دنمارک
د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د بدخشان د دسیسې له ځپلو وروسته، دا دویم «سور مرچکی» دی چې ظاهراً د ځینو کسانو عصبي رشتې یې نه یوازې سوځولي، بلکې د لیونتوب تر کچه یې رسولې ده!
کابل ته د خلیلزاد د راتگ په لومړی ورځ، د هغه حضور په خوشحالخان لېسه کې پر غصب شوو ځمکو د خاتمالنبیین د تکیهخانې اومدرسې د لیلیې له تړل کېدو سره برابر و؛ له همدې کبله ځینو کسانو دا پیښه در هغه د راتگ سره وتړل.
جالبه ده؛ اوس چې بېلابېلې وسلې د دې ځای له زیرمو او زېرخانو راوتلې دي، نو دا پوښتنه لا جدي کېږي چې ایا دا رښتیا هم مدرسه، تکیهخانه او د طالبدیندارو د تعلیم ځای و، که په حقیقت کې د پوځي مرکز په څېر کار ترې اخیستل کېده؟
په داسې ځای کې د ناقانونه وسلو زېرمه کېدل تصادفي خبره نه ښکاري. باید معلومه شي چې د دغو وسلو او فعالیتونو هدف څه و؛ د نظام نسکورول و، که کوم بل پلان؟ خو له داسې یوه مرکز څخه د سولهییز فعالیت تمه، لږ تر لږه، ډېره سخته ده.
زه خو د هغوی پر حال افسوس کوم او نه پوهېږم چې له دې رسوایۍ وروسته به دا مظلومنمایان څه عذر او پلمې وړاندې کوي.؟
اوس معلومه شوه چې خلیلزاد له بل څه سره راغلی و:سور مرچکی!
ځکه د طالبانو مخالفینو د هغه دې سپارښتنې ته، چې امریکا نور نه غواړي د وسلو ، امنیتي او مالي امکاناتو په مټ د پرونیو تښتېدلو کسانو د بیا واک ته رسولو لپاره کار وکړي، چندان غوږ ونه نیوه؛ پر ځای یې د هغه سپکاوی او تخریب ته مخه کړه او د مقاومت، گوند او جبهه جوړونې لړۍ ته یې ته دوام ورکړل.
دا ځل خلیلزاد له علني او «اوبهدارو او دانه دارو»پروگرامونو سره راغلی؛ دومره اوبهدار او دانه دار چې د ځینو کسانو وچه نشه یې والوځوله او ځینې یې د ماتم پر ټغر کښېنول!
زه له نورو، د مرکز گریزه او تجزیه غوښتونکو کړیو، غاصبینو او فاسدینو سره کار نه لرم؛
یوازې یوه پوښتنه لرم چې:
ولې د اشرف غني او حامد کرزي پلویان د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» شرکت ترمنځ د تېلو او گازو د هغه قرارداد له امله، چې د خلیلزاد په حضور کې لاسلیک شو، دومره په غوسه شول او مخالفت ته یې ملا وتړله؟
رښتیا نه پوهېږم، د هماغه روسي متل له مخې، کومې ماشې دوی چیچلي دي؟
زما په اند، خبره دومره پېچلې نه ده.
یا دوی په دې قرارداد کې د افغانستان په خیر کې، خپل ځانونه په راتلونکي افغانستان کې نه ویني.
ځکه دوی د اسلامي امارت پنځم کال د سقوط کال گڼلی و، نه د بقا او استحکام کال!
یا زما په باور دوی د قمار بازۍ خورا ساده اصل هېره کړې ده:
هیڅ لوی قمارباز په زړو پاڼو لوبه نه کوي؛ په هره لوبه کې نوې پاڼه راوباسي، په ځانگړې توگه هغه څوک چې بیا په لویو کازینو وو کې لوی شوی وي!
« د افغانستان طبیعي شتمنۍ کولی شي د نړۍ د سترو پانګهوالو پام بېرته افغانستان ته راواړوي. زلمی خلیلزاد»
اوس که افغانستان د همدې لارې د لویو اقتصادي معاملو ډگر ته ننوځي، بهرنۍ پانگونې راجلب کړي او گام پر گام له اقتصادي انزوا او بندیزونو څخه ووځي،نو ستونزه په اصل کې چېرته ده؟
کلونه کلونه دا پوښتنې مطرح کېدې چې:
ولې تېل او گاز نه استخراجېږي؟
ولې برق نه لرو؟
ولې د اوسپنې پټلۍ نه لرو؟
ولې روسان زموږ تېل او گاز وړي؟
ولې پانگونه نه کېږي؟
ولې د افغانستان طبیعي زیرمې همداسې نااستعماله او نا استخراجه پاتې دي؟
اوس چې د ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د تېلو او گازو د استخراج قرارداد لاسلیک کېږي، د دې پر ځای چې د خوښۍ له امله د ناستې ځایونه مو گرم شي، ظاهراً ځینې کسان داسې سوځېدلي دي چې گواکې خلیلزاد پر دوی توند او تېز سور مرچکی خوړلی وي!
له عمران سره کینه، له استخراج سره ستونزه اوکینه، له پانگونې، پرمختگ او بیارغونې سره کینه او د هر اقتصادي گام پر وړاندې د کینو، عقدو او دشمنیو سره ودریدل؛سړی حیران کړي،چې دوی د څه شي شیدې څښلې دي؟
خامخا به وچې او پوډري شیدې وې؛ هغه هم داسې چې د استعمال نېټه یې تېره شوې وي!
نو زما په اند، اصلي بحث دا نه دی چې خلیلزاد په دې پانگونه کې ونډه لري که نه، او که لري، څومره یې لري؟
که ددې قرارداد یوازینی جرم دا وي چې خلیلزاد یې د لاسلیک په مراسمو کې حاضر و، نو دا نور اقتصادي، ملي او منطقي استدلال نه بلل کېږي؛ دا هماغه د «سور مرچ» داستان دی!
مهمه دا ده چې په افغانستان کې پانگونه وشي؛ میلیاردونه ډالر د هېواد اقتصاد ته داخل شي؛ طبیعي زیرمې استخراج شي؛ د کار زمینه برابره شي؛ زیربناوې جوړې شي او د افغانستان خلک له دې بهیر څخه گټه واخلي او افغانستان هم د منطقې سیال شي.
تر څو به زموږ برخه لیک، زموږ په غیاب کې نور هیوادونه وټاکي.
که دا قرارداد ښه نه دی، باید وویل شي چې کومه برخه یې ښه نه ده.
که شرکت وړتیا نه لري، دلیل وړاندې شي.
که د قرارداد شرایط د افغانستان پر زیان دي، ارقام او اسناد وړاندې شي.
دا خو دلیل کیدای نه شي چې یو څوک ووایې چې:
دغه قرار داد لوبه ده، خطر ناکه لوبه ده.
ځکه هله چې عربستان د افغانستان غرب ته راغلل!
او دا چې «خلیلزاد هلته حاضر و، نو قرارداد بد دی»، دا تر اقتصادي تحلیل ډېر د مرچ د بوی پر وړاندې حساسیت ته ورته دی!
او یوه بله خبره:
داسې ښکاري چې طالبانو په دغو پنځو کلونو کې نه یوازې د افغانستان د ټولنې د افکارو یوه برخه د ځان په گټه اړولې، بلکې د نړیوالې ټولنې په لیدلوري کې یې هم بدلونونه راوستي دي.
دا چې دغه بدلونونه به په پای کې د افغانستان په گټه تمامېږي که نه، هغه بیا جلا بحث دی.
خو له دې حقیقته څخه سترگې نه شو پټولای، چې لوبه لا پای ته نه ده رسېدلې!
او ظاهراً د ځینو کسانو اصلي ستونزه دا ده چې لا هم فکر کوي لوبه هماغه د پنځو کلونو مخکې لوبه ده؛ حال دا چې قمارخانه بدله شوې، کارتونه بدل شوي او ښايي د قمارباز پاڼه هم نوې شوې وي!
نو لږ ارام شئ!
لاړ شئ، یو گیلاس یخې اوبه وڅښئ.
که گټه یې ونه کړه، وچې شیدې وازمویئ.
خو فعلاً سور مرچکي ته لاس مه ور وړئ.!
دا ځکه:
څوک چې د خولې له نس ناستي او د مغزو له قبضیت سره لاس او گریوان وي، ورو ورو یې حافظه کمزورې کېږي او ذهن یې د هېرېدو په تیارو کې ډوبېږي.!