تودې جګړې که په فزیکي ډول انسانان له منځه وړي، کلي ورانوي، شتمنۍ له منځه وړي، په ټوله کې د يوه هېواد د پرمختګ مخه نیسي، رواني جګړې بیا د انسانانو پر ذهن، روان او اراده برید کوي او په دې سره د هېواد د ویجاړېدو سبب کېږي.
په وروستۍ نیمه پېړۍ کې د بل هر هېواد په پرتله زموږ ګران هېواد د تودې جګړې تر څنګ په لويه کچه د رواني جګړې قرباني شوی دی، د پرمختګ مخ يې نه دی ليدلی او د سره اور په لمبو کې سوځېدلی دی او سوځي.
مخالفينو او قسم خوړلي دښمن تل د هغو لارو چارو ګټه پورته کړې ده چې هېوادوالو مو تل پرې باور کړی، پرې تېروتي او غولېدلي دي. دا ځکه چې دښمن تل زموږ د خلکو سپېڅلي احساسات په نښه کړي دي.
د سردار محمد داود خان د ۱۳۵۲ لمریز کال واکمنۍ را په دېخوا او بيا د خلقیانو د ۱۳۵۷ لمریز کال په اوږدو کې زموږ د هېواد د پرمختګ او سولې دښمنانو له دین، مذهب، او د اسلام له سپېڅلي دین څخه د افغانستان د خلکو د هغې مينې له کبله چې د اسلام د سپېڅلي دین او د خپل سپېڅلي باور سره يې لري ناوړه ګټه پورته کړې، په دې څېر يې د هېواد د پرمختګ مخه نيولې ده او په بشري او مادي ناورین يې ځپلی دی.
دښمن تل کوښښ کړی چې يو ټبر د بل ټبر پر ضد را پورته کړي او یا د ژبو په نامه خپل دښمنانه تجارت جاري وساتي.د خپلې ناوړه ګټې لپاره د یوه افغان ملت اولادونه پر ډلو ټپلو سره ووېشي.
د ناوړه رواني تبلیغاتو له مخې دښمن د جهاد په نامه زموږ په ډېر شمېر هېوادوال د خپلو وروڼو وژلو او د هېواد ويجاړولو ته هڅوي.
د مکتبونو، جوماتونو په سوځولو سره د خلکو په منځ کې وحشت خپروي او له دې سره د علم او پوهې مخه نیسي. د دوی د ناروا هلو ځلو په پايله کې علم او پوهه خپل ځای جهالت او ناپوهۍ ته پرېږدي.
تر ۱۳۵۷ لمريز کال را وروسته د رواني جګړې له مخې د هېواد پر ضد د سلو څخه زياتو تبلیغاتي دستګاوو فعاليت کاوه او په ۲۴ ساعتونو کې يې ۱۲۴ ساعته پروپاګند کاوه او کوي يې.
دښمن د مجاهد، کمونست، خلقي، پرچمي او طالب په نومونو هېواد نيمه پېړۍ د اور په لمبو کې وسوځاوه او له دې لارې يې د يوه واحد ملت په وجود کې د نفاق تخم وشينده. دوی دغه ټول ویجاړوونکي کارونه د رادیوګانو، تلویزيونونو، مصاحبو، د شپې پاڼو، اخبارونو او د مستقیمو لیدنو کتنو له لارې تر سره کړی او تر سره کوي يې.
افغانان د هغه باور او مینې له مخې چې له خپلو دیني عالمانو او مشرانو سره يې لري، ټول وخت د خپلو عالمانو او مشرانو خبرو ته په دقت غوږ نیسي او باور ورباندې کوي، په دې خاطر دښمن د رواني جګړې په ډګر کې تل د جوماتونو له امامانو او د سیمې له مشرانو ګټه پورته کړې، دوی د زور، پروپاګند او یا د پیسو په واسطه د خپل هېواد پر ضد کړنو ته هڅولي او اړ کړي دي.
رواني جګړې زموږ هېواد د وبا د وایروس په څېر ځپلی دی او دښمن دا کار زموږ په لاس او ژبه تر سره کړی دی.
هېوادوال مو ټول په دې ښه پوهېږي چې پردۍ جګړه ده، تپل شوې جګړه ده، نبابتي جګړه ده، د هېواد د تباهۍ جګړه ده او د افغانانو د وژلو جګړه ده، خو له بده مرغه د رواني جګړې له مخې مو هېوادوال دومره ځپل شوي دي چې سره له دې چې د دښمن په ټولو توطیو او دسیسو پوه دي بیا هم د دښمن د ناوړه تبليغاتو ښکار او ځان ترې نه شي ژغورلای.
د هېواد د ژغورني يوازېنۍ لاره او چاره د دښمن د رواني ناوړه جګړې په سمه توګه شنډول او د دښمن پر ضد د رواني جګړې په سمه توګه پر مخ وړل دي.