلې پورته خبره ده، خو ما خپله هڅه کړې ده، په دې هيله چې دا ليکنه تر يوې اندازې پورې د فولکلوري څېړنو تشه ډکه کړي.

د موضوع اهميت او  مخينه

فولکلور د يوې ټولنې د ماضي د تصوير يو مهم اړخ دی، چې د ولس عمومي سايکالوژي، ادبي ذوق، عقيده يا په ټوله کې د دوی د کلتور يو مهم اړخ ترې معلومېږي. کرکې، کږنې او انګېرنې که ټولې راټولې شي، د ادبياتو، ميتولوژي، ارواپوهنې او ټولنپوهنې لپاره د خامو موادو يوه مهمه حوزه کېدای شي. کرکې، کږنې او انګېرنې که ټولې منطقي نه دي يا د منطق په کاڼو برابرې نه دي او ګوتشمېر پوهان يې په خرافاتو کې شمېري، خو را ټولول او څېړل يې مهم کار دی، ځکه په فولکلور کې د يوه ولس د فرهنګي او کلتوري ژوند بېلابېلې برخې ليدل کېږي. د يوه ولس د عمومي سايکالوژۍ په معلومولو کې له همدې فولکلوريک ژانر څخه هم استفاده کولای شو. دې ته په پام سره چې د زياتو فولکلوري ژانرونو يا اساطيري کيسو او داستانونو منطقيوالی او ارزښت بويه د هماغه زمان او مکان له شرايطو، مذهبي باورونو، ټولنيزو او اقتصادي مناسباتو سره په اړيکه کې وڅېړل شي.

د کرکو، کږنو او انګېرنو په اړه لاندې ښاغليو کار کړی دی:

–  د دوکتور زېور الدين زېور (کرکې، کږنې او انګېرنې).

– د  پوهاند  احمدشاه زغم (فولکلور او فولکلوري ادبيات).

– د سر محقق علي محمد منګل (د پښتنو ځينې فولکلوري روايات).

– د محمد حنيف حيران (کږنې او انګېرنې ).

لکه څنګه چې د فولکلور لمنه پراخه ده، همداسې له ولسه د هر فولکلوريک ژانر راټولول د څو کتابونو او مقالو له وسې پورته کار دی، دا پراخ کار او لويې حوصلې ته اړتيا لري.

 د څېړنې موخې

اصلي موخه

 د فولکلور دا ارزښتمنه برخه له منځه تللو سره مخ ده، ومې غوښتل چې د ولس له منځ څخه د دوی ځينې کرکې، کږنې او انګېرنې راټولې کړم، چې له مرګه خوندي شي. بله موخه د ياد ژانر د منطقيتوب او ارزښت جوتېدل دي.

فرعي موخې

ډېری خلک فکر کوي چې کرکې، کږنې او انګېرنې بې ګټې دي، بې ګټې څه چې  انساني ژوند ته مضرې هم دي. زه به دلته هڅه وکړم چې دواړه اړخونه يې څرګند کړم، چې ټولنې ته پخوا او اوس څومره ګټورې او څومره بې ګټې وې. 

د څېړنې پوښتنې

 په دې وړه مقاله کې هڅه شوې ده چې لاندې پوښتنو ته ځوابونه ومومو:

آيا کرکې، کږنې او انګېرنې ارزښتمنې دي؟ آيا را ټولول يې ارزښتمن کار دی؟ آيا ټولې کرکې، کږنې او انګېرنې له اوسنيو علمي حقايقو سره په ټکر دی؟ او آيا همدا فولکلوريک ژانر غير منطقي دی؟

د څېړنې فرضيه

 کرکې، کږنې او انګېرنې د پښتو فولکلور يوه بډايه برخه ده، چې تر اوسه  پورې زموږ په ولس کې شته ده، کرکې، کږنې او انګېرنې لکه څنګه چې ځينې خلک خيال کوي، چې بې ګټې او مضرې دي، دلته به يې ګټه او تاوان دواړه جوت کړو، ډېری کرکې، کږنې او انګېرنې په سر سري نظر غير منطقي او بې ګټې دي، خو حقيقت داسې نه دی، کرکې، کږنې او انګېرنې د فولکلور په دايره کې منطقي او حتی ګټورې هم دي. مخکې مو هم وويل چې هره پديده د ځانګړو شرايطو په دايره کې د هماغه زمان و مکان سره په اړيکه کې بايد وڅېړل شي، بيا دې يې د ارزښت او منطقي والي په باب نسبي حکم وشي.

 کرکې، کږنې او انګېرنې د نړۍ په ډېری ولسونو کې موجودې دي، زما په اند که د کرکو، کږنو او انګېرنو پر منشا‌ء، منطقي والي او ګټورتوب خبرې وکړو، اړ يو چې له ادبياتو، کلتورپوهنې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې سره په اړيکه کې  د ټولنې جمعي لاشعور  پسې راوسپړو.

د څېړنې ‌ډول او ميتود

د دې مقالې د څېړنې ډول ساحه يي او کتابتوني دی او د سروې ميتود پر مټ مو څېړنه مخته  وړې ده، سربېره پر سروې ميتود د ځينو برخو رڼاوی د تشريحي – تحليلي ميتود په واسطه تر سره شوی دی.

کرکې، کږنې او انګېرنې

کرکې کږنې او انګېرنې په فولکلور (اولسي ادب يا د عوامو پوهه) پورې مربوطې دي، چې د يوه ولس او ټولنې د اعتقاداتو، مخيلاتو او توهماتو يوه ارزښتمنه او رڼه هينداره ده.

پورته مو د عقيدې خبره وکړه، عقيده څه ده؟

پر يوه شي باندې باور لرل عقيده ده، څوک چې په خپل زړه کې يو شی د مينې له مخې ساتي او خوندي کوي يې، دې ته عقيده او باور ويل کېږي. پوهېږو، چې د حقيقت او واقعيت په ډول د يوه شي ذهني منښت عقيده او باور دی. دا که د عقل له مخې وي، که د يوې بلې منبع او سرچينې له مخې چې ورته عقيده لري؛ نو هغه به يې ښه راځي، په ښه به يې انګېري، که ورته بد وي؛ نو به کرکه ترې کوي او په نفرت سره به يې انګېري. دا عقيدوي توکي لکه چې ښکاره ده زموږ په کلتور کې له ډېر پخوا څخه شته، له پېړيو پېړيو راپدېخوا يې خلک پالنه کوي (مومند، ۱۳۹۲: ۱۷۳).

فولکلور –  (folklore) د انګريزي ژبې يوه مرکبه کليمه ده، چې د دوو کليمو فولک (folk) او لور (lore) نه جوړه ده. د فولک (folk) لغوي معنی ده ولس يا خلک او د لور (lore) معنی ده، پوهه يا زده کړه. دغسې د فولکلور د مرکبې کليمې معنی شوه، د خلکو زده کړه يا ولسي پوهه (وفا، ۱۳۹۲: ۶).

د پښتو د ولسي ادب لارې د فولکلور په اړه کاږي:

فولکلور د ولسي ژوند هينداره ده. په دې هينداره کې د خلکو دودونه، ارزښتونه، چال چلند، انګېرنې، کږنې او د ژوندهر راز لارې چارې منعکسېږي. د فولکلور د څېړنې ساحه ډېره پراخه ده؛ خو عمده برخه يې ولسي دودونه، خرافات، رواجونه، ولسي ادب (لکه متلونه، سندرې، کيسې او نور) دي (دوست، ۱۳۸۵: ۱).

د فولکلور په اړه تر اوسه پورې يو واحد اصطلاحي تعريف نه لرو، خو ډېری پېژندنې يې سره ورته غوندې دي او زيات مشترکات سره لري، کانديد اکادميسين محمد صديق روهي په فولکلور پېژندنه کې ليکي:

فولکلور د عوامو خلکو هغو عنعنو ته ويل کېږي، چې له لرغونو زمانو څخه را پاتې شوي او د اوسني وخت له متداولو پوهنو، عقايدو او چلن بېلګو سره يو څه توپير لري. بريټانيکا دايره المعارف ليکي: ” فولکلور د هغو اسطور، افسانو، کيسو، متلونو، سندرو، د جشنونو، او اخترونو د بېلګو او نڅاوو، روايتونو او حکمتونو، جادويي فورمولونو او خرافاتو يو عمومي نوم دی، چې په ناليکلې توګه له پخوانيو وختونو څخه تر دې وخته پورې را رسيدلي دي ” (روهي، ۱۳۹۴: ۴- ۵).

فولکلور د کلتور د يوې سترې څانګې په توګه د بشر د ژوندانه، عقايدو، هنرونو، دودونو او خرافاتو يو جامع تصوير دی، چې سينه په سينه په شفاهي توګه له يوه نسل څخه بل ته  را انتقال شوی دی. دلته د فولکلور يوه بل تعريف ته هم تم شو: فوکلور يا اولسي ادب د اولسونو د ګروهيزو او اعتقادي ارزښتونو يوه رڼه هينداره ده، چې د يوې کلتوري ټولنې وګړي پکې د خپلو انګېرونو او مخيلاتو انځور جوړوي. په پښتني ټولنه کې، چې د مادي او علمي پرمختيا يون يې تر نورو هغو ډېر ټکنی دی، د فوکلوري ارزښتونو پر بنسټ د خپلو هيلو ماڼۍ درول يو عادي تاريخي دود دی (حيران، ۱۳۸۴: ۱).

لکه څنګه چې، پښتون ولس ډېری د سواد له نعمت څخه محروم دی؛ نو د خپلو هيلو او ارمانونو ماڼۍ يې په فوکلور ولاړه ده. کرکې، کږنې او انګېرنې چې ځينې يې د اوسنۍ نړۍ له علمي حقايقو او په تېره بيا زموږ له ديني ارزښتونو سره په ټکر کې دي، خو بيا هم په فولکلور کې يو لوی او اهم ځای لري.

استاد صميم انګېرنې، چې د فولکلور يوه مهمه برخه ده، داسې راپېژني:

” انګېرنې د فوکلوري سيند (قاموس) يو توکی يا ځېل دی، چې پښتانه يې په ژوندانه کې د پېښېدونکيو بدلونونو او رامنځته کېدونکيو پېښو سره په تړاو د عامل او لامل په توګه پېژني. يانې د يوې پېښې د راپېښېدو مورينه يې بولي، په داسې حال کې، چې زموږ ديني او آن علمي ازمېښتونه او تجربې يې د يوه علمي آر په توګه نه مني؛ خو دا هم يو تريخ حقيقت دی چې د ټولنې پر هر ګوټ او وت مو د دغو ناوړو ارزښتونو اغېزې خپرې دي” (حيران، ۱۳۸۴: ۱).

کرکې، کږنې او انګېرنې يو لرغونی فولکلوريک ژانر دی چې، ښايي د انسان له پيدايښت سره به همزولې وي، په لرغونو زمانو کې چې نه ليک او لوست وو، نه علوم و فنون؛ نو د انسان هڅه تل داوه چې، پر طبيعت د بري او له ستونزو او کړاوونو څخه د خلاصون په موخه کرکو، کږنو او انګېرنو ته مخه کړي، بشر همدا کرکې، کږنې او انګېرنې د زړه او اروا د ډاډ يوه مهمه، اسانه او ارزانه لاره  وموندله.

انګېرنې د ولس په منځ کې د ولسي ادب يو دود شوی لرغونی ژانر دی، چې له ډېرو زمانو راهيسې را روانې دي او اوس يې هم خلک په خپلو کې سره کاروي. اکثره انګېرنې خو داسې دي، چې خلک ډېر عقيدت ورته ولري، يو شمېر کسان يې مفهوم ډېر ژور ګڼي او ان چې ځينې کيسې هم ورپسې تړي، ځينې يې په ښه فال نيسي او ځينې يې بد فال (حيران، ۱۳۸۴: ۳).

انګېرنې يو ډول احساسي ناڅرګند درک دی، چې له طبيعت او ژوند پېښو سره د مخامخ کېدو په وخت کې رامنځته کېږي ( د ولسي او امي رواياتو دغه خواره واره موضوعات په دوی کې له يوه نسل نه بل نسل ته په داسې حال کې رسېدلي، چې يا يې عملا ليدلي او يا يې اورېدلي، د کليو او بانډو په خلکو کې دغه روايات په بېلابېلو بڼو او ډول ډول رنګونو سره د يوې تجربې له مخې اجرا کېږي، په دې ولسي روايتونو باندې بانډوال ( په تېره سپين ږيري او سپين سرې) ښځې ښې پوهېږي. دغه انګېرنې د ژوند په ډېرو ډېرو ډګرونو کې شته لکه: مذهبي، روايتي، تجربوي او داسې نور (زغم، ۱۳۹۴: ۱۹۴).

په پښتنو کې همدغو کرکو، کږنو او انګېرنو مذهبي رنګ خپل کړی دی، د اسلام د مقدس دين له راتګ سره خلک پر خپلو پخوانيو عقيدو وېرېدلي، چې له منځه ولاړې نه شي؛ نو د مذهب په خم کې يې رنګولې او له مرګه يې ساتلې دي، چې همدغه اړيکه د مذهب او فوکلور تر منځ د عطف ټکی بلل کېدای شي.

زموږ په عوام او امي ولس کې ځينې خرافي او موهومي عقيدې، لکه کرکه، انګېرنه، شګون، خوب ليدل، فال نيول، دم، تاويز، زيارت ته تګ، دعا، ښېرا، د همای سيوری، سېمرمرغه، بلا، دېو، ښه ستوری، بخت او طالع او داسې نور، د انسان د پيدايښت څخه، د لومړنيو او ابتدايي ټولنو نه نيولې تر نن پورې په ولس کې د يوې عقيدې او ځانګړي فکر په توګه وجود لري، دا خرافات او عقايد په حقيقت کې د يو زيات شمېر پېښو ثمره او مسوول ګڼل کېږي (منګل، ۱۳۸۹: ۳۰).

کرکې، کږنې او انګېرنې د نړۍ په هر او لس کې موجودې وې او په ځينو ولسونو کې خو تر اوسه لا هم موجودې دي، د نړۍ د وولسونو کرکې ، کږنې او انګېرنې ممکن زموږ د پښتنو له هغو سره لږ و ډېر توپيرونه او ورته والي ولري، خو په ټوله کې ډېرې سره ورته دي.

کرکې، کږنې او انګېرنې د فولکلور يوه مهمه او هغه ګوښه پاتې برخه ده، چې په پښتني چاپېريال کې يې ريښې تر اوسه هم قوي دي، خو فولکلوريک ارزښت ته يې ډېره لږه پاملرنه شوې ده. دغه کرکې، کږنې او توهمات پر پښتني ټولنې سربېره په مختلفو ټولنو (برتانيې او شمالي امريکا) کې هم شته، خو د نړۍ د نويو پرمختګونو په رابرسېره کېدو سره، دغه څيزونه تر ډېره بريده بدل شوي او ځای يې نويو او لېږدېدلو دودونو نيولی دی (حيران، ۱۳۸۴: ۸).

اوسمهال هم د اندونيزيا، ماليزيا، هندوستان، سريلانکا او نورو هيوادونو کې د فيل عجيب و غريب حرکات د يوې بدې پېښې د پېښېدو زېری کڼل کېږي. د خلکو دغه انګېرنه د سونامي په خونړۍ زلزله کې د فيلانو له هغو کريږو څرګنده شوه، چې تر زلزلې يې لږ له مخه کړې وې او د غره په لوري يې منډه کړې وه.

د سونامي په پېښه کې  يوې قبيلې يوازې يو تن له لاسه ورکړ، چې هغه ګوډ و، نورو وګړيو چې د فيلانو دغه عجيب و غريب حرکات او ږغونه ليدلي او اورېدلي و، نو له ساحله يې د غره خواته  تېښته کړې وه، او درسته قبيله له حتمي مرګ څخه وژغورل شوه.

د کرکو، کږنو او انګېرنو د پيدايښت يو لوی لامل له طبيعي پېښو څخه د خبرېدا او نورو حوادثو پر وړاندې د انسان سره د وسايلو نه شتون، د علم و پوهې کموالی، پر خرافاتو او مافوق طبيعي شيانو باندې عقيده کېدلای شي، د لرغونو زمانو د انسان د زړه تسل هم پر همدې کرکو، کږنو او انګېرنو  باندې تکيه وو او بشر د خپلې مضطربې اروا د سکون لپاره کرکو، کږنو، انګېرنو، تاويزونو، دمونو او اساطيرو ته پنا وړله او وړي.

زموږ ټولنه کې کرکې او کږنې که څه هم د خرافاتو له جملې څخه شمېرل کېږي، مګر دا چې په دې کې زموږ د فرهنګي او کلتوري ژوند بېلابېلې خواوې ترې څرګندېږي، څېړل او راټولول يې ضروري کار ګڼل کېږي. دا به سمه وي چې کرکې به عيني، منطقي او علمي اساس نه لري، خو دا چې ولس او بانډه والو کې د يوې پېښې د مخنيوي لپاره د ځان ساتلو په غرض تر سره کېږي، په درنښت ورته کتل پکار دي ( منګل، ۱۳۸۵: ۶۰).

د فولکلور او  د کرکو، کږنو او انګېرنو په اړه ځينې خلک مطلق حکم کوي، چې دا ټول خرافات او اباطيل  دي، ګرسره منطقي نه دي او له اوسنيو علمي حقايقو سره په ټکر کې دي. دا به ظلم وي چې ټول فولکلور باندې د خرافاتو مطلق حکم وکړ.

خرافات څه دي؟

خرافه يا خرافت په عربي کې، هوايي او خوشې خبرې ته وايي، لکه افسانه، درواغجنه خبره او بې حقيقته قصه؛ خرافي له خرافه څخه مشتق شوی نسبي صفت دی او د خرافه جمع خرافات کېږي ( لايق، ۱۳۹۱: ۱۲). خو ځوان څېړونکی فيصل فاران بيا ليکي، چې خرافه په عرب کې يو نوموړی لېونی تېر شوی و، چې ځان سره به لګيا و او اوتې بوتې به يې ويلې، دغه اوتو بوتو ته حديث خرافه اصطلاح عربو ورکړه (فاران، ۲۰۱۵: ۴۴).

انګېرنې ډېر ډولونه لري، الف: مذهبي انګېرنې چې د خلکو د عقيدو او تجربو له يو شوي (mix) باور څخه را منځته کېږي. دا ډول انګېرل هم مذهبي او تجربوي پوهنې دي، چې د ژوند په اوږدو کې را منځته شوي وي او دوام يې کړی وي، لکه: 

په شپه کې د نوکانو نيول، د ستوري يا ستورو ليدل، د لمر او سپوږمۍ تندر نيول، د پيشو (پيشکې) وژل، د ډوډۍ يا دسترخوان پر سر د بسم الله ويل او نه ويل، په کوټه کې د نوکانو اخيستل، عکس يا تصوير (انځور) ته مخامخ لمونځ نه کول، ډوډۍ او دسترخوان خورېدل، د لمانځه مخکې تېرېدل، پر ليکل شوي کاغذ پښه ايښودل، د يتيم نه ازارول يا ازارول، د زلزلو په وخت کې اوه ګامونه اخيستل دا او داسې نورې انګېرنې چې د خلکو د تجربو او باورنو په سمسور بڼ کې له ډېر پخوا راپاتې دي.

ب: د مرغانو، څلوربولو (حيواناتو) او خزندګانو په برخه کې انګېرنې، لکه: چرګه په اذان راتلل، شاپرک پر سر تېرېدل، پر مېږيانو ختل او داسې نورې (زغم، ۱۳۹۴: ۱۱۹).

پر دغو انګېرنو سربېره موږ په ولس کې نورې متفرقې انګېرنې هم لرو، ما په دې ليکنه کې د پورته يادو شويو ډولونو نمونې او نورې متفرقې انګېرنې مې هم را ټولې کړې دي.

د کرکو، کږنو او انګېرنو منطقي اړخ

ادبيات، هنرونه، اديان، مذاهب، اساطير، فولکور او کلتوري توکي تل د منطق په تله تلل به ډېر منطقي نه وي، هره پوهنه خپل منطق، خپل استدلال، د تول خپل کاڼي او مقياسونه لري؛ نو کرکې، کږنې او انګېرنې هم ګرسره بې ګټې او غير منطقي بلل به ظلم وي.

پښتني انګېرنې، کرکې او کږنې زياتره په هغو سيمو کې ژوندۍ دي، چې وګړي يې له  ښار او نظامه لرې، په قبيلوي توګه ژوند کوي. دغه انګېرنې که څه هم ډېرې يې منطقي دليل نه لري، خو کله کله په تله پوره او پر ځای راخېژي. زما په اند د غير منطقي کرکو، کږنو او انګېرنو د پيدايښت لامل دادی، چې خلکو غوښتل له دې لارې د پېښو، بې لاريو او نورو ستونزو مخنيوی وکړي او په دې توګه په ټولنه او کورنيو کې نظم پر خپل ځای واوسي. د دغو انګېرنو يوه  ښه بېلګه داده ، چې خلک خپلو ماشومانو ته وايي چې په اوبو کې ميتيازې مه کوئ، چې د پلار وېښتان مو سپنېږي، دغه انګېرنه که څه هم په منطقي لحاظ سمه نه ده، خو پخواني انسان د اوبو او چاپېريال د خونديتابه لپاره يوه غوره لاره ده (حيران، ۱۳۸۴: ۹).

– ماشومانو ته ويل کېږي چې سپي ته اوبه مه ورپاشئ، بيا مو پر لاسونو زخې راشنې کېږي.

– ماشومانو ته وايي چې دېګونه مه څټئ، بيا به مو په واده کې دوړې وي.

– ژاولې مه ژويئ چې بيا مو په ځوانۍ کې ږيره کږېږي.

– ماشومان نه پرېږدو چې پر ډېران يا هم په مړو ايرو کې وګرځي، داسې انګېرو چې بيا پېريان پرې کېني.

– کوچنيانو ته ويل کېږي چې کله له بړبوکۍ سره مخ شوئ، منډې ترې ووهئ، ځکه چې په بړبوکۍ کې پېريان وي.

– ډېری ميندې د لنګې غوا، لنګې مېښې خواته ماشومان نه پرېږدي، داسې انګېري چې بيا بلا پرې کېني.

– د شنې ونې لاندې څوک خوب ته نه پرېږدو، داسې انګېرو چې بيا يې بلا وهي.

– ځينې ښځې چې لاسونه يې پر اوړو ککړ وي، له کوره د باندې نه وزي، داسې انګېري چې بيا نېستمن کېږي.

– ښځې ماشومانو ته وايي چې، د بل تناره او انغري پر سر ټوپونه مه وهئ يا يې پر سر ګام مه اخلئ چې بيا مو پسکۍ نه ټينګېږي.

– څوک چې د خونې په منځ کې له لاسونو او پښو پټوکي (پستوکي) شکوي، ورته وايو چې دا کار مه کوه! کور سپېره کېږي.

– يا که څوک په کوټه کې نوکان اخلي (پرې کوي) ورته وايو  چې په خونه کې نوکان مه پرېکوه چې د بدبختۍ نخښه ده.

– ميندې ماشومان نه پرېږدي چې د ډوډۍ له خوراکه وروسته ککړ لاسونه د باندې ووزي، داسې انګېري چې بيا د کاسې برکت د باندې ورسره وزي.

دا او دې ته ورته انګېرنې که څه هم منطقي نه دي، خو د ماشومانو د حفظ الصحې په برخه کې، د چاپېريال او کور د ستره ساتلو لپاره ښه ټکي بيانوي او همدا راز لوړې يادې شوې انګېرنې د ځينو ناروغيو او ناوړه پېښو څخه د مخنيوي په پار د ماشومانو په ذهن  کې د لويانو له خوا ور ثبتېږي. دوی ته به دغه لاره د ماشوم د خونديتابه لپاره اسانه په نظر ورغلې وي.

خو يو لړ نورې انګېرنې هم شته چې د لويانو له خوا نسل په نسل د ماشوم په د ذهن پر پرده رسم شوې دي، هغوی بيا راتلونکي نسل ته په ميراث پرېيښې دي چې دا سلسله تر اوسه پورې په ځينو ټولنو کې جاري ده.

دا کرکې، کږنې او انګېرنې که څه هم  زموږ له ديني او مذهبي اعتقاداتو سره سر نه خوري او همدا راز له اوسنيو علمي حقايقو سره هم  په ټکر کې دي، خو بيا هم زموږ و ستاسې د فولکلوريک ادب يوه ارزښتمنه برخه ده چې راټولول او خوندي کول يې د فولکوريک ادب د بډايينې سبب ګرځېدای شي.

په پورته  کرښو کې د ارزښت خبره وشوه، ارزښت يوه فلسفي موضوع ده، مخکې د فلسفې په چوکاټ کې څېړل کېدله، خو اوسمهال د اکسيالوژۍ يا ارزښتپوهنې په څانګه کې خبرې پرې کېږي،  دلته به د موضوع د روښانتيا لپاره همدا کلمه لږه واضحه کړو: 

ارزښت هغه اجتماعي پديده ده چې په اجرا کولو او يا نه اجرا کولو يې د ټولنې يو غړی مکلف نه بلل کېږي، د هغې په خلاف عمل سره يو څوک ستايل کېږي او يا رټل کېږي، د مثال په توګه ننګ، پست، مېړانه، مېلمه پالنه، درواغ نه ويل او داسې نور د پښتني نورمونو ارزښتونه بلل کېږي (ګوربز، ۱۳۹۰: ۲۴).

ځينې کرکې، کږنې او انګېرنې د ماشوم پر ذهنيت باندې دومره منفي تاثير کوي چې، بيا د ژوند تر پايه پورې دغه ور القا شوې عقيده ورسره موجوده وي، ماشوم چې تل په استقرايي توګه تفکر کوي او هغې مرحلې ته رسېدلی نه وي چې په قياسي توګه تفکر وکړي؛ نو په دغه حساس وخت کې چې د ماشوم ناخود آګاه ضمير ډېر فعاله وي، که له خرافاتو څخه د ماشوم ناخود آګاه ضمير ډک شي، د ژوند تر پايه پورې به له دې ستونزو سره لاس و ګرېوان وي. زموږ په ټولنه کې ځينې ميندې ماشومان په پېريانو او بلاوو ډاروي، چې دا د بلا او پېري تصور او له هغو څخه وېره تر مرګه له  انسان  سره مله وي. په دغه شخصيت سازه مرحله کې مور و پلار ته ډېر پام پکار دی، ځکه چې د راتلونکي د څراغونو د ژوند مسله او د سوال خبره پسې غوټه ده.

ځينې کرکې، کږنې او انګېرنې چې په منطقي لحاظ بېخي شنډې خو د ادب او فوک له نظره دردانې دي، يو څو يې لاندې راسره ولولئ:

– څوک چې لاس تر زنې لاندې ناست وي، ورته وايو: لاس تر زنې مه کېنه! خدای مه کړه څه پېښه در ونه شي. يوې ټپې هم دا موضوع رانغښتلې ده:

لاس دې تر زنې لاندې مه ږده 

ستا به عادت وي ما به ورک کړې له وطنه.

– زياتره ښځې ماښام مهال د اوړو غلبېل د باندې نه باسي، داسې انګېري چې غلبېل سپېره وي، بيا کورته نېستي راځي.

– ځينې خلک کوترې کور کې نه پرېږدي، داسې انګېري چې، بيا مو کور سپېره کېږي.

– چرګه چې اذان وکړي، خلک داسې انګېري چې دا ډېره سپېره ده، ژر يې حلاله کړئ، هسې نه کومه بده پېښه را ونه شي. يا که چرګې اذان وکړ نو خلک يې ژر حلالوي، د چرګې اذان د قيامت زېری بولي.

– د کوچيانو چې پسونه ډېر مري، داسې انګېري چې شپون يې سپېره دی، ژر ورته شپون بدلوي.

– د چا چې يکه اولاد وي يانې يو زوی يې وي؛ نو مور يې پر تندي ورته خال وهي، داسې انګېري چې بيا پايي يانې ژوندی پاتې کېږي.

– کوم ماشوم چې ژر نه په پښو کېږي، مور يې پر اوو کورونو ګرزوي او داجملې زمزمه کوي:

سر درغی! پښې غواړي.

خلک ورته وايي: خدای دې  يې ورکړي!

– کله چې شيدې ورانې شي او سمې مستې ورنه نه جوړېږي؛ نو ښځې يې بيا په سره سيخ سره داغي، داسې انګېري، چې بيا مستې سمېږي.

– ځينې ماشومان چې کمزوري وي، مور يې  انګېري چې څلوېښتي پرې لوېدلې ده، نو ماشوم د هغه چا په پټيو کې لمبوي، چې ميراث شوی وي او جامې يې همالته په پټيو کې اچوي.

– د چاچې ماشومان نه کېږي، بې اولاده ښځه په کوم مشهور زيارت  کې زانګو اچوي.

– په کوم کور کې چې مېږيان پيدا شي، نو د مېږيانو د غار خولې ته هغه کاغذ اچوي په کوم کې يې چې د اوو سود خورو نومونه  ليکلي وي، د ليک په پای کې يې داجمله هم ورزياته کړې وي، چې ای مېږيانو! که له دې ځايه ولاړ نه شئ، د قيامت پر ورځ به مو ځای له دغو سود خورو سره وي. خلک داسې انګېري چې مېږيان ليک لولي او له دې ځايه کډه کوي. 

– کوم ماشوم چې ډېر ژاړي، مور يې پر سر باندې اور ور مړ کوي، داسې انګېري چې کوچنی يې ډار شوی دی.

– د چا چې لوڼې ډېرې او زوی يې نه کېږي؛ نو پر نوې پيدا شوې لور باندې (بلنسته يانې بله نشته) نوم ږدي، دوی انګېري چې په دې لور پسې به خدای خامخا زوی ورکړي.

– د پسه توری يوازې يوه کس ته پخوي، ښځې داسې انګېري چې، که دوه کسه دا توری وخوري، ترمنځ يې کينه پيدا کېږي.

– کله چې ماشوم په خوب کې خاندي، مور يې داسې انګېري، چې کوچنی يې ملايکې خندوي.

– ډېری ميندې ماشوم هندارې ته نه نيسي، داسې انګېري چې بيا په خوب کې ډارېږي.

– زياتره مېندې د کاغۍ (کښکېرکې) ږغ د مساپر د راتګ زېری ګڼي.

– د چا چې ښنګړ شي، داسې انګېري چې، مساپر کورته را روان دی.

– د چايو په پياله کې د خلي ليدل د مېلمه د راتګ زېری انګېري.

– د ښځې چې د سالو پيڅه پر سر ورشي، انګېري چې، خامخا يې زوی يا خاوند له سفره راځي.

– له کوره چې کوم څوک په سفر ځي، د کور کوم غړی پسې اوبه شيندي، داسې انګېري چې سفر به يې بېخطره وي.

– مخکې تر دې چې څوک له کوره په سفر ولاړ شي، ښځې کور او خونې جارو کوي، چې مساپر رهي شي، ژر کور نه جارو کوي.

– د چا په نوکونو کې چې سپين خالونو پيدا شي، انګېري چې څوک به ډالۍ راته راوړي.

– پر ستارخان د اوبو د ګيلاس اوښتل د رڼايي راتګ بولي.

– څوک چې پر غاښونو خپله ژبه وټوکي، خلک ورته وايي چې لکه چې چا دې غيبت کاوه.

– د کوم چا مرګ په خوب ليدل دا مانا لري، چې هغه کس ډېره ډوډۍ خوړلې وه.

يا دا لاندې کرکې وګورئ:

– خلک د کور پر دېوال د کونګ (بوم) کېناستل د بدبختۍ علامه ګڼي. يانې له کونګ څخه کرکه لري.

– له تورې پيشو کرکه لرل هم په کرکو کې راځي. مثلا خلک وايي، زما لاس تورې پيشو څټلی دی.

– له تور سپي څخه کرکه لرل. د بېلګې په توګه خلک وايي، د پلانکي او او پلانکي تر منځ تور سپی تېر شوی دی.

دا او دېته ورته کرکې، کږنې او انګېرنې، که څه هم منطقي اړخ يې کمزوری دی او حتی ځينې خو يې زموږ له ديني او مذهبې ګروهې او عقيدې سره هم په ټکر کې دي، خو زموږ و ستاسې  پر ټولنه  يې داسې سيوری غوړولی دی چې تر پېړيو پېړيو پورې لا ګومان نه کوم چې که ورڅخه خلاص شو.

عجيبه خبره داده چې، زياتره وخت دا انګېرنې سمې هم خېژي، ځکه د خلکو او ولس باور پرې رغېدلی دی، لکه د کاغۍ کړنګېدل چې د مساپر د راتلو زېری انګېرل کېږي، يا د سالو پيڅکه پر سر راتلل هم د مساپر د راتګ زېری ورکوي او داسې نورې.

فولکلور څېړنه او ټولونه يو دروند کار دی، ځوان فولکلور ټولونکي او څېړونکي که دا لاندې خبرې د کار په جريان کې په ذهن کې ولري؛ نو څېړنه به يې د فولکلور پوهانو له خوا له تاوده هرکلي سره مخ شي:

۱- تر ټولو د مخه د فولکلور ټولونکي لپاره دا لازمه ده، چې د فولکلور په مانا وپوهېږي او د فولکلور ټاکلي بريدونه وپېژني.

۲- فولکلور ټولونکی بايد د ميتودولوجي له اساساتو په تېره د فولکلور ټولونې له ميتود سره پوره اشنا وي.

۳- فولکلور ټولونکي بايد د خپل کار د پيل کولو په وخت کې طبيعي او نورمال شرايط برابر کړي وي.

۴- کله چې يو فولکلور ټولوونکی يوې سيمې ته د فولکلوري موادو د راټولولو لپاره ورځي، بايد د هغې سيمې د کلتوري ارزښتونو په باب معلومات ولري، تر څو د خپل کار په جريان کې له ستونزو سره مخ نه شي.

۵- پوښتونکی په ځينو مواردو کې کولی شي د کتنې او مشاهدې له لارې خپل معلومات بشپړ کړي.

۶- د نکلچيانو، اتنيکي ډرامه ښودونکو او لوبغاړو د ژستونو، حرکاتو، لهجې او د ناستې ولاړې د چاپېريال په باره کې بايد مفصل يادښتونه واخيستل شي.

۷- فولکلور ټولونکی بايد بېلابېل وريانټونه هم په نظر کې ونيسي او د څېړنې په ترڅ کې هغه وښيي او پر يوه وريانټ بسنه ونه کړي.

۸- داسې تصور ونه شي چې ګوندې فولکلور ټولونه يوازې په ساحوي ريسرچ پورې اړه لري، که څه هم سروې د فولکلور ټولونې لپاره اساسي اهميت لري ( ناصر، ۱۳۸۳: ۷۱-۷۷).

پايله

لکه څرنګه چې مو مخکې هم يادونه وکړه چې کرکې، کږنې او انګېرنې د نړۍ په زياترو اولسونو کې موجودې وې او ممکن تر اوسه لا وي، خو د وخت په تېرېدو سره، د مدنيت په غوړېدو او د علم و ساينس او زدکړې په عامېدو سره د کرکو، کږنو او انګېرنو رنګ هم څه ناڅه کمرنګه شوی دی، خو پر هغو ټولنو او پرګنو يې لا سيوری هماغسې خپور دی،  چې په يوويشتمه پېړۍ کې لا د سواد له نعمت څخه محرومې او له مدنيت سره ناباندې دي.

کرکې، کږنې او انګېرنې چې ځينې يې د لويانو له خوا د چاپېريال او ټولنې د خونديتابه په موخه وضع شوي دي، چې ځينې يې د ماشوم سايکالوجۍ ته په کتوسره ګټورې هم دي، خو ډېری کرکې، کږنې او انګېرنې زموږ له ديني اعتقاداتو او نويو علمي اکتشافاتو او حقايقو سره ښکاره په ټکر کې دي. دا انګېرنې بايد يو له بله سره جلا شي، ځينې مضرې انګېرنې چې د ميندو له خوا ماشومانو ته  ورښوول کېږي او د دوی په ناځانخبري ضمير کې ثبت کېږي، د ژوند تر پايه پورې يې دا مضرې انګېرنې ورسره ملې وي. کرکې د ځينو پېښو، خبرو او کارونو په اړه د انسان باطني غبرګون او د انسان د باطني ناخوښۍ انعکاس دی. کږنې هم د ځينو پېښو او کارونو د پايلو په اړه د انسان منفي رايه ده، يا د ځينو پېښو او کارونو په اړه د انسان بدبيني موږ ته راښيي. انګېرنې د ځينو طبيعي پېښو او بدلونونو د لاملونو په اړه د عوامو عقيده ده، يا داسې انګېرل، چې د دغو پېښو، بدلونونو او تحولاتو لامل دا شی يا هغه شی دی، همدغه عقيده انګېرنه بولي.

انګېرنې ډېر ډولونه لري، چې مذهبي انګېرنې، د حيواناتو په باب انګېرنې، د مرغانو په باب انګېرنې، د خزنده ګانو په باب انګېرنې، په طبعيت کې د شته پديدو په باب انګېرنې او نورې متفرقې انګېرنې چې په دې ليکنه کې د انګېرنود پورته يادو شويو ډولونو بېلګې ځای شوې دي. ښه انګېرل او بد انګېرل د نړۍ په زياترو ولسونو کې شته دي، زموږ په ولس کې حتی په خوب کې د ځينو حيواناتو، مرغانو، ځينو فلزاتو، جامو او کاليو ( زېوراتو) ليدل د دې باعث ګرځي چې هماغه خوبونه د انګېرنو پر بنسټ تعبير کړي.

دلته خو ما په مختصره توګه پر کرکو، کږنو او انګېرنو خبرې کړې دي او ډېرې کمې نمونې مې يې له اولس او ځينې کتابونو څخه راغونډې کړې دي. د کرکو کږنو او انګېرنو ډېرې نادرې نمونې لا په اولس او پرګنو کې شته دي، چې د هغو راټولول، ډلبندي کول او لازمې څرګندونې پرې کول د يوه علمي تيزيس موضوع کېدای شي.

د پښتو فولکلور د راغونډېدا او غوړېدا په هيله!

اخځليک

  1. حيران، محمد حنيف. (۲۰۰۵). کږنې او انګېرنې. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  2. دوست، دوست محمد دوست. (۱۳۸۵). د پښتو د ولسي ادب لارې. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  3. روهي، محمد صديق. (۱۳۹۴). فولکلور پېژندنه. دويم چاپ. جلال آباد: ګودر کتاب خپرنځی – ننګرهار.
  4. زغم، احمدشاه. (۱۳۹۴). فولکلور او فولکلوري ادبيات. کابل: د افغانستان ملي تحريک، فرهنګي څانګه.
  5. فاران، فېصل. (۲۰۱۵). اساطيري تلميحات په پښتو شاعري کښې. کوټه: پښتو اکېډمۍ.
  6. ګوربز، مير احمد (۱۳۹۰). په پښتني فولکلور کې ټولنيز ارزښتونه. کابل: د افغانسان د علومو اکاډمي.
  7. لايق، سليمان. (۱۳۹۱). په لنډيو کې د اسطوره يي هويتونو غبرګون. کابل  ژبنۍ او ادبي مياشتنۍ خپرونه، کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.  ۹– ۱۰ ګڼه، د ليندۍ – مرغومي مياشت.
  8. منګل، علی محمد (۱۳۸۵). د پښتنو ځينې فولکلوري روايات. پېښور: الازهر خپرندويه ټولنه.
  9. منګل، علی محمد. (۱۳۸۹). علامه رشاد او فولکلور. کابل: علی محمد منګل.
  10. مومند، مجاور احمد. (۱۳۹۲). په پښتو لنډيو کې د زيارتونو يادونه. کابل  ژبنۍ او ادبي مياشتنۍ خپرونه، کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.  ۷ – ۸ ګڼه، د تلې – لړم مياشت.
  11. ناصر، نصرالله. (۱۳۸۳). د پښتني فولکلور د چاپي مجموعو څېړندود. کابل: د افغانسان د علومو اکاډمي.
  12. وفا، محمد داود. (۱۳۹۲). د فوکلور پېژندنې لارښود. جلال آباد: ختيځ اکاډمي – ننګرهار.

يادونه: پورته په متن کې کې د غزني  ولايت د قره باغ ولسوالۍ د لايق د کلي  د وګړيو څخه په شفاهي توګه د کرکو ، کږنو او انګېرنو بېلګې د دې  کرښو د ليکوال لخوا دلته ثبت شوې دي.

The Logical Aspect of Superstitions

Author: Maiwand Bakhtyar

Lecturer at Education Faculty, Herat University.

Abstract: Superstitions is one of the crucial but almost forgotten parts of folklore which is still alive in many folks worldwide. The human of the 21st-century, within its development, still has the events, imaginations, and superstitions of thousands of years earlier in minds collectively. The historical background of superstitions reaches to the mythical era when the inward nature of humanity was not succeeding in events, speech, and actions on disgust, and it reaches to the time when the myths were being ruled the minds of humans. Disgusts are the inward interactions of humans and the inward dissatisfaction of humans about some phenomena, speeches, and actions. Superstitions are also the same, the negative perspective of humans toward some phenomena and actions, or it indicates the optimism of human beings toward some of those actions and phenomena. Superstitions are the beliefs of the common people about the reasons for some natural phenomena and changes, or the assumption that this or that is the reason for these natural phenomena or changes and this belief itself is called Superstition. Superstitions are the results of humans’ experiences, fears, delusion, and imaginations, that after the folklore of some folks became religious. If we take a look at the examples of this folkloric genre of Pashtuns, some of them are religious, some of them are ancient mythical beliefs about the natural phenomenon that exists as superstitions nowadays, some of them are instructions for the safety of self and family from dangers, and some of them are the earlier rooted thoughts of humans about animals, insects, and birds. Superstitions have been handed down from ancient times as beliefs from one generation to the other generation. Some of the superstitions are being tried to be saved in the unaware mind of a child by his/her parents for the purpose to keep them in mind until the end of life. Superstitions exist in many folks worldwide, and the best examples are Pashtun and Indian communities. The life matters of Indians have also been influenced by superstitions and the proof of our claim is most of their films and serials. Most of the Superstitions have religious forms. The logical and significant aspect of this genre can be expressed in relation to myth, psychology, axiology, sociology, and anthropology.

Keywords: folklore, superstitions.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب