Homeخبرونهافغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۴ نوې پېښې ثبت شوي

افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۴ نوې پېښې ثبت شوي

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه/ د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) خبر ورکړی چې، په افغانستان کې د روانې اوونۍ پر مهال د پولیو ناروغۍ څلور نورې مثبتې پېښې ثبت شويې دي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، په دې سره په افغانستان کې د سږ کال د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته ورسېد.

سرچینه زیاتوي چې، تازه پېښې د هلمند په مرکز لښکرګاه، فراه، د کونړ په دانګام او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

دا پېښې داسې مهال ثبتېږي چې، افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هیوادونه دي، چې یاده ناروغي پکې له منځه نه ده تللې.

روغتیاپالان وایي، په افغانستان کې د پولیو د نوو پېښو مهم لاملونه د واکسین له پروګرامونو پاتې کېدل، د ماشومانو د واکسین د پوښښ کموالی، کمزوری روغتیايي پوهاوی او د خلکو تګ‌راتګ دي.

دوی د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره دا یادوي، چې هر ماشوم د پولیو واکسین ټول پړاوونه بشپړ کړي او کورنۍ د واکسین له کمپاینونو سره همکاري وکړي.

د روغتیاپالانو په وینا، د پولیو پر وړاندې بې‌غوري کولی شي د ګڼ شمېر ماشومانو د دایمي فلج لامل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...