دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان لا هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو له ملاتړه...

پاکستان لا هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی

تاند ( شنبه، د حمل ۱۴ ) راپورونه وایي، د امریکا د کانګرس لپاره په یو تازه چمتو شوي راپور کې ویل شوي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی او دا چاره یې دوامداره ساتلې ده.

د کانګریګېشنل ریسرچ سرویس لخوا د امریکا کانګرس ته په تیار شوي راپور کې ویل شوي چې یاد هېواد اوس هم په افغانستان کې د وسلاوالو ډلو په خاصه توګه د حقاني شبکې کلک ملاتړ کوي.

راپور کې ویل شوي، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

راپور کې دغه راز ټینګار شوی چې پاکستان د افغان کشالې په اواري کې مهم رول لري او باید ورباندې فشار راوړل شي څو په دې برخه کې خپل مثبت رول په سمه توګه ادا کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو سبب شوی دی.

پاکستان تازه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې ویلي چې دوی پر وسله والو ډلو له غیر مستقیمو لارو اغېز لري او د افغان سولې پروسې بریا لپاره به له خپل نفوذه استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپریل په ۱۶ مه په ترکیه کې د افغانستان سولې په اړه یوه مهمه ګډه غونډه جوړیږي او د طالب استازو سربېره به پاکستاني چارواکي هم پکې ګډون ولري.

سرچینې وایي، دا غونډه به لس ورځې دوام وکړي او په هغه کې به د افغانستان د نظام راتلونکی سیاسي جوړښت ترسیم شي.

شنوونکي د ترکیې غونډه د افغانستان لپاره خورا مهمه ګني او وایي هیله مندي شته چې پایلې به یې مثبتې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب