Home+په ځان باور او اتکا | شاه‌محمود میاخېل

په ځان باور او اتکا | شاه‌محمود میاخېل

کله چې یو ملت او انسانان په خپل ځان باور او اتما ونه لري، هغوي بیا خپلې هیلې او ارمانونه د نورو پورې تړي. یعنې نور باید د دوی هیلې او ارمانونه پوره کړي.

همدا علت دی چې اکثره افغانان د ژوند، سیاست، حکومتولې او نورو ټولو برخو کې شاته پاتې دي. دلته هدف د یو کس او دوه کسو نمونوي پرمختګ نه دی بلکې د ټولنې اکثریت وګړي په کومه خوا روان دي.

په ځان باور او اتکا د هر څه نه مهمه ده چې څه غواړې او څه کوې؟ کله چې یو ملت او یو انسان په ځان باور او اتکا پیدا کړله، بیا هغوي خپل ځانته په سیاسي، ټولنیز او حتی د کورني ژوند په چوکاټ کې مسیر ټاکي.

د ژوند د هلو ځلو په دغه مسیر کې درته نږدې ګاونډیان، دوستان، خپلوان او حتی د ټولنې فرهنګي او ټولنیز چاپیریال په بیلابیلو ډولونو خنډونه جوړوي او نه دې پریږدي چې په خپل مسیر مستقیم حرکت وکړې تر څو خپلو مؤخو ته ورسیږي یا ارام او د سکون ژوند ولرې.

د خنډونو سره د مبارزې په وړاندې هغه ملتونه او انسانان چې په ځان باور او اتکا نه لري، هغوي ډیر ژر ستړی او مایوسه کیږي. ځانونه ورته بې وسې، بې کسه او ضعیفه ښکاري. د تفکر او جمعي ګډې مبارزې قوت د لاسه ورکوي او نشي کولې چې د خپل ژوند د مسیر د ښه کیدو په لار مزل وکړي. په اوسني عصر کې چې په بیلابیلو برخو کې پرمختګ په ډیره چټکې سره په مخ روان دی، که یو ملت او یا یو کس یوه ورځ هم د پرمختګ د کاروان نه وروسته پاتې کیږي، هغوي نشي کولې چې  خپل ارمانونه او ځانته د سکون ماحول په فکري، رواني او د بشري ښیګڼو په اساس جوړ کړي. د هرې ورځې په تیریدو سره د ژوند د کاروان او د نورو سره د مثبتو سیالیو نه وروسته پاتې کیږي.

له بله خوا، د افغانانو په ټولنیز ژوند او سیاست کې د زیاتو کسانو موخه دا ده چې څنګه د هغه کسانو د پرمختګ مانع شي چې د پرمختګ په لورې روان دي. دا فرموله او فرهنګ د افعانانو په ټولنیز او سیاسي ژوند کې ډیر ضعیفه طرز فکر، فرهنګ او بصیرت دی. افغانان باید دا فرهنګ او بصیرت پیدا کړي چې څنګه د هغه کسانو ملاتړ یا لاس نیوې وکړي چې د پرمختګ په مسیر ښه روان دي. یعنې د افغانانو ټولنیز ژوند او سیاسي فرهنګ د موانعو په ایجادولو ولاړ او په دې برخه کې  ډیر ښه ماهره دي. د ژوند د مسیر په هر قدم کې یو بل ته موانع ایجادوي چې د خپل کار او مزل نه یې منع کړي.

د ژوند په دغه مسیر کې افغانان د دوه حالتونو سره مخامخ کیږې. یا به خپل وخت په دې ضایع کوي چې هر چاته قناعت ورکړې او د خپل مزل نه وروسته پاتې شي او یا به غوږونه کاڼه کوې، په موانعو او د نورو په خبرو به سترګې پټوې او په خپل فکر به خپلو مؤخو ته په خپل مسیر حرکت کوي. هغه ملتونه او انسانان چې په ځان باور او اتکا لري، هغوي غوږونه کاڼه کوي، د نورو د خبرو پروا نه لري او په خپل مسیر حرکت کوي. د خپل ژوند په دغه مسیر کې ستړي، مایوسه او ناهیلې کیږي نه. د هیچا نه ویره نه لري. د ډیرو خبرو اوري، خو موانع لري کوي او د خپل ژوند مسیر ته که پیاده مزل وي، که په بایسکل وي، یا موټړ، اورګاډي او یا په هوا کې د الوتکو له لارې، دوام ورکوي. د چا په طمعه لاس تر زنې نه کیني او نه د نورو د منفي فکر، خبرو او تګلورو ځان تابع کوي.

پدیتوګه د ژوند د حرکت په معادله کې دا مهمه ده چې یو ملت او هر کس په خپل ځان باور او اتکا پیدا کړي. د ځانونو لپاره د عیني او ذهني شرایطو ښې مؤخې او ښه مسیر وټاکي. که مسیر او مؤخې د ژوند په ارماني او خیالي خبرو ولاړې وي، بیا هم څه ګټه نه لري. د معقولو او مشروع مؤخو لپاره په سمه لار حرکت کې، خامخا خدای برکت اچوي.

شاه محمود میاخېل

د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غږښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...